Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Dua

Mumtaz Orakzai Pukhto Ghazal. Dua Khudaya

 Mumtaz Orakzai Ghazal. Khudaya خــدايه! پۀ دې دنيـا جنت ورکړه چې موږ نۀ وژني دې مــــزدورانو ته اجرت ورکړه چې موږ نۀ وژني افغانـــــــــــــــستان تـــه ورته را وله د حورو رمې سم يې ماړه کړه دا لذت ورکړه، چې موږ نۀ وژني د کـــونړ سيــــند کړه ورته سيند د مستو سرو شرابو او بيا د څـــــــــښلو اجازت ورکړه، چي موږ نۀ وژني دوی ته بنـــــګلې ورکړه، موټرې ورکړه هر څۀ ورکړه دوی تــــــه ډالرو کې دولت ورکړه چې موږ نۀ وژني د مــــياشتې، میاشتې نا، د ورځې پۀ معاش يې ساته رحيـــــــــمه! خدايه قناعت ورکړه، چې موږ نۀ وژني دوی بصـــــــــــــــارت او بصيرت نۀ غواړي، څۀ يې کوي دوی ته ښکاره عيش او عشرت ورکړه، چې موږ نۀ وژني د ګناهـــــــــــــــګار ممتاز دعا ده، آمين څوک ووايي؟؟ ربــــــــــه هر څۀ پۀ خپل قدرت ورکړه چې موږ نۀ وژني ممتاز Pashto Times Tags. Mumtaz Orakzay Pukhto Ghazal. Dua By Mumtaz Orakzai. Khudaya Nazam By Mumtaz Lala. Pashto Dua. Mumtaz Orakzai Kalam about Afghanistan. Afghanistan ta dua. Pray for Afghanistan. Ghazal. Pukhto Dua Shayrri. Pashto Ghazal 2022. Mumtaz Orakzai 2022 Puk