Babara Massacre Details, Reasons and Impacts On Politics. History Of Babara Charsada 12 August 1948. چارسدې خونړۍ واقعه « د جناح او قیوم حکومت جوړ ه کړی وه ». دا پېښه داسې وه د صوبي خدائي خدمتګارو دا فیصله کړی وه چی په (۱۲) اګست د (1948) کال به « موږ د باچاخان د ګرفتارۍ برخلاف احتجاجي جلسه په غازی ګل بابا کې کوو. او حکومت دا فیصله کړي وه چې تاسو دغه جلسه نه شې کولی یعنی د خپل لیډر سره د زیاتي کولو برخلاف تاسو اواز نه شئ ویستی. خو خدایی خدمتګار چرته منع کیدل. د ۱۲م اګست د شپې په زرګونو خدائي خدمتګار د پیښور، نوښار، صوابۍ، هشنګر او د صوبي د ګوټ ګوټ نه راوچلیدل اګرچې حکومت اکثری لارې بندي کړي وی. ټریفک یې بند کړی و خو د دغې باوجود په زرګونو » سرتیرو ځانونه چارسدې ته ورسول، « سحر وختي چې خلکو اولیدل نو د غازي ګل بابا په جومات مشین ګنونه لګیدلي وو . او د فرنټیر فورس ځوانان په ډیر لوی شمیر کی د جماعت په احاطه د پاسه او چاپیره ولاړ وو او په ټوپکو او مشینونو یې ګوتي ایښې وی. د چارسدې ناکه بندي شوی وه. نه دننه نه څوک بهر ته تللی شو او نه د بهره دننه راتلی شو. جلوس په بابړه کې د...
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.