Da Shaheed Bashir Bilour Kamis aw Pukhto Tapa Hamdard Yousafzai څو کالہ وړاندې باچا خان بابا مرکز ته تلے وومه ،پښتون ميګزين دفتر کښې حيات روغاني صېب سره ناست وومه ،بلا ګپونه مو اولګول ،څه وخت پس راته حيات لالا وې ته راشه لږ باهر ځو ،مونږ د پشتون ميګزين د دفتره راووتو ،حيات لالا يوې کوټې ته دننه شو وې ته راشه دا وينه ،مخامخ په هنګر کښې د شهيد بشير بلور جامې ځوړندې وې !!! مونږ په خاموشې کښې دغه درد او کرب نه تېر شو !!!لالا وې ته ګوره دغه جامو کښې د ګولو او چرو ټول سوري په سينه کښې دي او د جامو شاته مخ سلامت دے دغه جامې ما د هغوي له کوره راوړي دي چې دلته مرکز کښې خوندي وي زه واړندې شوم لاسونه مې رپېدل ...د کوټ سينه غار غار وه ...او شا يې داسې سلامته وه لږ اوس چې استري شوې وي ... ما وې لالا زما په مخ لاړې راتو کړه که مې د ننګ ګولې په شا خوړلي وينه Da Shaheed Bashir Bilour Kamis aw Pukhto Tapa. Remembering Shaheed Bashir Ahmad Bilour By Dr. Hamdard Yousafzai. Shaheed Bilour Shirt in Museum at Bacha Khan Markaz Peshawar.
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.