Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Janan Pashto Poetry

Janan Pashto Drama By Alamzeb Mujahid Popularity Today

Pashto Drama Janan Is Still Getting High Search Volume Even After 26 Years. Pashto Drama Review Info. جانان پښتو ډرامه دا پښتو ډرامه د نن نه شپګویشت کاله وړاندي په کال ۱۹۹۶ کښي پاکستان ټیلی وژن پیښور سنټر جوړه کړي او نشر کړي وه. هم دا جانان ډرامه وه چي نوموړي ستوري عالمزیب مجاهد پکښی خپل تل پاتي کردار د جانان په نوم ترسره کړے وو او هغه ورځ او دا ورځ چي عالمزیب مجاهد نن هم د جانان په نوم تر ټولو زیات پیژندلی شی که څه چي ښاغلی ددی وړاندي هم په سټیج او ټي وي ډرامو کښی کار کړي وو. د جانان پښتو ډرامی د مقبولیت لوي ثبوت هم دا دی چي نن هم په انټرنیټ ددي سرچ کوونکي او کتونکي د لکونو نه بلکي د ملینونو په شمیر شته. جانان پښتو ډرامه کښي د عالمزیب مجاهد تر څنګ سیدرحمان شینو، عمر ګل چنی خوندور کردارونه لوبولي وو. دا ډرامه خداي بخلي محمد اعظم اعظم لیکلی وه او فرمان الله جان راجوړه کړي وه. دا لنډ لیک ما په پښتو ویکی پیډیا هم خپور کړی. مننه Pashto Drama Janan Is Still Getting High Search Volume Even After 26 Years. Pashto Drama Review Info. Pashto Pedia Drama Review Janan.

Za Pa De Pa Haghe Na Yam Che Masjid Ka Buthkhana Da. Complete Lyrics

 Za Pa De Pa Haghe Na Yam Che Masjid Ka Buthkhana Da. Complete Lyrics By Zareen Pareshan. زه په دې په هغې نه یم، چې مسجد که بتخانه ده چې جانان پکې اوسیږي، هم هغه زما کعبه ده د مذهب بنیاد پرستو د انسان خونریزي بند کړئ لوي مذهب انسانیت دی، محبت لویه سجده ده چې په اور راته مخ تور کړي، بیا مې ټيټې سترګې بیایي زه به هغه جنت څه کړم، چې دوزخ یې دروازه ده ستا د حورو له دونیا نه، دلته بله دونیا هم شته لیوني ته یوه پیغله جينۍ ناسته په اسره ده شیخ چې دېرش روژې پوره کړې،نو په ږیره یې لاس راښکو دې ته نه ګوري د وږیو چم کې، هره ورځ روژه ده ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ستا اوچت اوچت بانګونه ستا اوږده اوږده لمانځونه ستا روژې او ستا حجونه ستا تسبې او ستا ذکرونه ستا په تخرک کې کتابونه ستا منبر باندې وعظونه زه منم دا هرڅه ښه دي،په دې ته جنت ته رسې ولې ماته پکې څه دي؟په دې ته جنت رسې ته هم دلته جنتي يې ته هم هلته جنتي يې هلته حورې ګل خوبانې دلته مستې شاګردانې هلته یخ شراب جامونه دلته ګرمې حلواګانې زه هم هلته دوزخي يم زه هم دلته دوزخي يم نه زه دلته جنتي يم  نه زه هلته جنتي يم د ژ

Ajmal Khattak, King Zahir Shah, Raj Wali Shah Khattak

Ajmal Khattak, King Zahir Shah, Raj Wali Shah Khattak  نــه خــو د ديــن نــه د سـادين پاتې شوو  نـــه کـلـه ښــي نــه هـم کـيـڼ پـاتـې شـوو  شـاتګ مو پرېښود پرمختـګ و نـه شــو  نه خو دروغجن وو نه رښتين پاتې شوو اجمل خټک د اجمل خټک د تلین په مناسبت انځور د محترمې میرمن پروین ملال له وال څخه کاپي شوی، ( اجمل خټک او راج ولي شاه خټک او د ملت بابا اعلیحضرت محمدظاهرشاه) Pashto Times. Ajmal Khattak Baba Pashto Poetry. Pashto Ghazal, Pashto Sherona, Pukhto Sherona, Ajmal Khattak With King Zahir Shah. Ajmal Khattak, King Zahir Shah, Raj Wali Shah Khattak

