Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Tanz

Tanz Wa Mazaha. Charsi Driver, Judge Aw Pukhto Latifa.

Tanz Wa Mazaha. Charsi Driver, Judge Aw Pukhto Latifa. مزاح هم د ادب برخه ده ، یؤ چرسي ډېر خلق په ګاډي مړه اؤ زخمیان کړل ـ جج ته پېش شو ـ جج ترې تپوس وکړو ،چې دا دې ولې وهلي؟ دۀ ورته وئیل.. صېبه! د ګاډي بریک سم کار نۀ کوو، مخامخ نور ګاډي وو ـ یؤ خوا یؤ کس ؤ اؤ بل خوا د وادۀ ډېر خلق وو ـ نو تۀ وایه ما به ګاډے کوم خوا ته بوتلو؟ دغه یؤ کس طرف ته کۀ ډېرو طرف ته؟  جج ورته وئیل یؤ کس به دې وهلے ؤ ، دغه نور دې ولې وهل.....؟ چرسي ورته وې....  هم دغه یؤ کس مې وهلو کنه.... خو دۀ... د وادۀ خلقو طرف ته منډه کړه ـ ما پسې هم ګاډے هغه طرف ته وزغلوو... / اردو نه ژباړه/ترجمه . عدنان خیالي ۲۰۲۰

Afghans Are The Real Problem Of Afghanistan. Pashto Blog

 Pashto Blog By Esmat Qani Essa Muhammad. حکمرانان نه دي ملامت  اصلي خبره داده چې موږ هسي بې توله او بې تاله خلک يو ، چنجن او ژوالن موزيان يو  دسقاو زوى مو دحاکميت دبيرغ تر منار لاندي چرګان جنګول  موږ ورته والاحضرت ويل   نادرخان چې به غصه شو نو يوڅرخي جنرال به يې دتخت او بخت په پښو کې قربان کړ موږ ورته دنجات باچا ويل  دظاهر شاه کاکاګانو په ټول ملت دبيزو بازۍ کولې يوه ته مو خصي صدراعظم ويلو او بل ته مو ولي الله صدراعظم  داود خان چرسي غلام حيدر دلښکر بريځر مقرر کړى وو موږ ورته موسس جمهوريت ويل  خلقيان شنه سوډران وو پر سړکونو مو ښځي او نر ورته رقصول  مجاهدين له پېښوره په غومبر راغلل دنجات زيرى يې راکړ او دممات زيره يې راباندي وويشله  دجوماتونو ملايان او چړيان را غلل دټولي دنيا دشر القاعده يې راته نواله کړه  ټاميان راغلل  په نيکټايي او ګل بي بي يې حکومت راباندي کاوه موږ يې پرضد دملي مقاومت سنګر جوړ نه کړ  بلکه مقاومت په کوټه او پېښور کي ديره ورته اچولې وه او بيګانه ګانو زيره ورته اچوله  له ټول سقوط او مقوط سره به  به بنډلي بابا بنډل بنډل درواغ راته ويل چې زه معامله نه کوم  په يوه هفته کې ي