Rahmat Shah Sayel. Pashto Ghazal Poetry Of Rahmat Shah Sail. ما درله د ګل جنازه نه راوړه راغلم خو په لاس کې مې لمبه راوړه پاڅه خوبولې سترګې پرانیزه ما درله د ورځ رڼا په شپه راوړه توان د اودریدو لرې که نه لرې ؟ اوښکو مې تازه یوه قیصه راوړه تنده مې پرې ستا د زلفو ماته کړه دا هوا د چرته نه وږمه راوړه ؟ بې د یار له ذکره، فکره بل کمال ؟ روح له مې اسباب د ګناه مه راوړه څړ یکه د #سائل د زړه پرهر اوکړه زلفې کړه خورې ورې ، ډیوه راوړه