Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Abid Malang Ghazal

Rahmat Shah Sayel. Pashto Ghazal Poetry Of Rahmat Shah Sail.

 Rahmat Shah Sayel. Pashto Ghazal Poetry Of Rahmat Shah Sail.  ما درله د ګل جنازه نه  راوړه راغلم خو په لاس کې مې لمبه  راوړه پاڅه خوبولې سترګې پرانیزه ما درله د ورځ  رڼا په شپه  راوړه توان  د اودریدو لرې که نه لرې ؟ اوښکو مې تازه یوه قیصه راوړه تنده مې پرې ستا د زلفو ماته کړه دا هوا د چرته نه وږمه راوړه ؟ بې د یار له ذکره، فکره بل کمال ؟ روح له مې اسباب د ګناه مه راوړه څړ یکه د #سائل د زړه پرهر اوکړه زلفې کړه خورې ورې ، ډیوه راوړه

Peer Muhammad Karwan Best Pashto Lines. Pashto Two Lines Poetry.

Peer Muhammad Karwan Best Pashto Lines. Pashto Two Lines Poetry. اداګانې دې د هند د نڅــــــاګــــــــرې خو جلال دې په څهره کښې د افغان پېښور د جـــــــــــوماتونو وطن بويه دنګــې دنګـې منارې يې ستا په شان #پير محمد کاروان Peer Muhammad Karwan Best Pashto Lines. Pashto Two Lines Poetry. Mumtaz Orakzai Kalam. Pekhawar In Pashto Poetry. Pashto Love Poetry 2023. Pashto Pedia 2022

Nan Ba Shpa Zama Da Yaar Pa Koom Makan we. Hamid Baba Ghazal.

Nan Ba Shpa Zama Da Yaar Pa Koom Makan we. Hamid Baba Ghazal. "د حمید دا زنده ګي شرمنده ګي ده" ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ  نن به شپه زما د يار په کوم مکان وي؟ جلوه ګر به په کوم هټ په کوم دوکان وي؟ شرمولي به يې حسن کوم ترکان وي؟ کوم دوکان به يې د خولې د درو کان وي؟ په ډيوه به يې د مخ څوک پتنګان وي؟ همخوابه به يې پاکان که ناپاکان وي؟ ولې نه چوې له دې غمه زما دله چې دې واورېده ديار د تلو بدله ** نه به وي ورسره هسې مسلمان څوک چې يې واخلي خسمانه د اب ونان څوک نه به وي ورباندې هسې مهربان څوک چې يې وبولي په ځار او په قربان څوک يا يې سيوری که په سر لاس د احسان څوک يا يې وکا د بل کار سر و سامان څوک چې له هسې غمه نه مرم،ژوندی پايم توف زما په محبت شه بې وفا يم ** ګوره ناست به وي خپه په ځينو خرو کې که به پروت وي لکه لعل په ايرو کې کوم سرود به کا له زړه سره په ورو کې د سړي مهر به غواړي په پېرو کې نه به مومي دغه نور په دا بشرو کې که به ځان لره وي ډوب په خطرو کې دا کوم شرم دی، کوم ننګ په محبت کې چې غمخور نه شوم د يار په دا غربت کې ** په قهقهه به خندېدلی وي که نه وي؟ د ز

Jang. Pa Kali, Khaar Jang Day. Da Iqtidaar Jang Day. Pashto Ghazal 2022

Jang. Pa Kali, Khaar Jang Day. Da Iqtidaar Jang Day. Pashto Ghazal 2022 په کلې، ښار جنګ دى ده اقتدار جنګ دى صرف پښتون پکى مرې څه مزیدار جنګ دى کابل مى هم شهېد شو په ننګرهار جنګ دى څنګه ته امن ېادى څنګه قلار جنګ دى پکى ځوانان مو بئېلل  څومره خونخار جنګ دى مور مى وئيل مه راځه  ېه ﺯوېه ځار جنګ دى دوې خو جماعت جوړٶو  اس ېى په لار جنګ دى ده رونړو وېش شروع دى په مور او پلار جنګ دى توره، ټوپک راکوه  ستا په رخسار جنګ دى دا په ګودر چه شور دى دا په چېنار جنګ دى شاه ﺯېبه مه خوره خپل ﺯړه ده خلکو کار جنګ دى By Shahzeb Momand. Tags And Keywords. Jang. Pa Kali, Khaar Jang Day. Da Iqtidaar Jang Day. Pashto Ghazal 2022. Sanga Ta Aman Yaday, Sanga Qalar Jang Day. Best Pashto Ghazal. Pashto New Best Ghazal 2022 2023. Pashto Info, Pashto Pedia Poetry.

