Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Haroon Bacha

Ghazal. Peer Muhammad Karwan Pashto Ghazal. Karwan Wraz

Ghazal. Peer Muhammad Karwan Pashto Ghazal. Karwan Wraz 30 July غزل تورې سرې او ګورم شنې زرغونې سترګې که مې لګي د وطن پر جنډې سترګې له تا جار چې په ورغوي کې دې راوړې له ما ورکې وې له ډېرې مودې سترګې تروږمۍ ده سپوږمۍ ورکه ترۍ تمه مړې دې نه شي هغه بلې ډیوې سترګې لکه نشت وم، له یو چا نه دومره هېر یم د یو چا مې نن بلها یادېدې سترګې ګام په پام اخله خوږېږې لارویه! پر دې ځمکو د نازکو پرتې سترګې که دې زده نه وي لامبو میَنه وړي دې دریابونه غورځنګونه څپې سترګې د زړه خُم ور تشوه چې عالم تږی چې نوشلې به دې ‌ډکې پیالې سترګې  د سپوږمۍ ستورو ډیوو حاجت یې نه و په دې کور کې بلېدې د ادې سترګې په جېب جېب د کایناتو کې رانجه دي په لټون یې قافلې قافلې سترګې وي تمځای به یې ردیف د رڼاګانو په غزل کې مې روانې قافیې سترګې د کاروان د زړۂ سرود په مینه اوري په محفل کې ورته ناستې لمدې سترګې Tags, Meta Data And Keywords. Ghazal. Peer Muhammad Karwan Pashto Ghazal. Da Karwan Ghazal. Karwan Wraz 30 July. Peer Muhammad Karwan Day Celebrated Today On 30 July 2022.  Known Pashto Poet From Khost Afghanistan.  Pukhto Ghazal

Lyrics Of Khyber Afridi Pashto Ghazal. Singer Haroon Bacha.

Lyrics Of Khyber Afridi Pashto Ghazal. Singer Haroon Bacha. غــــــــــــــزل ماحول حیران ښه دے وریږی پرخه د وصال شان ښه دے وریږی پرخه = پریږده چی نن خو سره یخ کړو زړونه واز مو ګریوان ښه دے وریږی پرخه = د سرو جامو چاپ به دی کینی په ما نن خو دالان ښه دے وریږی پرخه = باغوان په مونږ سیل د ګلونو وکړو باغ یی خندان ښه دے وریږی پرخه = ورته پسخیږی د بیدیا ګلونه لوند می جانان ښه دے وریږی پرخه = باران ښه نه دے راز و نیاز به کوو نن شین اسمان ښه دے وریږی پرخه = چار دیوارۍ کښی زما زړه تنګیږی ویړ بیابان ښه دے وریږی پرخه = دا تغیر خو زیږوی تماشی موسم روان ښه دے وریږی پرخه = رڼا د ستورو ده کافی خیبره رنګ د رومان ښه دے وریږی پرخه ــــــــــــــــــــــــــــ استاذ ، خیبر افریدے Lyrics Of Khyber Afridi Pashto Ghazal. Singer Haroon Bacha.. nan Kho Baran Kha Day Warigi Parkha. Pashto Poetry Of The Late Khyber Afridi. Pashto Song Lyrics Of Baran By Haroon Bacha. Baran Ghazal.

Pashto Songs And Lyrics. Ghani Khan Nazam. Pashto Sherona.