Ghani Khan. Pashto Two Lines Pashto Poetry By Ghani Baba

 Ghani Khan. Pashto Two Lines Pashto Poetry By Ghani Baba ګوره اسمان  کښې  سپوږمئ  روښانه ما   ته   وى   واخله   خله  د  جانانه دوه  ورځې  ژوند  دې اې غنى خانه د  مستئ  ورځې  د   شمار  پرتې  دى شاعر : غنی خان 𝐆𝐡𝐚𝐧𝐢 𝐊𝐡𝐚𝐧❤️✨ Gora Asman Ki Spogmai Rokhana Mata Wai Wakhla, Khula Da Janana Dwa Wraze Jwand Day A Ghani Khana Da Mastai Wrazi Da Shmar Prati De. Ghani Khan Pashto Poetry In Roman And Pashto Text. Pashto Times, Pashto Shayeri, Pukhto Kalam, Pashto Ghazal, Pashto Nazam, Pashto Lines, Pashto Poetry For Facebook, SMS, Pashto SMS, Pashto Status. Ghani Khan. Pashto Two Lines Pashto Poetry By Ghani Baba Pashto Times, Pashto Shayeri, Pukhto Kalam, Pashto Ghazal, Pashto Nazam, Pashto Lines, Pashto Poetry For Facebook, SMS, Pashto SMS, Pashto Status. Ghani Khan. Pashto Two Lines Pashto Poetry By Ghani Baba Pashto Sherona 2022. New Pashto Sherona, Pukhto Sherona. New 2022 Pashto Sherona. Sherona Aw Ghazalay.  Pashto Sherona Aw Ghazals New 2022. Waya Waya Mulla Jana by Ghani Khan. P

Ghani Khan Baba Pashto Nazam. Sta Kitab Sa waye Mula Jana

 Ghani Khan Baba Pashto Nazam. Sta Kitab Sa waye Mula Jana 🍁ستا کتاب په دي کي سه وای ‏🍁لږ مي پوی کړه ملا جانه ‏❤️يا خو راشه ګوټ شروع کړه ‏❤️کلار کينه د اسمانه ‏🍂يا خو تله مله نشته  ‏🍂د جمات کږه ډينګری ده ‏🥀يا خو تا څه اکو بکو ‏🥀ايجاد کړي دي د ځانه ‏🥰وران او سم د بل په لاس دي ‏🥰که دا ورانه که ودانه ‏🤌اور او درد او ښاماران به ‏🤌وي چاپيره بيا زما نه ‏🍂🍂غنی خان🥀🥀 Ghani Khan Baba Pashto Nazam. Sta Kitab Sa waye Mula Jana. Ghani Khan To Mulla Jan. Mula Aw Ghani Khan. Pashto Poetry Of Ghani khan Baba. Pashto Times

Da Da Koom Musam Saya Da? Sayadara. Mumtaz Orakzai Ghazal

 Da Da Koom Musam Saya Da?  Sayadara. Mumtaz Orakzai Ghazal. Pashto Poet. Mumtaz Orakzai دا د کــــــوم موسم سايه ده؟ سايه داره چـــــې تنکۍ پاڼې دې اولويدې چيناره مــــزل داسې چې خالي دے له قراره مـــــنزل هغه چې بيخي نه لري لاره ما خـوړلے دے زړه تا پسې بې واره زما شونډې شوې پتري په .ياره،ياره د پــــــښتون بيعه کړه ټيټه له بازاره ډير به خـرڅ شي د سرونو دکانداره تر تا دغســــــــــې راتله کوم دلداره ټټــر،مخ ،او سر وهم په لاره ،لاره د خپل کلي وير کوم ،د خداے د پاره له مـــا څه غواړې د بل کلي هښياره؟ اوس پرې ګــز کيږده زما پروردګاره هر يــو کاڼې له تا غوښتي ده هينداره يو داســـــتان دے،له تڼاکو تر فراره يو داســـتان دے.له اناره تر کوکناره زخـــــــــــــم وړمه ،له باروه،له باداره خورم څپيړې له هر لوري وار د واره په ممتاز دې څه کانې اوکړې بهاره له ازغو اخـــــلي مچکې خود ازاره Da Koom Musam Saya Da?  Sayadara. Mumtaz Orakzai Ghazal. Genre. Pashto Ghazal, Pukhto Ghazal Pashto Poet. Mumtaz Orakzai. Pashto New Ghazal Poetry By Mumtaz Orakzay. Pashto Poems. New Pashto Ghazal 2022 And Pashto

