Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Shayeri

Ghani Khan Nazam. Be Malika Kor. Lyrics of Ghani Baba

 Khalak Hum waye che shta day Zra me hum wayi che ye ta, kho Jehan di Dase Khakri. Laka be malika koor. Ghani Khan Nazam خلق وئ راته چې شته دې    زړه م هم وائى چې ئې ؛ خو جهان د داسې ښکارى      لکه بې مالکه کور ستا د خپلې خلې دښمن له    خوشحالى ؛ مينه آرام دې ستا آشنا له تنهائى ده           تهمتونه او پيغور ؛ که دې زړه کښې هم څوک ياد کړى در په در خاورې په سر شى ستا دښمن خان د خانانو ستا آشنا زير او زبر شى ستا رښتيا ستا ښه او مينه      په همه ؤ کښې تاوان دې ستا تلاش يو ليونتوب دې       ستا يارى د غم طوفان دې امتحان څومره سنګين دې       ډير کمزورې ستا انسان دې د لوګى په بنيادونو                 جوړ د شنو ګټو مکان دې ستا خليل د خپو د لاندې د نمرود د غلام وينم د خيام لاس کښې کچکول دې ؛ د دلا لاس کښې جام وينم خانه مه م جنګوه نور              هسې نه چې بګيلې شم چې خمار او سرور ورکړم         آسرې طمې مرنې شمسی ستا ملا وائې په چغو چې تش سخات او زکات غواړې خواښ دې غټ غټ خيراتونه پوخ او سپين شان جمات غواړې وئ قانون دې د منات وى         ته تش نوم د منات غواړې وائى نه غواړې جنون ته          تش رکو

Saud Bangash Ghazal. Pashto Poetry Lyrics

 Saud Bangash Ghazal.  چې  تېر  شـوی  پــر ځیګر  د  پښتنو  دی خـوښ  همـدا،  نفاق  خنجر  د  پښتنو دی خوشال خان غريب به خاورې بریالی شي چې  مـغلو  درست  لښکر  د   پښتنو   دی تش  پـه  خوله  تر  مارګلې  د  پښتنو  ده تش  په  خوله  باندې  خیبر  د  پښتنو دی زه  هم  وایم،  تـه  هم  وايې،  پر  درواغو چې  دا  کـوېـټـه،  پـېـښـور  د  پښتنو  دی نــړیــوالــو  شـیـطانــانــو  پـــه  ولکه  کې د  بــابــا  د  غــرو،  هر  سر  د  پښتنو  دی خـامخـا  بــه  بیا  راخېژي ، دا  قانون  دی غروب  شوی  که  سپين  لمر د  پښتنو دی ګاونډیان يې ټول د امن پر ساز رقص کړي تش  پــر  خــونـه  شوروشر  د  پښتنو  دی اې  سـعـوده! که  هـر  څـومـره  فولادي  و سـوری  شــوی  اوس  ټـټـر  د  پښتنو  دی سعود بنګښ  ۲۷/۱۱/۲۰۱۶ Pashto Times. This Pashto  Poem Includes Margala, Pekhawar, Khyber, Pukhtana , Quetta, Mughals and Khushal Khan Khattak