Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Toba

Pukhto Ghazal by Jan Zada Khattak

 Pukhto Ghazal. Poet. Jan Zada Khattak بيا طالب شــــوے وظيفـــــو ته مې زړۀ شوے د چا خوا کښې دوه درې شپو ته مي زړۀ شوے د لنـــــــډۍ ګــــــؤډې بيـــزې او اطــــې بــطې  خـــوب نن نۀ راځي قصــو ته مــــې زړه شوے يؤ د هاړ سختـــــه روژه ده بـــــل مزدور يــــم هنــــــدوانې او هم اوبــــــو ته مــې زړۀ شوے ماشوم توبــــــه ځه بيا راشـــه يـؤ ساعت لــــه د بابا دنګــــو اوږو  تــــــه  مـــــې زړۀ شـــــوے د اختـــــــر په ورځ په بـــام به راښکــــاره شــې ستا د يـــــؤ نظــــــــر ليـــدو ته مــې زړه شوے تعجب مـــــه کــــــوه هغـــــــــه جان خټک يـم  نن څـــــــــه ټوقو مسخـــرو ته مــې زړه شوے Pashto Times. Ghaxal. Pashto Ghazal. Jan zada Khattak, Talib, wazifa, Akhtar, Pukhto Qesa, Da Mashomano Qesa. Latest Pashto Mushaira. Shayeri. Nazam aw Ghazal. Tappay aw Baran.