Muhammad Hafiz Inspired By Afghan Cricketer Rashid Khan. Jaffar Hand د پاکستان د سما تلویزون سره مې د پاکستان د کرکټ د پخواني لوبغاړي محمد حفیظ یوه مرکه ولیدله. هعه وايي چې دی د افغان لوبغاړي راشد خان لوی مینه وال دی او وايي چې په نړۍ کې یې ډېر لوبغاړي لیدلي خو راشد خان ډېر مسلکي او په عین وخت کې خاکسار او عاجز شخصیت دی دی وايي راشد ډېر زیار کښ دی او هېڅکله خپل د ورزش وخت نه ضایعه کوي او خپل مسلک ته احترام لري. وايي همدا علت دی چې هغه په نړۍ کې انګېزه ورکوونکی لوبغاړی بلل کېږي او له کومې ورځې یې چې کرکټ پیل کړی د مسلکي کېدو او پرمختګ ګراف یې مخ په بره روان دی. محمد حفیظ له راشد خان سره د لاهور په ټیم کې و د محمد حفیظ دا څرګندونې ډېرې مهمې او مسلکي دي. هغه په خپله یو لوبغاړی دی او نړیوال استعدادونه او لوبغاړي ښه پېژني. راشد خان تازه د پاکستان د کرکټ لیګ څخه ووت او بنکله دېش ته ولاړ چې د افغانستان لوبو کې برخه واخلي. دی هلته ښه وځلیده او پاکستانيانو له حده زیاته مینه ورکړه. راشد خان د افغانستان رښتینی استازی دی. دا ځوان دې لا وځلېږي, وطن او وطنوال ورسره ښه یادېږي. ...
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.