Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Fazal Subhan Abid

الله خو دې زر راوله جانانه مسافره

Fazal Subhan Abid Pashto Ghazal Lyrics. غمژن مازيګري دي بې له تانه مسافره الله خو دې زر راوله جانانه مسافره تر څو به د بېلتون په دې رېګزارو دشتو ګرځې تر څو به زۀ ژړېږم د ارمانه مسافره الله درته د دغه وطن سرې شګې ګلزار کړه زما د زړۀ د ښکلې پښتونخوا نه مسافره خفه مه شې دلته کښې زما د زړۀ د باچا يې که دغلته مزدور يې په ما ګرانه مسافره په خط کښې راته مه ليکه چې ډېر يم درنه لرې په زړۀ کښې مې ووسېږې عابدجانه مسافره فضل سبحان عابد Pashto Times. Fazal Subhan Abid Kalam. Pashto Song lyrics. Allah Kho Di zar rawala Janana Musafara. Ghamjan mazigari di be latana Musafara. Pashto ghazal By Fazal Subhan Abid.