Swabi, History Of Swabi, Name Of Swabi. Why Swabi. Da Swabai Tareekh. صوابې ته صوابې ولې وائي ؟ د صوابې زوړ نوم ،سمه ،وو د تاريخي حوالو نه ثابتېږي چې دلته په صوابې کښې ،سمه ،خاندان ، 2452 ق م، کښې حکومت کړې وو . دغه راز پښتانه د غرئيزې سيمې په نسبت اوارې سيمې ته ،سمه ،وائي د ګډون خلک اوس هم د صوابۍ ميداني سيمو ته سمه وائي . منشي ګوپال داس د صوابۍ په اړه وائي چې ځنې خلک صوابې ته سهابي هم وائي . دغه راز کله چې دلته ،سمه خاندان آباد وو نو په هغه وخت کښې به دلته د ستورو عبادت کېدو چې په عربې کښې هغه خلکو ته ،صابي، وائلې شي پدغه نسبت دې سیمې ته ،صوابي، وائل شوې. ېو سيمه ايز رواېت هم شته چې دلته دوه ورونړه وو د ېو صواب خان نوم وو او دبل منير خان صوابې او مانيرې پدغه نومونو ېاد شوي. جميل ايسپزئې وائي چې صوابې په اصل کښې ، سوها ،او ،بهو، نه جوړ دې سوها ېو عام بوټې دې چې سنسکرت کښې ورته دا نوم وائي او ،بهو ،په سنسکرت کښې ،مېدان ،ته وائي د وخت سره د ،سوهابهو ،نه ،سوابې ،جوړ شو. خېر الحکيم حکيم وائي چې پښتو کښې ،ص، ټکې نشته دا نوم په سين ،سوابې، ده سېوا په سنسکرت کښې ...
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.