Ogora Dab Dab Zama. Pashto Folk Song Complete Lyrics. Charbeta

 Ogora Dab Dab Zama. Pashto Folk Song Complete Lyrics. Charbeta  دا واخلئ د عبدالواحد ټېکېدار چاربیته وګوره دبدب زما  سل مې په اردل کښې ځي  سل مې غلامان دي، سل اسونه په سل لارې ځي سل په کښې ریبارې ځي سل مې محلونه دي سل مې برجلونه دي سل په کښې ډالونه دي سل په اویزاندې کټارۍ دې د غضب زما وګوره دبدب زما سل دي جلادیان په کښې  سل دي دورانچیان په کښې سل دي نوکران په کښې سل می لګیدلي خنجرونه په اوربل کښې ځي سل مې په اردل کښې ځي سل دې سهیلۍ زما  سل ګډې، چیلۍ زما سل پړي، سیلۍ زما سل مې کجاوې د سلو سترګو راته دارې ځي سل په کښې ریبارې ځي سل مې صفتونه دي سل مې نوبتونه دي سل مې جماتونه دي سل مې شجرې دي، سل کتابه د نسب زما وګوره دبدب زما سل مې سفیرۍ کوي  سل زمیندارۍ کوي سل مې نوکرۍ کوي سل مې په قولبو پسې جامبړې په غوبل کښې ځي سل مې په اردل کښې ځي سل مې ماشومانې دي سل په کښې ځوانانې دي سل مې بوډۍ ګانې دي سل مې مخکې وروستو، سل کم عقلې، سل هوښیارې ځي سل په کښې ریبارې ځې سل د شرافت په کښې سل د شرارت په کښې  سل د حفاظت په کښې سل په کښې د روم دي، سل د ترکو، د عرب زما وګوره دبدب زما سل دي دورانۍ په کښې سل

Pashto Ghazal New By Haseena Gul Tanha 2022. Pukhto Shayeri

 Pashto Ghazal New By Haseena Gul Tanha غزل _ محترمه حسينه ګل محبت نه کوو په دې به هنګامه جوړه شي  سندرې نه وايو ددې نه به لانجه جوړه شي   هغه چې پیغلې قتلوي څوک د رڼا په جرم  زما د ليک نه به ددې ظالم قيصه جوړه شي   زه د محل زه د ماڼۍ غوښتنه نه کومه  کور مې کنډر دى بس ددې دې دروازه جوړه شي ته نو بيا ګوره د هر رنځ علاج به دغه کې وي  مينه ژوندئ  ده  خو په دې دې عقيده جوړه شي   زه ترې بيرغ د خپل زړګي وطن ته خپله ګنډم ماله دې هاغه لوپټه بلها اوږده جوړه شي  - - - اغلې حسينه ګل صاحبه ليک وخت _ ٢٣جنوري ٢٠٢٢ مردان Pashto Ghazal New By Haseena Gul Tanha. Hasina Gul Tanha Pashto New Ghazal. Pukhto Shayeri. Pashto Poetess Sayeda Haseena Gul Tanha Pashto Ghazal 2022 and 2023. Pashto Sherona 2022. New Pashto Sherona, Pukhto Sherona. New 2022 Pashto Sherona. Sherona Aw Ghazalay.  Pashto Sherona Aw Ghazals New 2022.

Sahib Shah Sabir Pashto Poetry Lines. New 2022 And 2023

 Sahib Shah Sabir Pashto Poetry Lines. New 2022 And 2023 د پرهرونو ژبې ګونګې ښه دي  د سترګو توري چې خبرې کوي د خلکو يره يې په سترګو کې وي  چاپېره ګوري چې خبرې کوي  د چنار سيوري له هيبته رپي  د بڼو سيوري چې خبرې کوي  د انتظار مزه په هغه شپه وي  شوګير او ستوري چې خبرې کوي صاحب شاه صابر Sahib Shah Sabir Pashto Poetry Lines. New 2022 And 2023. Pukhto Shayeri. Pukhto Lines. Sahib Shah Sabir Pashto Ghazal. Qamatona Qeyamatuna. Pashto Times Pashto Blogs. "Pashto Sherona 2022. New Pashto Sherona, Pukhto Sherona. New 2022 Pashto Sherona. Sherona Aw Ghazalay.  Pashto Sherona Aw Ghazals New 2022.

Pukhtane Jenakai. Pukhto Ghazal By Wagma Saba Aamir. 2022 Ghazal

 Pukhtane Jenakai. Pukhto Ghazal By Wagma Saba Aamir. New Pashto Ghazal. 2022 غزل یو لاس کې ‌‌‌‌‌‌یې ډال بل کې یې تورې دي خدایه! پښتنې څومره باتورې دي تورې دي که سپينې مرغلرې دي ښکلې جینکۍ لکه کوترې دي څرک د رڼا نشته او بې وسې یم بیا هم حوصلې مې زړورې دي توی به یې کړې ‌‌‌‌‌‌ډېر ازار به وګټې مه خوځوه شکور کې مې ګورګورې دي ټولو نه ظلمونه یې ګاللي ‌‌‌‌‌‌ډېر بیا هم له هر چا نه زورورې دي دوی دي چې رڼا ورسره یون کوي دوی خو دهر دور پيغمبرې دي ستا (سبا) خو لږه بختوره ده نورې خو له دې هم بختورې دي  وږمه سبا عامر پراګ Pukhtane Jenakai. Pukhto Ghazal By Wagma Saba Aamir.

