Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Qessa

Pashto Folk Stories And Pashto Literature. Pashtun Heros And Literature.

Pashto Folk Stories And Pashto Literature. Pashtun Heros And Literature. Aziz Ur Rehman پښتو حماسي ادب کې د اتلانو ناپښتني پېښې بسم‌الله الرحمن الرحیم د یوې ژبې د ولسي ادب په اړه یوه عامه او د هر چا له خولې کارېدونکې جمله دا ده:«ولسي ادب د اړوند ولس د دودونو، عنعنو او په ولس کې د تربیوي نظام انځور دی.» کله چې موږ د ولسي ادب پر ماهیت دا خبره تطبیقوو؛ نو ښکاره خبره ده، چې د اړوندې ژبې، ادبیاتو او رسومو تر منځ یو قوي او منطقي اتصال رامنځ‌ته کېږي، په داسې ډول، چې یو له بله سره سمون لري، په ټکر کې به نه وي سره او یو بل به تر پوښتنې لاندې نه راولي. له جغرافیوي او اقلیمي اړخه هم د یوې ژبې او یوې سیمې ادبیات خپل مناسبت او برابروالی غواړي، د ساري په توګه که موږ په پکتیا کې یو حماسي اتل پنځوو؛ نو باید د پکتیا له جغرافیې او اقلیم سره سم یې وپنځوو؛ دا آتل باید په لوړو غرونو کې د ختلو فوق‌العادة ـ یا هم خارق‌العادة ـ ځواک ولري، ځکه چې پکتیا لوړ لوړ غرونه لري، اتل یې له دغو غرونو سره رالوی شوی دی؛ نو بایده ده، چې له لوړو او سختو لارو سره یې بلد وي او لوړې څوکې یې اېلولی شي؛ همدارنګه دا آتل باید له س...

Aqal, Angreez Aw Pukhtun. Pukhto Qessa, Pashto Story. Pashto Story Blog

Aqal, Angreez Aw Pukhtun. Pukhto Qessa, Pashto Story. Pashto Story Blog #عقل... وايي چې  عقل يوه ورځ له يو انګرېز سره په لاره ملګری شو ځان یې ور پېژندو او ټولې خپلې ځانګړنې او  ښیګڼې يې ورته بيان کړې انګرېز یې لاس ښکل کړ او ورته ویې ویل ښه   ته چې دومره له ستر ګټو او ښېګڼو ډک ملګری یې بیا نو ته باید تر ما وړاندې روان شې ځکه که په لاره کې کوم خطر پېښږي نو وار له مخه به مې خبروې عقل یې وړاندیز ومانه اوس چې کومه خبره او يا هم خطر پېښېږي انګرېز یې وار له مخه چمتووالی کړی وي بيا يوه بله ورځ  له يو پنجابي سره ملګری شو هغه ته یې وویل  جې زه عقل نومېږم او د نړۍ د هرې ستونزې په چل پوهېږم پنجابي چې دا خبره واورېده ورته يې کړل  ته چېرته وې صاحب  ته بايد له ما سره څنګ په څنګ لاړ شې هيله ده ما يوازې مۀ پرېږدئ زه ډېر زيات ډارېږم ځکه زښت ډېر دوښمنان او ستونزې لرم د دوی له وژلو او ځورولو مې وساته او له ستونزو نه د خلاصون لارې را وښئ عقل د ده خبره هم ومنله او اوس چې هر ځل له ستونزو سره مخ شي نو عقل یې له ستونزو خلاص کړي بله ورځ عقل ځانته  پلی په سفر راون وو م...

Pashto Short Story. Pashto Story And Taliban Rule In Afghanistan.

 Pashto Short Story. Pashto Story And Taliban Rule In Afghanistan. وايي چې د يوه سړي کور ته سمساره ورغلې وه، نو سړي يې ادب او احترام پيل کړ، له ډېر درنښت به يې ورته ابۍ ويل، او خپلې ښځې ته يې ځانګړې لارښوونه وکړه چې د ابۍ به ډېر خيال ساتې، نو ښځې چې به څه پخول، د سمسارې برخه به يې په کې کوله، په مېوه کې به يې هم برخه ورته کوله، سمسارې ته هم دې قدر او عزت خوند ورکړ، په ښځې پسې به روانه وه، او هر څه به يې ترې غوښتل او خوړل سړی چې به سهار له کوره وتلو، هم به يې له خپلې ښځې د ابۍ پوښتنه کوله، او کله چې به ماښام راغلو هم به يې د ابۍ خاصه پوښتنه کوله يوه ورځ ښځه نغري ته د غرمې ناسته ده ډوډۍ پخوي، سمساره څنګ ته ورغلې، ښځې ورته يو چنډه ډوډۍ اچولې، هغه يې چې خوړلې، بيا بيا څنګ ته ورغلې، آخر ښځه تنګه شوې، په سمسارې يې د اورلړوني ګوزار کړی، سمساره يې ځای پر ځای فيصله کړې، ښځه سخته ستومانه شوې، ټوله ورځ يې په خفګان تېره کړې چې ماښام به مې مېړه ته څه ځواب ورکوم، ماښام يې چې مېړه راغلی، لومړۍ پوښتنه يې د ابۍ کړې، ښځې يې په غمجنې او ژړغونې لهجې ورته ويلي چې دغسې کيسه وشوه، ابۍ خو رانه مړه شوه سړي...