Lewany Shaway Day. Pashto Ghazal, Pukhto Sherona. By Shaheed Khan

Lewany Shaway Day. Pashto Ghazal, Pukhto Sherona. By Shaheed Khan. ‏عقل مقدس لېونی شوی دی څه ئې کوې؟ بس لېونی شوی دی دا سړی د زړۀ د درد شدت ته هم خاندي پۀ کړس کړس لېونی شوی دی مۀ خوږوه سر د پښتنو سره پریږده دا اولس لېونی شوی دی خلکو ته تبلیغ د محبت کوي کلي کې یو کس لېونی شوی دی دا هغه شاهد دی ورته ؤګوره ستا دتلو نه پس لېونی شوی دی Shahid Khan Tags And Keywords To Find. Lewany Shaway Day. Pashto Ghazal, Pukhto Sherona. By Shaheed Khan. Pashto Best Poetry Ghazal. Lewane, Lewanay Mosam, Lewani, Lewantoob, Ghazal, Nazam, Shayeri, Pukhto Shayeri, Pashto Info, Pashto Blogs, Pashto Pedia.

Rahman Baba Pashto Ghazal. Best Pashto Ghazal Poetry Rehman Baba.

Rahman Baba Pashto Ghazal. Best Pashto Ghazal Poetry Rehman Baba. خُدایه زړۀ د رقیب نرم په احسان کړے  ما له یاره یار له ماسره یکسان کــــــړے هغه درد چې د اشنـا د بیلتـــانــــــۀ دے  دفع ورفع ئې د وصل په درمان کـــــړے  کاروبار د عاشقئ چې ډېر مشکــــل دے  دا مشکل ځما په ما باندې اسـان کــــړے کۀ مطلب د نـور چـا نــورې مـرتبــې وي  ما ګدا په استانه د خپـل جـانـان کــــړے تۀ چې مـا منـع کـوے د یـار لـه لــــــورې  کاشکے باد د سحر منـع په بوستان کـړے  نـۀ بـه مــا منـع کــړے تــۀ لـه خپـله یـاره  نۀ به کُوز په مځکه ستوري د اسمان کړے الهــي د خپــــل خبیـــب لـــه بــرکتـــــــه  دا سـاده اِنشـا رنګیینـه د رحـمان کــــړے  《رحمان بابا》    Rahman Baba Pashto Ghazal. Best Pashto Ghazal Poetry Rehman Baba. Pashto Ghazal Of Rehman Baba. Pukhto Ghazal 2022. Pashto Pedia Pashto Times, Pashto Info Blogs. Pukhto Shayeri, Pukhto Sharona.

Akhtar, Akhtar Elan She Pashto Ghazal Poetry For Eid By Mumtaz Orakzai.