Pashto Songs And Lyrics. Ghani Khan Nazam. Haroon Bacha Songs Pashto Sherona. Singer Haroon Bacha, Pashto Lyrics Of Ghani Baba. زه خـو سـاز او سـرور او خـمـار پـیـژنـم یا لـیــلا پـیـژنـم یـا ایـاز زه خـو غـم او اور او دلــدار پـیـژنـم یـا رقــیـب پـیـژنـم یـا غـمـاز ږغ : هارون باچا Za Kho Saaz Aw Saroor Aw Khumar Pejanam Ya Laila Pejanam Ya Ayaz. Za Kho Gham aw Oor aw Dildar Pejanam Ya Raqib Aw Ya Ghamaz. Pashto Songs And Lyrics. Ghani Khan Nazam. Haroon Bacha Songs. Pashto Shayeri SMS. Pukhto Shayeri, Pashto Love Poetry. Pashto Sherona. Singer Haroon Bacha, Pashto Lyrics Of Ghani Baba.

Poverty, Hunger And Children. Two Lines Pashto Poetry. Ajmal Khattak

 Poverty, Hunger And Children. Two Lines Pashto Poetry. Ajmal Khattak ستا د جنت لۀ نعمتونو نه زار زۀ درته وږي پۀ جهان ژاړم ستا د دوزخ لۀ لړمانو توبه! زۀ درته دا لړمانان ژاړم اجمل خټک Poetry In Roman Pashto. Pashto Poem. Sta Da Janat Da Nematono Na Zar Za Darta Wagi Pa Jehan Jarrama Sta Da Dozakh Da Larramano topa Za darta Da Larraman Jarrama. Poet. Ajmal Khattak Baba Poem. Da Loyo Loyo Qudratuno Raba Pashto Singer. Gulzar Alam Pashto Poetry Book. Da Ghairat Chagha. Poverty, Hunger And Children. Two Lines Pashto Poetry. Ajmal Khattak

Bacha Khan Baba Quotes About Religion, Peace And Harmony

 Bacha Khan Baba Quotes About Religion, Peace And Harmony. مزهب د لوټ مار او اوور لګولو نوم نۀ دې۔ مزهب د ۔انسانيت۔ تهزيب امن او شرافت درس ورکوي۔  فسادونه مفاد پرست او خودغرضه خلق کوي ځکه چې غريب اولس د خپل غربت خلاف جهاد ؤ نۀ کړېشي۔  (د باچا خان وېناګانې مخ 143)

No Kafir Di Shama. Haroon Bacha Ghazal Lyrics

No Kafir Di Shama. Haroon Bacha Ghazal Lyrics. Type and Genre. Ghazal Song Poet. Ali Akbar Sial Singer. Haroon Bacha که بې له تا مې زړۀ درزېږي نو کافر دې شمه که مې په ژوند کې ساه غړېږي نو کافر دې شمه لکه غنم مې پسې زړۀ له غمه ټک وچاودو که به مې رزق ته زړۀ کېږي نو کافر دې شمه که د تمامې دنیا ښکلي یو غونچه شي د ګل که ستا د مخ سره جوړېږي نو کافر دې شمه بس ددی يو صنم سجده   راته روا    کا ربه که سر مې بل بت ته ټيټيږي نو کافر دې شمه بې ستا د یو څاڅکي خمار،خمار نظر جانانه که مې په سیند تنده ماتېږي نو کافر دې شمه تا دې بڼو په چړو سیال داسې غوڅ کړی نۀ دی درد که یې لږ هم قرارېږي نو کافر دې شمه اکبر سیال

Mastana Saqi Rasha, Yow Jam Jaam Rawra. Ghani Baba Kalam.

