Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Muntazir Khan Songs

Pasarli Rashi Teer She Mong Paki Deedar Wana Ko. Ghazal Lyrics

 Pasarli Rashi Teer She Mong Paki Deedar Wana Ko. Ma Sara Fikar She Che Yaw Bul Ta Azzar Onako Poet. Rahmat Shah Sayel Singer. Muntazir Khan پسرلے راشي تير شي، مونږ په کښې ديدار اونۀ کو ما سره فکر شي چې يو بل ته ازار اونۀ کو  زما او ستا د ليونو زړونو شريکه درزا  کۀ مونږ قلاره نۀ کو، مونږ به ترې قرار اونۀ کو  منګے ئې سر ته کۀ په تلو کښې ئې همزولو ته وې ګودر به څۀ کو چې ديدن پرې د سرکار اونۀ کو  په فولادي غرونو کښې سرو دشتو کښې لاروه کوؤ چې د جانان زړګي له راشو په کښې لار اونۀ کو مونږ هره شپه ستا د خالانو ذکر فکر کوؤ مونږه يوه شپه هم د زړۀ په لاله زار اونۀ کو  ستا ‌د نظر ستا د بنو دغه بې‌ واره حملې  مونږ به جانانه ستا د دے‌ کاره روزګار اونۀ کو  سائله ژوند به څۀ وي خوند به ئې څۀ، رنګ به ئې ځۀ  چې په سندره کښې هم ‌ذکر دلدار اونۀ کو  ___  غزل  رحمت شاه سائل (يه زړۀ ګورې دلته به ګل نۀ سپړے) Pashto Times Pashto Songs Lyrics. Pasarli Rashi Teer She Mong Paki Deedar Wana Ko. Ma Sara Fikar She Che Yaw Bul Ta Azzar Onako by Rahmat Shah Sayel.  Muntazir Khan Pashto Songs Lyrics 2022