Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Hamayun Kaasi

Ahmad Shah Masaood, Afghan Napoleon By Sanday Gall. Book Review

Ahmad Shah Masaood, Afghan Napoleon By Sanday Gall. Book Review By Adv Hamayun Kaasai. دغه کتاب چې مو کوم وخت اخست نو ګمان مو دا وو، چې سېنډي ګال به له خپله ځانه د احمد شاه مسعود بائيوګرافي ليکلې وي. په لوستلو خبر شوم، چې نه داسې نه ده. مسعود له ځوانۍ څخه دا خويي درلود چې خپله ډائري به يې ليکله. د مسعود پر ژوند او په خاصه توګه د انقلاب او د روس له راتګ پس پر جنګ باندې ډېر خوندور کتاب دى. د مسعود نوم د ملي اتل احمد شاه بابا په نوم پسې احمد شاه ايښودل شوى وو.  د کتاب لويه برخه د مسعود په لاس ليکل شوي ډائريز ده. نورې خبرې پر خپل ځاى، خو عجبه خبره دا راته ښکاره شوه چې د ټول جنګ دوران له جنګي ستراتيژي جوړولو سره سره به مسعود رنګا رنګ کتابونه لوستل. کوم کال چې روسيانو د تګ اعلان و کړى، نو خلقو به دا فکر کولو چې باچاهي و نيسو. مسعود تر ټولو اول د استادانو ناسته را و غوښتله او د هغو کمېټۍ يې ور جوړه کړه او هغو ته يې د ماشومانو تعلیم مخ په وړاندې وړلو کار په غاړه ورکړ. بله ناسته يې د کلتور د کمېټۍ را و غوښتله او د کلتور مخ په وړاندې وړلو او خوندي ساتلو په حقله يې کمېټۍ جوړه کړه. Ahmad Shah Masa

Taiwan, China And United States. Taiwan Issue Explained In Pashto

Taiwan, China And United States. Taiwan Issue Explained In Pashto امریکا د چين او تهائيوان تر منځ هغسې شېطاني روانه کړې، لکه د روس او يوکراين تر منځ چې کوله. پوټين تېروتنه و کړه او په يوکراين کشې شکېل شو. د جنګ اتمه مياشت روانه ده، او روس لا د يوکراين په مشرقي سيمه کشې شکېل دى. زيات تاوانونه يې د روس، يوکراين او يورپ دي. بله خوا امریکا په دا جنګ کشې تر دا اوسه خورا ډېره ګټه کړې ده.  د روس ګمان وو، چې دا جنګ به د څلور پنځه هفتو لوبه وي، خو اوس جنګپوهان وايي چې دا لوبه تر کلونو پورې غږېدلى شي. چين تهائيوان خپله برخه ګڼي، او امریکا هوم د متحده چين د پالیسي حمايتي پاته شوې ده. خو اوس امریکا په خوله خو وايي چې د متحده چين پالیسي ملاتړي ده، خو په عمل کشې داسې اقدامات کوي، چې د متحده چين د پالیسي زد کارونه دي. د بېلګې په توګه له تهائيوان سره کاروباري او دفاعي تعلقات ساتل او اوس خو يې حد دا و کړى، چې د امریکا د پارلېمان سپيکر نېنسي پيلوسي د تهائيوان باقاعده دوره و کړه. معنا دا چې په عمل کشې امریکا ثابته کړه، چې دوى تهائيوان د چين برخه نه، بلکې يو آزاد رياست يې ګڼي. اوس چې دا دوره ختمه شوې ده،

Pakistanis Visit To Israel Explained In Pashto. Israel And Pakistan

Pakistanis Visit To Israel Explained In Pashto. Israel And Pakistan By Adv Hamayun Kaasai د اسرائیل وزیراعظم ويلي دي چې له پاکستان څخه وفد ورغلى دى. دا اول ځل دى چې له سرکاري پلوه تصدیق شوى دى، هسې پټ تعلقات له وختونو روان دي. له اسرائيل سره د پاکستان اړيکې زړې دي. دا وخت چونکې د ابراهيميک اېکارډ خبرې روانې دي. يعنې د ابراهیم على سلام او د هغه د اولادونو پر بنياد د يو والي او اتحاد خبرې روانې دي. په دا کشې تر مزهبي زيات نسلي اړخ اړين دى. عرب او يهود وايي موږ دواړه د يوه ابراهیم اولادونه يو نو بيا جهګړه او اختلاف د څه? دا اتحاد په خاصه توګه د ايران او بله خوا به د چين پر زد به ډېر کارګر وي. دغه پاکستانيان بيا هغه د پښتو په مثال، چې ما مه شمېره در ګډ يم. دا بيا په مزهبي بنيادونو ځان ور ګډوي. خو يوه خبره څرګنده ده چې د هند پر زد دوى ته دا ملګرتیا يوه ګټه هوم نه شي رسولى. البته د ايران پر زد به د ده خاوره هتمن کارول کېږي. دغه ابراهيميک اېکارډ پاکستان ته پمله برابره کړې، چې له اسرائيل سره پخپلې پټې اړيکې نورې اولسي کړي او خلق ورباندې خبر شي. د عربو د ملګرتیا پس اولسي فشار به هوم کم شي. البت

China Taiwan War After Russia Ukraine War. Pashto Analysis.