Akhtar, Akhtar Elan She Pashto Ghazal Poetry For Eid By Mumtaz Orakzai. غزل _ ممتاز اورکزے  افغانـــــــــستان نه دې روژه اعلان، اختر اعلان شي  د پښتــــــنو دې په خپل دين باندې باور اعلان شي په يو ساعــــت دې د خوښۍ او غم خبر اعلان شي نور دي اعـــــــــلان د کابل جان،د پيښور اعلان شي د مصـــــــــــــــــلحت له تقاضو نه انکار نه کوم خو د ورورولۍ اعلان دې وروره .ښه زړه ور اعلان شي زه يــــې په جار وايمه .،دا څه کفر نه دے خان جي چې ايـــــــــکي يو دې د خيبر او ماهيپر اعلان شي مــــــشرانو!! اوځنډوئ هغه ،چې ځنډ حق دے ورته خو څـــه چې زر اعلان ته اړ دي بايد زر اعلان شي اے اولـــسمشره! مونــــږ په خداے د تفاهم قايل يوو ارګ او جمـــــــــات نه دې زمونــــږه مقدر اعلان شي ملنـــــــــــګ ممتاز د بې نيــــازۍ په دماوند ولاړ دے پروا يې څه؟ که کم اعلان شي ،که کمتر اعلان شي ــــــــــــــــــــــــــــــــ ښاغلے ممتاز اورکزے ليک نېټه _ ۱۵ جون ۲۰۱۸ء Akhtar, Akhtar Elan She Pashto Ghazal Poetry For Eid By Mumtaz Orakzai. Pashto Eid SMS, Pashto Akhtar Mubaraki SMS, Akhtar Message In Pashto, Pashto

Riaz Tasneem Pashto Ghazal Poetry. Murshida. Pashto Shayeri.

Riaz Tasneem Pashto Ghazal Poetry. Murshida. Pashto Shayeri. Pashto Poetry SMS. Pukhto Shayeri SMS. غزل :- رياض تسنيم انتخاب :- ابراهیم شاه قياس  _______________ يو عام غوندي سړےعی وۀ ، قلندر نۀ وۀ مرشده! تسنيم خو ستا د کرښو نه بهر نۀ وۀ مرشده! دا خدای خبر د کومو دعاګانو برکت دی زما خو په خپل ځان دومره باور نۀ وۀ مرشده! منمه چې دا ښار د بربادۍ په لور روان وۀ هيڅ نه وو ، خو زړۀ داسې هم کنډر نه وۀ مرشده! يو زۀ د مدح خوانو په هر بار کښې کوږ لرګی وم زده کړی مې بس دغه يو هنر نۀ وۀ مرشده! ساتلی يې په شونډو دروغژنه هرکلی وو خلاص مړی چا د زړه د قلا ور نه وۀ مرشده! دې مرګ چې لۀ کافورو جولۍ ډکه وه راوړې دا ټول کلی خبر وۀ ، خو خبر نۀ وۀ مرشده! خبر چې شۀ د هجر د کېميا لۀ خاصيته تسنيم خاوري ايرې وۀ ،بيا سرۀ زر نه وۀ مرشده! _______________ تسنيم خدامست د رياض تسنيم کليات مخ ۱۷۲ Riaz Tasneem Pashto Ghazal Poetry. Murshida. Pashto Shayeri. Pukhto love Poetry. Pashto Lines, Pashto Love Lines. Pashto Two Lines Poetry. New Pashto Ghazal Lyrics. Riaz Tasneem Pashto Kulyat Ghazal. Pashto Poetry SMS. Pukhto

Dr. Khaliq Ziar Pashto Ghazal. Pashto Poetry Ghazal Dr. Khaliq Ziar

Dr. Khaliq Ziar Pashto Ghazal. Pashto Poetry Ghazal Dr. Khaliq Ziar ۔۔ ډاکټر خالق زيار صېب ۔۔ ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ دا  پۀ  هر  لور  چې  وارخطا  ګوري د  وخت  سېلاب  راخستے  ما ګوري مجبوري هم ده جانان هم نۀ پرېږدي قدم  پۀ  وړاندې  ږدي  پۀ  شا ګوري زما  د  زړۀ   که  داسې   خپله   کوي ماله   څۀ    کار   به   خامخا   ګوري اوس هم زما پۀ ايمان شک نۀ  کوي اوس هم چې پال ګوري پۀ ما ګوري پۀ  تا  به  چېرې  بده  ورځ نۀ راځي لږ  که  هم  زړۀ  ته خدائے زما ګوري نور که سرۀ هم وي زيار يې نۀ پټوي خو هر ښائسته مخ ته پۀ غلا  ګوري Dr. Khaliq Ziar Pashto Ghazal. Pashto Poetry Ghazal Dr. Khaliq Ziar. Pashto New Poetry. Pukhto Ghazal Times. Pukhto Shayeri. Pukhto Kalam, New Pashto Love Poetry. Pashto Pedia„ Pashto Times. Pashto Poetry SMS. Pukhto Shayeri SMS. New Pashto Poetry SMS, Pashto Poetry SMS 2022 Eid Ul Azha

