Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Sister

Pashto Story. Sisters Love For Brothers. Pukhto Qessa

Pashto Story. Sisters Love For Brothers. Pukhto Qessa د خور د واده مې شپږ کاله ووتل خو زه يې کله کور ته نه وم تللی ، مور او پلار به مې کله کله اختر يا هم برات کې ورتلل ، يوه ورځ په خپل اطاق کې ناست وم چې ښځې مې راته په خبرو پيل وکړ ، سړيه خفه نشې خو دا ستا خور چې دلته راځي بچي يې د ټول کور حالت خراب کړي ، خرچې ډبلې شي او کور هم ګډ وډ کړي، او ستا مور خو نو کله مونږ نه پټ ورته د صابون پاکټونه په پنډ کې ږدي کله ورته کالي ورکوي او کله خو لا ورته د وريجو څخه يې هم پلاستيک ډک کړی وي نو ته داسې وکړه چې مور ته دې ووايه دا خو زمونږ کور دی کوم د خيرات او زکات مرکز خو نه دی دا کارونه دې نور دلته نه کوي...!  د ښځې په دې خبرو سره مور ته ډير غصه شوم چی په دې سختۍ يې زه ګټم او مور يې خور ته مې ورکوي ..! ورځې تيريدې چې يوه ورځ مې خور کور ته بيا راغلې وه وړوکي بچي يې د ماما کور په ګڼلو او خوشحالۍ له وجې منډې رامنډې وهلې چې د ټي وي ريموټ يې مات کړ زه مې مور ته ورغلم ورته مې وویل چې خور ته مې ووايه دلته صرف د اختر په ورځو کې راځي او بس نور دې نه راځي! او مورې دا ته چې کوم صابون وريجې او د کور سامان ورکوې