Shah Nawaz Baqir New Pashto Poetry For New Year 2022. Pukhto Ghazal

 Shah Nawaz Baqir New Pashto Poetry For New Year 2022. Pukhto Ghazal تازه په تازه ـــــــــــــــ سـوله غوښتونکـي خلک مـړ اور ته لمنـه وهي څوک چې له ونې تبر جوړ کړي، بيا پرې ونه وهي پښتنـو ستاسـو په ســرونو تجارت روان دى چې مشـران مو شمــلې سـر ته له کفنه وهي  له ډېره درده زه څادر په خوله کې کلک ونېسم يوه جينۍ په زنه خال ځانته په ستنه وهي خدايه! تېره نه جنت جوړ کړې، پکې وچ کاندې بنګ چې د چېلم نه پښتون کش جګ کړي مېرمنه وهي مونــږ د تاريـخ پـه بلا تــل رواياتــونه وژنــوو د خپل نيـکه په امسا بيا يو څوک بړاستنـه وهي ستا د بيلتون په اذيت ولې څوک نه دې قايل؟ په تا پســې سـر او تندى باقــر تـر ننــه وهي #باقر

Muhabatuno Ta Ozgara Na Wa. Pashto Ghazal By Taj Wali Sanam

 Muhabatuno Ta Ozgara Na Wa Zama Khatono ta ozgara Na Wa 2. محبتونو ته وزګاره نۀ ده زما خطونو ته وزګاره نۀ ده د كور كارونه يې پۀ سر پراتۀ دي نورو كارونو ته وزګاره نۀ ده هغه د خان كور كې نوكره جينۍ هغه خالونو ته وزګاره نۀ ده هغه د مينې نه منكره نۀ ده خو قسمونو ته وزګاره نۀ ده هغه نكريزې ګدي د چم جونو ته خپلو لاسونو ته وزګاره نۀ ده سر کې يې ګرځي له زما خيالونه نورو خيالونو ته وزګاره نۀ ده لکه زما کوي روزګار د مينې له نفرتونو ته وزګاره نۀ ده صنمه تاته چې نامه ګل كړي ستا له رومالونو ته وزګاره نۀ ده تاج ولی صنم Pashto New Ghazal 2022 By Taj Wali Sanam. Pukhto Shayeri. Pashto Love Poetry. Tajwali Sanam Ghazal. Pukhto SMS, Pashto SMS Poetry. Pashto Times. Lyrics Of Love in Pashto 

Poem For Pashto Poet Sadiq Jarrak by Aleem Gul Sahar

 Poem For Pashto Poet Sadiq Jarrak by Aleem Gul Sahar. Pashto Poetry صادق انسان ژړک صاحب ته مه ځه مه ځه زما زړه درسره ځي ژوند کې پاتې لږ خواږه درسره ځي دا کرکجن زړونه به مینځو بیا په څه شي په اخلاص وللې اوبه درسره ځي ګوره پاتې شه لا ډیر کارونه پاتې لا ویښ  نه دي، دا ویده درسره ځي د څیرو او د جرګو وریغ یې الوتی رنګ او خوند د پښتانه در سره ځي تروږمۍ ده له موږ لار د وتو ورکه شول بی رنګ ستوري رڼه درسره ځي ١/ ١٠/ ١٤٠٠ انځور د استاد صادق ژړک د ناروغي د وخت دی چې زموږ ښه انځورګر رفیع الله رسولي کښلی۔

Two Lines Pashto Poetry By Sahib Shah Sabir

 Two Lines Pashto Poetry By Sahib Shah Sabir ورېځې راغلې مېخانې ته ځمه خدايه! توبه مې ده توبه ماتوم ساقي په سترګو کې نشه راکوه پياله دې سر وخوري پياله ماتوم  صاحب شاه صاؔبر

Khushal Khattak Baba Sherona. Pukhto Shayeri

 Khushal Khattak Baba Sherona Pashto Poetry په اختر په جمعې څه غرض زما زه مجنون يم سر نيولې په سارا هغه ورځ زما جمعه زما اختر دې چې ديدار راته ښکاره کړي د لېلا خوشحال خټک Pashto Times, Khushal Baba Times. Ghazal Times, Poetry Times, kalam Khushal Baba. 

Ogora Janana. Ghani Khan Baba Pukhto Shayeri. 2022

Ogora Janana. Ghani Khan Baba Pukhto Shayeri. 2022 اوګوره جانانه د تیارې نه رڼا جوړه شوه  The Legend and  Great Ghani khan اوګوره جانانه....! د تیارې نه رڼا جوړه شوه  Pashto Times Pashto Lyrics of Ghan Khan, The Legend Khan Abdul Gaffar Khan Pashto Poetry. Latest Pashto Lyrics of Ghani Khan. Ogora Janana. Ghani Khan Baba Pukhto Shayeri. 2022