Khushal Khattak Baba Pashto Ghazal Describing Beauty Of His Beloved

Khushal Khattak Baba Pashto Ghazal Describing Beauty Of His Beloved. تور ګيسو دې په چندڼ باندې ښامار دي تورې زلفې د سنبل د نوبهار دي چې وَ ملا او کوناټيو ته دې ګورم اويزاندې پاغوندې په نري تار دي . تورې سترګې د هوسۍ د خطا شوې چې وَ څړ وَ تَه پرتې په سنبل زار دي .  تورې وروځې دې لينده، باڼه دې غشي عاشقان يې زخمي شوي په ګوزار دي .  مصفا تندی دې ښه دی تر بلوره بیدلان يې په سَرونو خريدار دي . دغه خال چې دې د وروځو په پيوند دی د خطا د ملک اصلي نافې ترې زار دي . سپينه پوزه دې د غوټۍ د زنبق ده چې چاپير ترې نور ګلونه د ګلزار دي .  بناګوش دې نسترن دی غوړېدلی د چنبې تر ګلو به دواړه رخسار دي .  سپينه خوله که دې غنچې سره نسبت کړم د غنچې غوټۍ کله شکربار دي . دواړه سرې شونډې دې ښې دي تر سرو لعلو سپين غاښونه بې بها دُر شهوار دي . ښايسته زنه دې سيب د سمرقند ده چې خواږه يې تر نباتو نه بسيار دي .  صراحي د سپينو زرو، سپينه غاړه سيم آسا اوږې دې هم په دغه شمار دي .  واړه تن دې د حلب تر ښيښې صاف دی چې رازونه دې درون ترې نمودار دي . سپنې لېچې دې مصرۍ تُورې تېرې کړې چې خونونه يې په غاړه سل هزار دي . د ياقوتو

Darwesh Rokhan Pashto Ghazal Poetry, 2022 And Pashto 2023.

Darwesh Rokhan Pashto Ghazal Poetry, 2022 And Pashto 2023. ـــــــــــــــــــــــــــــــ لمحه لمحه مې وژنې د شيرينو سترګو ياده  د زلفو غر ته ودريږم او چغې کړم فرهـــاده  د مينې تقدس مې بې منصوره چرته مه شه  په خپله لوپټــه مې ســترګې وتــړه جلاده  د څومره پرهرونو پرده پوش مې يې همرازه  د څومره پرهرونـو راز مې وسـپړې فرياده  د هر يو کــېفيت نه دې تېــرېږم اضطـــرابه  خو روح ته مې زندۍ پرته ده ساه مې کړه اذاده  د کومې اژدها ذهر دې مړه کړم په وجود کې  د کومې اژدهــا خوله درنه وباسم هېـــواده چې پېغلې عطربويه غېږ راځي دروېش روښانه  په ټول وجود مې خور کړه د جانان د زلفو باده  Darwish Rokhan Darwesh Rokhan Pashto Ghazal Poetry, 2022 And Pashto 2023. Darvesh Rokhan Mayar Jandool Dir Lower. Pashto Times Pashto Pedia, Pashto Info, Pashto Ghazal„ Pashto Sherona, Pashto Learning, Pashto Reading, Pashto Writtings, Pashto Info Blogs. Pashto Poetry SMS. Pukhto Shayeri SMS. New Pashto Poetry SMS, Pashto Poetry SMS 2022 Eid Ul Azha

Amir Habibullah Khan Of Afghanistan (At Three Years Of Age) And Sirdar Nasarullah Khan