 Mastana Saqi Rasha, Yow Jam Jaam Rawra. Poet. Ghani Khan Baba. Singers. Sardar Ali Takkar, Shah Wali Afghan, Ustad Zaffar Farooq, Gul Panra, Haroon Bacha يو جام  مستانه ساقي راشه يو جام جام راوړه موسکى شه په خندا شه يو جام جام راوړه پياله کېږده شېرينه، ځواني د ځوانۍ وينه رنګ رنګ مستي رنګينه، حسينه، نازنينه مجنونه يمه ليلا شه يو جام جام راوړه يو ګل يه رژېدلى، يو باغ يم سوځېدلى يو ساز د ژړا يم، يو اه د بلبلې ژوندون شا زما ساه شه يو جام جام راوړه ګل فامه ساقي راشه يو جام جام راوړه يو راګ يمه خاموشه، نغمه يم فراموشه ځوني مې په غم بايله، مستي راوړه بې هوشه د درد دارو زما شه يو جام جام راوړه موسکۍ شه په خندا شه مست مست راکړه خوبونه، چې پټ کړم پرې غمونه شروع کړه د ژوند تال ته، نازک د ښايست سرونه دلبر شه، دلربا شه يو جام جام راوړه مستانه ساقي راشه يو جام جام راوړه يادونه : دغه نظم په لټون کتاب کې د (يو جام) په عنوان په (690_691) مخونو کې راغلى دلته بيا د دوهم ځل لپاره د (يو جام) په عنوان راغلى  #غني  خان لټون : مخ يا صفحه (793_794) لټون پسې لټون : مخ يا صفحه (70_71) د غني کليات : مخ ګڼه (600_

Be Shaka Ma Dagha Khata Kari Da. Hamza Baba Ghazal

 Be Shaka Ma Dagha Khata Kari Da. Hamza Baba Ghazal Singer. Haroon Bacha ارواښاد حمزه بابا غزل امیز حمزه خان شینواری بې شکه ما دغه خطا کړې ده چې تا جفا کړه ما وفا کړې ده دا چې سم سم راته نظر نه کوې ښکاری چې تامې د زړه غلا کړې ده ژاړم په دا چې ته خندا نه کوې خاندې په دا چې ما ژړا کړې ده کومه وعده دې ما دروغ ګڼړلې کومه وعده دې په ریښتیا کړې ده چې خپل غزل د چانه واورم حمزه ویمه چې چا هسې وینا کړې ده باباي غزل حمزه شینواري Pashto Times Pashto Song Lyrics of Be Shaka Maa Dagha Khata kari da. Che taa jafa kra , Maa Wafa Kari Da. Khkari che ta me da zra ghla Kari da. Pashto Learning by Reading Pashto Poetry.

Che Masti v aw Zwani V aw Dak Jaam. Complete Nazam Lyrics

Che Masti V Aw Zwani V Aw Dak jaam.  Der Gulona Lag Yaran aw Rangeen Ghundi Makham.  Pashto Nazam. Masti aw Zwani Poet Ghani Khan Baba چې مستي وي‌ او ځواني وي او جانان وي او ډک جام ډېر ګلونه لږ ياران او غمګين غوندې ماښام عشق څه اور وي‌او څه نور وي، زړه لمبې لکه تنور وي په دې ژوند به زه ورځار کړم جنتونه ستا تمام چې زه ټول عمر زلمی يم، زلميتوب به يو عذاب شي ځکه اوس راباندې ګران دی، چې يې خېشت شي زر تمام تل سپوږمۍ د څوارلسمې،‌ تل جانان د شپاړسمې تل ځواني،‌ سيند د شرابو،‌ دا دوزخ دی که انعام دې دنيا پسې به ژاړم، دا تياره هلال به غواړم هره ورځ به يادومه، نرۍ لړه د ماښام تنګ د حورو وفادارو، بې‌وفا جانان به غواړم ستا آدم په ذات ښکاري دی، د ښکار خوند کوي هر ګام د مستۍ د سيند په غاړه، ثوابي روژې به نيسم اسوېلي به کوم يادوم به د ساقي نيمګړی جام هر يو شی چې ابدي شي، يو آفت شي يو عذاب شي بس يو تا سره مزه کا دا ازل، ابد، دوام بنده نوي رنګ محل کې نوی نوی جانان غواړي بيابان کې سره ګلونه، توره شپه،‌ څراغان غواړي تل تيارو کې دی ورکېږي،‌ تل رڼا کې هم ړندېږي دی بچی د تغيير دی، يو حالت کې نه ټينګېږي که ده