Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Heavens

Letter From Heaven. Riaz Tasneem To Hamdard Yousafzai

Pashto Letter From Heavens      (Paradise) Letter From Riaz Tasneem To Dr. Hamdard Ysz. د ریاض تسنیم خط  ————————————————————————— له جنته  د دسمبر څلورمه دوه زره یوویشت یه هلکه ښارښتي !  دا دی نن څلور کاله پوره شوه . هر څه هم هغه شان زما د سترګو سترګو کېږي لکه دا ننې ورځ .. د سول هاسپتال نه د اغا خان پورې هغه د نومبر ورځې اوشپې او بیا د ځلورم دسمبر هغه دردیدلی سحر ته چې دغه شپه زما نه لاړې نو ما زړه کې وې چې کاش دې ښارښتي ته پټ غوږ کې اوایم چې هلکه روان یم دا شپې هم دلته په دې بینچ راسره اوکړه خو موقعه نه وه مشره خور مې داسې جوخته د کټ سر ته ناسته وه چې ما هډو ګوښ نه شو کولې . ته خو په دغه نزاکتونو ځکه پوهه وې چې خپله ډاکټر وې داسې شړق شړق چې د پاڼې اړولې او چې یو ټیسټ باندې دې سترګې ښخې شوې نو بیا خاموشي شوه ما جوړې دغه لکه چې ویزه ده . ته چې په یوه منډه د ډیوټۍ ډاکټر خواته لاړې او هغه تا سره راغی دغه وخت ما وې هلکه تسنیم لکه چې قیصه بیخي سمه ده . ما دغه وخت هم سوچ کوو چې ژوند څومره بې معنې دی . راشه ، لاړ شه .. پرواه مې ګورې بیخي هم نه وه مرګ ما څو څو ځله لیدلی و کله به یې ماله څپېړ