Amir Habibullah Khan Of Afghanistan (At Three Years Of Age) And Sirdar Nasarullah Khan (Age Two Amir Habibullah Khan Of Afghanistan (At Three Years Of Age) And Sirdar Nasarullah Khan (Age Two) With Their Nurses, Amusers And Handkerchief-carriers, Early 1870's. Habibullah Khan was the son of Amir Abdur Rahman, and the father of King Amanullah Khan. He ruled Afghanistan from 1901, until he was assassinated in 1919. Habibullah Khan kept Afghanistan out of World War I. During his reign, Habibullah started to modernize his country. He imported automobiles, and built various roads. In 1904, the first modern school in Afghanistan was built (Habibia), and electricity was brought to Kabul. Source - Leaves from an Afghan scrapbook

Mula, Pukhto Ghazal Mulla By Izatullah Zwab. Pashto Sheroona.

Mula, Pukhto Ghazal Mulla By Izatullah Zwab. Pashto Sheroona. New Pashto Poetry. 2022, 2023. په ښار کې چې دويم او درېيم واده کوې ملا  د کلي مقتديانو سره څه کوې ملا ؟ پخوا خو به د خان او د ملک دېره کې پروت وې جرګې لکه چې اوس ورسره نه کوې ملا؟ له دين سره د خلکو ورځ په ورځ مينه زياتېږي  ټينګار به په روژه او په لمانځه کوې ملا!  مېرمنو ته د ږيرو پرېښودو فرمان صادر کړه  سړو سره چې هر څه کوې ښه کوې ملا!  کارونو سر خوړلی دی الله روزي رسان دی خبره به د خېټې که د زړه کوې ملا ؟ همدغسې دې ټولې خپلې چارې خدای ته سپاره د خدای پاک ټولې چارې به اوس ته کوې ملا! ځواب چې ستا دې يو نيم بې منطقه کار ته ګورم  په اوړي کې مې هم کله ساړه کوې ملا ! عزت الله ځواب Mula, Pukhto Ghazal Mulla By Izatullah Zwab. Pashto Sheroona. New Pashto Poetry. 2022, 2023.

Pashto Love Poetry 2022.

Pashto Love Poetry 2022. Pashto د يارانې لوزونه مه ماتوه  مه کوه مه ; ګلونه مه ماتوه  ګله بې ځايه سترګې مه خړوه  هسې زمونږ زړونه مه ماتوه  د احتساب وختونه تلي ساقي  يريږه مه جامونه مه ماتوه  زمانې مه چيړه د زړونو سره  د محبت ملکونه مه ماتوه  قاصده هيرې قيصې مه يادوه  د زړه ورغلي ورونه مه ماتوه  د شيرينې شرطونه پيژنې فرهاده هسې غرونه مه ماتوه  ستا زنځيرونه ماتېدونکې نه دي صابره ! خپل لاسونه مه ماتوه  💔 آوستاذ اوراښاد صاحب شاه صابر Pashto Poetry SMS. Pukhto Shayeri SMS. New Pashto Poetry SMS, Pashto Poetry SMS 2022 Eid Ul Azha

Pashto Poetry about Eid. Da Akhtar Pukhtu Sherona. Eid Pashto Poetry.

Pashto Poetry about Eid. Da Akhtar Pukhtu Sherona. Eid Pashto Poetry. Trending On Google Search. Pashto Poetry about Eid Or Akhtar. اختریز شوخ🙏 بیتونه  غزل ته راته څه راکوې ووایه ډالــۍ  اختـرکې زه به ګلاب دروړمه ته راکه خولګۍ اخترکې په یوه دوه اودرې څلورو باندې هیڅ نه کیږي درجن درجن مچکې راکه لیونۍ اخــتر کـې دکوه قاف ښاپیرۍ څه ترتا درورسیږي خوچې ته واچوې غوږونو کې والۍ اخترکې اوزه چې تورې جامې واچوم له کوره اوځم راپسې ډیرې په ملا ماتې جنکۍ اختر کــې زمونږه دغه خوشحالي به شي څوچنده زیاته چې ستا دستمال راوړي زمونږکره مورکۍ اخترکی په ځان یی فرض ګڼم ځکه ګوهر تــېز ورځمه اول سلام کوم دخپلې ګاونډۍ اختر کې #ممتازګوهر Pashto Poetry about Eid. Da Akhtar Pukhtu Sherona. Eid Pashto Poetry. Trending On Google Search. Pashto Poetry about Eid Or Akhtar. Da Akhtar Sherona Aw Ghazal. Ghazal Aw Akhtar. Pukhto Sherona. Pashto Eid Poetry 2022. Pashto Eid Poetry 2023. Pashto akhtar Ghazal Lyrics. Pashto Akhtar Poetry. Pashto Eid Mubarak SMS 2022. Pashto Eid Mubarak SMS 2023. Pashto Poetry SMS 2022.  Pa