Da Suliman AS Qessa Aw Darogh. Pukhto Qessa

 Da Suliman AS Qessa Aw Darogh. Pukhto Qessa وایي سلیمان علیه السلام خدای ته وویل مخلوق ته یې ډوډۍ کوي، خدای ورته وویل لومړی د سمندر مخلوق ته ډوډۍ وکه ـ وایي سلیمان علیه السلام څو میاشتې په سوونه کلومیترہ سیمه غټ ـ غټ دیگونه باندې کړي وو کله چې تیار شول؛ یو ماهي راووت،ټول خواړه یې یوه مړۍ کړل، فکر کوم چې سرہ له دیگونو به یې خوړلي وي که په هر حال! چې خبر یاست، دا کیسه دروغ دہ ۔ قاری الطاف ادیزئی

Thread, Needle And Mother. Pashto Story

 Thread, Needle and Mother Love. Pashto short story about Mother's Love. د تار او ستن کیسه د اولاد د شفقت او مور د غضب نادرکیسه_ګۍ    ول مور مې غږ راوکړ چې راشه دا ستن کې تار راته وپېیه! دا مهال ما ته د یوه هوښیار خبره رایاد شوه، هغه داسې چې کله دې مور په ستن کې تار پېیل درنه وغواړي، نو تار دستې مه ورته په کې اچوه، بلکې څه ځنډ پرې وباسه، ځکه که ژر یې په کې واچوې هغه به ګومان وکړي چې دا بوډۍ شوې ده، نو خاطر به یې ولویږي او که څه وخت پرې وایستل شي، ګومان به کوي چې دا کار سخت دی      دی زیاتوي چې له دې امله مې لیږ ځنډ وکړ خو ناڅاپه مې څټ کې سخته تودوخه احساس کړه، مورجانې مې بې رحمه څپېړه راحواله کړه او ورپسې زیاته یې کړه: ړوند یې که څه درپېښه ده؟! دې نیټ او موبایلونو خو برباد او هلاک کړئ، ستن کې د تار پېیلو خیر هم نه شئ رارسولئ Pashto Times Mother Love Story. Pukhto Qessa da Moor Meena. Thread, Needle and Mother Love. Pashto short story about Mother's Love.

The Story of Nasar Khesro and Cobbler In Khurasan. Translation

 Nasar Khesro and Cobbler In Khurasan. Pashto Translation. ناصر خسرو د مکې او مصر د سفرونو په مهال يو ځاى د يوې پېښې په اړه ليکي : د خراسان په بازار کي يو ځاى د بوټ ګنډلو لپاره موچي ته ودرېدم. ناڅاپه د بازار په يوه برخه کي خلک سره راغونډ سول. ډېره غوغا وه اکثره خلکو هغې خواته منډي وهلې.. موچي هم زما بوټ کېښود هغه لور ته يې منډه کړه. زه په تمه وم.  څه وخت وروسته موچي راغلى په لاس کي يې د تازه غوښي ټوټه وه چي وينه ترې څڅېده. ما د غوښي په اړه ځيني وپوښتل نو په وياړ يې ځواب راکړ چېرته چي موږ په منډه ورغلو هلته مسلمانانو ته د ناصر خسرو شاګرد په لاس ورغلى. مسلمانانو هغه د ثواب په نيت او په اسلامي جذبه باندي مردار کړ او د هغه جسم مو ټوټه ټوټه کړ. د الله تعالى په دربار کي د ثبوت او تبرک په نيت د هغه زده کوونکي د بدن ددې ټوټي په ترلاسه کولو کامياب سوم ما په زړه کي د خداى شکر ادا کاوو چي هغه نده خبر چي ناصر خسرو په خپله دلته ولاړ دى. چي زما د شاګرد دا حال ده نو زما به څه حال و ژباړه By Muhib Rahmati. Nasar Khesro and Cobbler In Khurasan. Pashto Translation