China Taiwan War After Russia Ukraine War. Pashto Analysis.  By Adv Hamayun Kaasai لکه څه رنګه چې امریکا روس او يوکراين جنګ ته و هڅول او په جنګ کشې را ګير کړل، هغه شانتې امریکا اوس تهائيوان او چين جنګ ته هڅوي. اوس به دا کتل وي چې چين هوم هغسې ځان شکېلوي او خپل پر ملت بمونه غورځوي، لکه روس چې خپل د زاړه وجود برخه يوکراين سره و کړل. او که نه چين داسې نه کوي ورځ تر بلې لوبه په تودېدو ده. د روس او يوکراين د جنګ تاوان د دغه دوو ملکونو او يورپ دى، خو ګټه يې ټوله د امریکا ده دغه شانتې د چين او تهائيوان تر منځ که جنګ کېږي نو تاوان يې د دغه دوو ملکونو او نورو ګاونډيانو دى، خو ګټه يې د امریکا ده.  امريکا  تهائيوان ته باور ورکړى، چې په جنګ کشې به ورسره ولاړ وي، او دغه باور يې يوکراين ته هوم ورکړى وو China Taiwan War After Russia Ukraine War. Pashto Analysis. Pashto Pedia Pashto Blogs, Pashto Reading, Pashto Learning By Pashto Reading. Pukhto, Pashto Alphabets  By Adv Hamayun Kaasai

What And How Afghans Should Resist Taliban Rule In Afghanistan?

What And How Afghans Should Resist Taliban Rule In Afghanistan? Pashto Analysis About Afghan Crises. By Adv Hamayun Kaasai. د ظالم او مظلوم تر منځ چې کله د لاس نيولو خبره راشي نو د ظالم لاس به نيول کېږي، ظالم ته به د اصلاح خبره کېږي. د مظلوم به ملاتړ کېږي مظلوم ته دا ويل چې د ظالم او قبضه ګر جبر او ظلم ته دي غاړه کشېږدي ځکه چې تاوان رسوي. دا يوه غېر انساني، غېر اخلاقي، غېر اصولي، غېر اسلامي او غېر پښتني رويه ده په افغانستان کشې اولس حق لري چې د آزادۍ او سيالۍ ژوند و کړي، تعلیم، کاروبار او روګاز و کړي. ژوند په خپله طريقه او شرایطو تېر کړي، لکه د نړۍ پرمختللي قامونه چې تېروي نو غږ بايد پر ټاليبانو و کړل شي ،ځکه چې دوى نه انساني مشروعیت لري او نه قانوني، پښتني او شرعي. زموږ اکثره خلق غلطه دروازه ټکوي، مظلوم ته وايي چې ته مزاحمت مه کوه. چې مزاحمت نه وي ،نو سيالي امکان نه لري. دا بيا بېله خبره ده، چې څوک د څه شي وس او توان لري. بس چې څوک څه توان لري، هغه بايد خپل توان و کاروي. او بله ډېره غېر اصولي او غېر منطقي خبره ځينې پښتانه دا کوي، چې دا مقاومت افغانستان ماتولى شي. خبره دا ده که خداى نه

What Political Worker Should Know About? Pashto Blog

 Adv Hamayun Kaasi Pashto Blog. What Political Worker Should Know About? Pashto Blog يو سياسي کارکن بايد بنيادي علمونه هتمن لږ او ډېر زده کړي. لکه ټولنيز علم يعنې سوشيالوجي د انسان پېژندنې علم يعنې هيومن سائيکالوجي د مجلس جوړولو، کولو او خورولو علم يعنې د کميونېکېشن علم د سياست علم يعنې پوليټيکل سائينس د قرآن او حديث علم او نړيوالې اړيکې يعنې انټرنېشنل ريلشنز معيشت يعنې اکنامکس او له هغه سره تړلې پوليټيکل اکانومي د دې هر علم مهارت تر لاسه کول امکان نه لري، خو بنيادي پوهه د دا هر علم ترلاسه کېدلى شي سياست له اولس سره تړلى شى دى، او دغه علمونه کارکنان پر دا باندې توانوي چې د اولس تنده ماته کړي او د هغو د بنيادي سوالونو جواب ورکړي، او مطمئين يې کړي Pashto Times, Pashto Blogs. Politics And Sociology, Politics and Political Economy, Politics and International Relations, Politics and Quran, Politics and Hadis, Pashto Blog

Mazar Parasi. Pashto Article

 Mazar Parasti. By Adv Humayun Kaasi. مزار څله د رجعت علامت دى? زما پر پخواني ليک ځينې تنقيدي ليکنو ته جواب اصل خبره دا ده، چې کم خلق خپل کردار نه لري هغه پر مړو باندې ځان را ټالوي. ځکه دا مزارونه جوړېږي او کله چې ژوندي خلق خپل کردار لري هغه بيا مزارونو ته نه کشېني او پر مزارونو سياست نه کوي اوس چونکې ژوندي خلق زاتي کردار نه لري او پوهېږي چې د دوى په کردار پينځه کسان نه ورسره ملګري کېږي، نو ځانونه يې پر مړو باندې را ټال کړي دي ځکه وايم چې مزار د رجعت علامت دى، چې له ځانه او له نورو ژونديو څخه ناهيله شوي خلق تل له مړو او د هغو له قبرونو څخه هيله ساتي ژوندي خلق او ژوندي قامونه يقينن پخواني اتلان او د هغو مبارزه په يات ساتي، ځکه چې مهم هم هغه نظريات، هغه مبارزه او هغه افکار وي. ځکه چې اتلان خپل د کړي کردار په وجه ژوندي وي او تلپاته وي، هغه مزارونو ته اړتیا نه لري. که يې د قبر ځاى مالوم وي بس دغه لويه خبره وي بل ځکه هم وايم چې مزار د رجعت علامت دى، چې پر مزارونو ناست منجاور او زائرين يې له مړه څخه غواړي، چې ګوا په موږ ژونديو کې يو کرامات نه شته، چې خداى زموږ فرياد واوري، نو مړ کس ته د سفار