Ghani Khan Baba. Pashto Two Line Poetry. Pukhto Sherona.

G;hani Khan Baba. Pashto Two Line Poetry. Pukhto Sherona. Ghani Khan Baba, Pashto Two Lines Poetry. Jwand Sa Day? Lewanay Falsafi ‏"نه ځوان ګوري نه زوړ د قهر اور دي هر څه سيزي که فکر ورته وکړي ژوند يو ټوقه مسخره شي او ټوکه هم بې رحمه، ټوقه نه ده سره لمبه ده دا څه مطلب د ژوند شو چه يي خاوري خاتمه شي" #غنی_خان_بابا For Ghani Baba Poetry Lovers. Pashto Nazam Nazam Sar Ghani, Saroor Ghani, Yaar Ghani, Khumar Ghani Ghag Ghani, Ghazal Ghani, Bagh Ghani Bahar Ghani. سر غني،  سرورغني،  يار غني، خمار غني غږ غني،  غزل غني،  باغ غني،  بهار غني ساز غني، اهنګ غني، بنګ غني، لونګ غني نر غني،  سالار غني، تاج غني،  تاجدار غني باب غني ، رباب غني، تاب غني، کتاب غني فن غني، فنکارغني، هار غني،  خاکسارغني جام غني، جنون غني،  لال غني، هلال غنی  چنګ غني، فرهنګ غني، ساز غني، ستارغني ناز غني، انداز غني، ننګ غني، ملنګ غني رنګ غني، رنګ رنګ غني، ګل غني ګلزارغني زه وفا،  قربان له تا، ته زمونږ بابا غني  بازغني، جانباز غني، لارغني، اقرارغني {•دژوند نــوم يعنى تـــه غنى ❤•} #TheLegendGreatGhaniKhan Nazam Sar

Da Mula Aw Shitan Mukalima by Ashraf Mafton. Dialogue Of Mulla And Devil.

Da Mula Aw Shitan Mukalima by Ashraf Mafton. Dialogue Of Mulla And Devil. Da Mula Aw Shetan Mukalema. Pashto Poetry Genre. Poem Nazam «د مُلا او د شیطان مکالمه» شاعر: اشرف مفتون *** مُلا: دا تپوس له تا کومه؛ اے شیطانه! جنت څۀ وي؟ د غیورو خود دارانو هلته قدر و قیمت څۀ وي؟ شیطان: هلته تل ابدي ژوند وي, هلته تل خندا خُندي وي  هلته بل رنگ شرابونه, هلته بل رنگه مستي وي هلته گير چاپېر چې ګورې, يو پُرکیفه کیفیت دی  ژوند خو هغه ځای کې ژوند دی, دلته ژوند خو مصیبت دی همیشه د شهدو پیو ویالې هلته کې بهیږي مست او یخ ښُکلې بادونه هلته شامُدام چلېږي  هلته خواؤ شا په خرامونو د مرغو ښائیسته چغار  د لختې سپینو اوبو کې د مزې مزې شرار د میوو نه ډکې ونې ښکته ځمکې ته نسکورې  سرۀ پیازی او زیړ ګلونه, د شنو ونو ښکلې سیورې د طوبیٰ د ونې لاندې په چمن کې ناست خاموشه  نوراني ښائیسته جلوو کې فکر و خیال دواړه مدهوشه هلته زړۀ له درده خلاص وي, غم، ژړا، واویلا نۀ وي ـ جوش, جوبن, تگ, د ځوانۍ گرځیدۀ په همسا نۀ وي  هلته د هجر د اشنا کې د دې اُوښکو باران نشته  د جانان له جوړ ستمه د چا څیری ګرېوان نشته  هلته حُورو او غلمانو

Begaa. Pashto New Ghazal By Bashir Gwakh. Ghazal Pashto Poetry.

