Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Kidneys

Villagers With One Kidney. Selling Kidneys In Afghanistan.

  Villagers With One Kidney. Selling Kidneys In Afghanistan. One Kidney Village In Herat Afghanistan. په افغانستان کې غربت خلک دې ته اړ کړي چې پښتورګي وپلوري، په هرات کې د 'یو پښتورګو' کلی! وزګار او په پورونو کې ډوب افغان نورالدین چې کله پوه شو چې د خپلو ماشومانو د پالنې لپاره د پښتورګو له پلورلو پرته بله چاره نه لري، نو چمتو شو چې خپل اندام قرباني کړي  د  AFP  خبري اژانس په وینا، دا عمل د افغانستان لویدیز ښار هرات ته خپور شوی، چیرې چې نږدې استوګنځي ته "د پښتورګو د ناروغانو کلی" ویل شوی  د ایران پولې ته څېرمه د ښار یوه اوسېدونکي نورالدین ای اېف پي ته وویل، "ما باید د خپلو ماشومانو لپاره دا کار وکړ."  ما بله چاره نه درلوده.»  په هېواد کې بشري ناورین په داسې حال کې په خپل اوج کې دی، چې د تېر کال په اګست میاشت کې د اشرف غني د حکومت له نسکورېدو او د طالبانو له راستنېدو راهیسې له څو لسیزو کړکېچ سره مخ دی.  له افغانستان سره بهرنۍ مرستې چې دغه هېواد یې یو څه ملاتړ کړی و، د طالبانو له راتګ وروسته کمې شوې او دې ټول وضعیت د نورالدین په څېر افغانان سخت اغېزمن کړل، چې خ

Gallstone. Stone In Liver Explained In Pashto by Dr. Deedar Yousafzai.

 Gallstone. Stone In Liver Explained In Pashto by Dr. Deedar Yousafzai. #_د_تريخي_کاڼي تريخے د انسان ښۍ طرف ته د اخري پختو نه لاندې د يوې نسکورې ناشپاتۍ پۀ شان د ډنډر نه ځانګي - د تريخي کار دا وي - چې اينه liver کومه مایع خارجوي - هغه پۀ تريخي کښې جمع کيږي - او بيا د خوراک د هضمولو له پاره ترې لږه لږه د کولمو اولې برخې ته ليږي - کله چې اينه ډېر کوليسټرول خارجوي يا د وينې يوه ماده‌ بليروبين زيات خارجوي - نو تريخي ته راتلونکي دغه مايع نوره هم ټينګه شي - او د وړو شږو يا د ګټو شکل اختيار کړي - د خپل روټين خوراک پاتې کول ، يو دم ډېر وزن کمول ، پۀ خوارک کښې فائبر کمول يا د وزن زياتوالے د دې کاڼو د جوړېدو سبب کېدې شي -  د ځينو خلکو تريخے د کاڼو ډک وي - خو درد نه کوي او څۀ تکليف ترې نۀ وي - او ځينې وخت يوه ګيټۍ هم انسان د ډېر تکليف سره مخ کړي - د هغې وجه د کاڼي ځائے دے - تر څو چې ګټۍ پۀ دې ډنډر کښې نۀ وي نخښتي - نو درد يا ،تبه يا نور تکليف نۀ محسوسيږي - ځينې وخت پۀ خلکو د وقفې وقفې سره درد ځي او راځي - دا وقفه د ګنټو نه راواخله تر مياشتو پورې هم کېدے شي - د هغې وجه هم دا وي - چې دغه ګيټۍ د وجو

Kidney Stone. Kidney Stone Explained In Pashto.

 Kidney Stone. Kidney Stone Explained In Pashto.  By Dr. Didar Yousafzai د_ګردو_کاڼي د ګردو يا پختورګو د ګيټو متعلق اکثر د خلکو دا سوچ وي - چې ګنې زمونږ د څښلو پۀ اوبو کښې نرۍ شږه وي - هغه پۀ ګردو کښې جمع‌ شي او ګيټۍ يا کاڼي ترې جوړ شي - داسې نۀ ده - د چا د څښلو پۀ اوبو کښې کۀ نرۍ شږه وي هم نو هغه کېلشيم کاربونېټ يا سيليکېټ شي - او هغه د معدې پۀ لار نېغ پۀ نېغه پۀ ډکو متيازو کښې بهر اوځي  د ګردو کاڼي پۀ ګردو کښې جوړيږي - ګرده چې تشې متيازې جوړوي - پۀ دې کښې بلها فاضل مادې وي - چې د وجود نه ئې اوباسي - کله چې پۀ متيازو کښې د اوبو مقدار کم وي نو متيازې ټينګې شي او دغه فاضل مادې پۀ يو بل پورې ونخښلي - او بيا ورو رور دومره غټې شي چې د ګردې نري رګونه ئې نشي فلټر کولے - (عموماً پۀ ورځ کښې دولس ګلاسه اوبۀ څښل پکار وي - چې متيازې د تېزابي اثر لاندې نۀ راځي - او دغه مادې پۀ يو بل پورې نۀ نخښلي -    د ګردو کاڼي عموماً درې قسمه وي - کېشليم اکزيلېټ ، کېلشيم فاسفېټ او د يوريک اېسډ کاڼي - خو د ټولو نه زيات تقريباً ۷۰ فيصدي دا اولنے قسم وي - د کېلشيم خوراک د وجود له پاره ډېر مهم دے - مونږ چې کوم پۍ ،