Khar, Baam Aw Ghojal. Pukhto Qesa

 Khar, Baam Aw Ghojal. Pukhto Qeesa by Sharar Safi د لومړي ځل لپاره یو سړي له بهر نه خر راوست، له ډېرې خوشالۍ نه یې بام ته وخیژاوه، لارې او ګودرې ورته ورښایي: هغه لاره د سوداګرۍ مارکیټ ته وتلې، دا بله لاره هم د سوداګرۍ بازار ته وتلې ده ... او هاغه دریمه لار خو وینې هغه هم د سوداګرۍ بازار ته ورغلې ده د لمر سترګه پریوتله، سړی نیت وکړ چې خر له بامه ښکته کړي او غوجل ته یې ننباسي، خو خره دا کار د ځان لپاره توهین وګانه، پښې یې ټینګې کړې، سړي څو ځل کوشش وکړ چې ښکته یې کړي، خو خر به د چا پلار له بامه راکوز کړي، په بام یې خرتکې شروع کړې ټول کور خوځېده، په چت پرتو وینو خوړلو لرګیو نور تاب نه لاره، سړی په منډه کور ته کوز شو، مېرمن یې له مټه ونیوه، له کوره یې وویسته څو شیبې وروسته چت راوغورځېد،  کور وران شو او خر مړ شو، سړی د خره سر ته ودرېده ویې ویل په خدای ټوله غلطي زما وه، ستا ځای غوجل و خو ما چټې بام ته وخیژولې عبرت ډېره سخته ده چې خره له موقفونو را ښکته کړې.. پړه د هغه چا په غاړه ده چې دلته یې خېژولي وي.. نا اهلو ته چارې سپارل به د کور چت هرمرو راغورځوي Pashto Times. Bam, Khar aw Gho...

The Miser Man On The Earth. Pashto Blog

 The Most Miser Man on The Earth? By Sharar Safi. د نړۍ کنجوس سړی *میرچن ترانسیسکو  د نړۍ تر ټولو د شوم سړي لقب ګټلی و... لباس او خوړو ته یې هيڅ ارزښت نه ورکاوه، پتلون ته به یې پیوندونه پراته وو، د کرسمس په اختر کې یې ملګرو یو جوړ نوی لباس ورکړ، څو یې په دې طریقه پوه کړي چې دی ډېر کنجوس سړی دی، کله چې له رخصتۍ نه راستون شو، هم هغه زوړ لباس یې پر تن و، ملګری یې خبر شول چې ورکړې جامې یې د انترنت له لارې پلورلې وې د هغه له مړینې وروسته خلک پوه شول چې میرچن د هغو سازمانونو لپاره تر ټولو زیاته بسپنه ورکونکی و چې د بې کوره ماشومانو ساتنه کوي، او د هغه بسپنه  19 مليونه ډالرو ته رسیده   دې سړي په کومه فلسفه کې ژوند کاوه؟! خپله ټوله خوښي یې د بې کوره ماشوم له یوې خولې موسکا ځار کړه د هیچا په ظاهر حکم مه کوئ کوم خوند او رڼا چې د بیوزله په موسکا کې پر ته ده په الماسو کې هم نشته Pashto Times. The Most Miser Man On The Earth.  The Miser Man Story In Pashto. Pashto Stories. Kanjoos, Miser, Shoom In Pashto. Miser meanings In Pashto کنجوس یا شوم Kanjoos Or Shoom د نړۍ تر ټ...

Mehmood Ghaznavi, Behlool and Butchers. Pashto Story

 Mehmood Ghaznavi, Behlool and Butchers. Pashto Story. وایي چې ...!! سلطان محمود غزنوي خپل ورور بهلول  ته وویل چې ولاړ شه د قصابانو د ترازو تیږې چې غوښه پرې تلي، وګوره که د چا ډبره  کمه وه له ځانه سره یې راوله چې سزا ورکړو. بهلول ومنله، بازار ته روان شو، د اول قصاب تیږه یې چې وکتله ډېره کمه وه ، له قصابه یې پوښتنه وکړه ، ژوند دې څنگه تېرېږي؟ قصاب وویل ، نن وي که سبا خلک به واوري چې دا چاړه به مې په خپله سینه کې ننه ايستلې وي، له ژونده همدومره په تنګ یم!  بهلول ترې روان شو، د دويم قصاب کاڼی چې يې وکوت، دغه هم تر خپلې اندازې يو څه کم وه. بهلول پوښتنه ترې وکړه ، ژوند څنګه تېرېږي؟ قصاب په ژړا شو، ویل یې کاشکې خدای پاک بېخي نه وای پیدا کړی. ډېر خراب، ستړی، نارامه او بې‌عزته ژوند مې دی! بهلول ترې روان شو. د درېیم قصاب تیږه یې وکتله، وزن یې پوره و. له قصابه یې وپوښتل؛ ژوند څنګه تېرېږي؟  قصاب وویل؛ شکر الحمدلله ډېر ښه ژوند مې دی، تر ډېرو خلکو مې اولادونه، ښځه، کور، مال او ملک ښه دی، ډېر خوشاله یم! بهلول ترې روان شو، کله چې سلطان محمود ته ورسېد، سلطان پوښتنه ترې وکړه؛ د ...