Begaa. Pashto New Ghazal By Bashir Gwakh. Ghazal Pashto Poetry. څو ستوري له اسمانه غورځيدلي وو بيګا پر زمکه چې ګلونه رژېدلي وو بيګا  انسان نه، مسلمان نه بلا ډير په شکايت  بې روحه بدنونه خدای ته تللي وو بيګا خپل ورور مو قتل کړی وو خو نه وو پښېمان موږ داسې په شرمونو شرمېدلي وو بيګا بلا راته معلومه وه خو سر مو یې مات نه کړ غېرت په موږ کې نه وو ځکه غلي وو بيګا بشيره بدقسمته، په وطن دې سر ور نه کړ په تا پسې هم څو سړي راغلي وو بيګا ‎بشيرګواښ Begaa. Pashto New Ghazal By Bashir Gwakh. Ghazal Pashto Poetry. Pashto Times, Pashto Poetry, Pashto Two Lines Poetry. Pashto Ghazal, Pashto Poetry, Pashto Lyrics, Pashto Lyrics 2022, Pashto Lyrics 2023.  Pashto Poetry SMS. Pukhto Shayeri SMS. New Pashto Poetry SMS, Pashto Poetry SMS 2022 Eid Ul Azha. Akhtar Pashto Shayeri 2022 And 2023. 

Nauroz In Khushal Khattak Poetry.

 Nauroz In Khushal Khattak Poetry. Pashto Poetry About Nawroz. ‏بړ بړ راشه نوروزه , دِل افروزه ستا په وخت مې اسوده شي سترګې پوزه د نوروز له فیضه بوټي خالي نه دي فیض یې رسي هم تر سپاندې هم تر ځوزه خوشال بابا Pashto Times Pashto Blogs, Pashto Info, Pashto History, Pashto SMS, Pashto Poetry, Pashto Tappay, Pashto Learning By Pashto Reading. English To Pashto In USA. Learn Pashto To English USA. Learn Pashto Reading Online In United States. Pashto NFTs Pics. Pashtun NFTs New 2022. Pashto Reading and Listening. Pashtun Heros Biographies, Pashtuns History.

Rahmat Shah Sayel Pashto Ghazal Poetry. New 2022.

 Rahmat Shah Sayel Pashto Ghazal Poetry. New 2022. New Pashto Ghazal Poetry And Lyrics. زما تصوير زمـــــــا غزل زمــاسنــــــــدره واوره په فن پارو شونــډو د ژونـــد د لار خبــره واوره ستا د تاو کړو بنړو غشى پــــرې ولاړ ګـــــرځوم باقى قصه زمــــا د زړه د هــر پــــرهــــره واوره په مخ ئې اوښکې او په شونډو د انکار ټکى دى زړګيه راشه کـــنه!  بـــــــــله د دلبـــــــــره واوره نن آئيــــــــــنې تــه ډيـــــر ډير اوګوره زما دپاره زما د قــــــــتل فيصله د خــپل نظــــــــره واوره يه د زړه دړده ځايې د خپل دړد په کتاب کښې ورکه د آدم خــان او درخــانـــئ قصــــه د سره واوره د ماښامو خيالونو ټول قياسونه ټــولې معــــنې لکه د نن بڼګړو د شړنګ د مــــازيــــــــګره واوره د خپلې مينې د سائل ليـــونـــــــى خواله راشه د زړه درزا ئې د غلـــبيل غلبـــيل ځيــګره واوره Rahmat Shah Sayel Pashto Ghazal Poetry. New 2022. New Pashto Ghazal Poetry And Lyrics.