Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Mir Ahmad Yaad

Mir Ahmad Yaad, A Young Man Who Translated 57 Books Into Pashto.

Mir Ahmad Yaad, A Young Man Who Translated 57 Books Into Pashto. پښتو ژبې ته ژباړه۔ شتمن پلار، نېستمن پلار ــــــــــ 1397 - انګلیسي د رهبرۍ اړینې ځانګړنې ـــــــــــ 1397- انګلیسي ________________________________ دغه ځوان میر احمد یاد دی.  ده پښتو ژبې ته تر خپل عمر او خپل مسولیت څو برابره زیات کار کړی او لا یې کوي. کور یې ودان. هغه ورځ مې ولوسته چې ده څه باندې ٥٠ کتابونه له اردو، فارسي او انګلیسي ژبو پښتو ژبې ته راژباړلي او ښه د کار کتابونه یې ژباړلي دي. شاید زموږ په عصر کې تر میر احمد یاد بل چا له نورو ژبو پښتو ته دومره ‌‌‌‌‌‌ډېر او مهم کتابونه نه وي ژباړلي.  ژباړه زموږ ژبه غني کوي، د نورو ژبو ښه فرهنګ موږ ته راانتقالوي، په مسلکي برخو کې مو علمي تشې ‌‌‌‌‌ډکوي او د ژبې ژوند او ارزښت مو تلپاتې کوي. ښاغلی یاد دې ښاد او ودان په پښتو ژبې دې همداسې مین او زهیر وي.هغه ښاغلي او خدايي خدمتګاران چې باید وستایل شي. دا یې د ژباړو لست دی:  1: د اروپا عروج ــــــــــــــــــ 1393ژباړه - اردو 2: د شخصي ژوند تاریخ ـــــــ 1393ژباړه - اردو 3: تاریخ او ټولنه ـــــــــــــــــــ 1395ژباړه – اردو 4: ښځه