Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Pashto adab

Pashto Folk Stories And Pashto Literature. Pashtun Heros And Literature.

Pashto Folk Stories And Pashto Literature. Pashtun Heros And Literature. Aziz Ur Rehman پښتو حماسي ادب کې د اتلانو ناپښتني پېښې بسم‌الله الرحمن الرحیم د یوې ژبې د ولسي ادب په اړه یوه عامه او د هر چا له خولې کارېدونکې جمله دا ده:«ولسي ادب د اړوند ولس د دودونو، عنعنو او په ولس کې د تربیوي نظام انځور دی.» کله چې موږ د ولسي ادب پر ماهیت دا خبره تطبیقوو؛ نو ښکاره خبره ده، چې د اړوندې ژبې، ادبیاتو او رسومو تر منځ یو قوي او منطقي اتصال رامنځ‌ته کېږي، په داسې ډول، چې یو له بله سره سمون لري، په ټکر کې به نه وي سره او یو بل به تر پوښتنې لاندې نه راولي. له جغرافیوي او اقلیمي اړخه هم د یوې ژبې او یوې سیمې ادبیات خپل مناسبت او برابروالی غواړي، د ساري په توګه که موږ په پکتیا کې یو حماسي اتل پنځوو؛ نو باید د پکتیا له جغرافیې او اقلیم سره سم یې وپنځوو؛ دا آتل باید په لوړو غرونو کې د ختلو فوق‌العادة ـ یا هم خارق‌العادة ـ ځواک ولري، ځکه چې پکتیا لوړ لوړ غرونه لري، اتل یې له دغو غرونو سره رالوی شوی دی؛ نو بایده ده، چې له لوړو او سختو لارو سره یې بلد وي او لوړې څوکې یې اېلولی شي؛ همدارنګه دا آتل باید له س

Namoos. Pashto Afsana by Javed Bunerwal. Pashto Adab

 Namoos. Pashto Afsana by Javed Bunerwal. Pashto Adab " ناموس "          سپوږمۍ غلې ناسته ده او د سترګو نه يې د چينې د اوبو په شان رڼې اوښکې بهيږي ـ داسې معلوميږي چې دا ورځ ورته د خپل خاوند هغه حادثاتي مرګ رامخکښې شوې دے ـ او هغه منظر يې بيخي د سترګو وړاندې دے ـ چې د څلورو يارانو  په اوګو د درنګ نه د يو يار  د وينو لت پت کټ راوړو ـ او د غولي په مينځ کښې يې ورته کېخوده ـ او د نمر د ډوبيدو نه مخکښې د چا د ژوند د ډوب شوي نمر ماښام يې ورته اوښوده ـ بس ناڅاپه کور کښې غوغا جوړه شوه ـ شور شو چغې شوې او سپوږمۍ ناګهانه په کټ ورلوټۍ شوه ـ خو د سپوږمۍ په سرو جامو کښې د ګلاب د سرو وينو رنګ بيخي نه ښکاريده ـ او د بلها ساندو ، وېر ، ژړا ، فرياد او چغو نه وروستو بد حاله شوه او بے هوشه د خپل ژوند د ملګري په کټ پريوته ـ           درې څلور ورځې رسمي غم ووـ بيا داسې ورو ورو وخت تيريده ـ خو د سپوږمۍ د زړه او مازغو نه د ګلاب ښکلا ، ادا، مينه ، خلوص او خوږه رشته يو ساعت له هم نه وتله ـ هر وخت به يې د ځان نه دغه يو تپوس کوو ـ چې زه آخر په څه ګناه کړيږم ـ خو ضمير به يې چپ پاتې کيده او څه ځواب به يې

Talib Jan. Pashto Novel Talib Jaan By Wagma Saba Aamir

 Talib Jan. Pashto Novel Talib Jaan By Wagma Saba Aamir ډېر ملګري د (طالب جان) د ناول پوښتنه کوي، د ملګرو غوښتنو ته د احترام په خاطر د دې ناول يوه وړه برخه يې تاسو سره شريکه وم. په هيواد ملګري د انټرنيټ او د برېښنا له ستونزو سره مخ دي له دې وروسته به کيسې او نورې ليکنې ټولو ته ښکاريږي طالب جان ناول طالب جان د وښو پنډ له شا راکوزکړ، غوا یې دکور په اخور پورېوتړله او بیا یې په نعرو پیل وکړ: _ادې !وه ادې څونعرې یې وکړې،د ادې ځواب یې تر غوږ نشو، بره بالا خانې تهوخوت چې ګوندې ادې او ورېښمینه به هلته وي، خو هلته نه ادېوه او نه ورېښمینه، له ځان سره وغورېده: _هره ورځ مور او لورکورکې نه وي. له بالاخانې څخه لاندې تندورخانې ته کوز شو، ټوکرۍ ته یې پام شو، هغه يې پورته کړه،دمستوپه کټوې یې سترګې ولګېدې،دکټوې سریې لوڅکړ،دټینګو او خوندورو مستو په لیدو یې په خوله کې اوبهراغلې . دکندو له سره یې دسترخوان را واخیست، یودانه پاستی یېدکټوې په سر کېښود اودسترخوان یې بېرته په خپل ځای باندې کېښود. نیمه کټومستې یې له یوه پاستې سره وخوړې .همداسې ولاړ شي ورنه هېر شول چې دمستو سربېرته پټ کړي .په چوتره باندې دنغریوخو

Ghani Khan: A man from the future & a legend misunderstood:

 Ghani Khan: A man from the future & a legend misunderstood: Ghani Khan, also called the Mad Philosopher, whose poetic depth, uniqueness, individuality, diversity, and imaginative colorfulness are the matchlessness self-indulging traits only owned by him. He was a man who attacked the fixed social symbols, stereotypes and the religious conventions beset by the influential elements of the society and the state and embodied the socio-religious abstractions. Of all the various diversions from his poetry, the attempts of reclaiming an enlightened society and a tolerant youth outstood as matchless ones in the history of Pashto literature. He was a man from the future and a philosopher who postulated predictive rubrics for nation-building and resplendent social cleansing. He cannot be classified in any specific genre of poets as his poetry provides a homogenized glimpse of cohesively accomplished romance and tragedy, war and peace, struggle and revolution, allegory and satire, mysticism

Nazam. Da Hagha Kali Na Raghali Melma, Waya Da Hagha Kali Hall Sanga de?

Nazam. Da Hagha Kali Na Raghali Melma, Waya Da Hagha Kali Hall Sanga de? Poet. Sahib Shah Sabir د هغه کلي نه راغلې مېلمه! وایه زما د لالي حال څنګه دی؟ چېرته په لار کوڅه کې ښکاري که نه؟ څوک يې په ښه بده کې ستايي که نه؟ زما غزلې خو ترې هېرې نه دي؟ د خپل ښایست سندرې وايي که نه؟ ريښتیا زما هغه یاران څنګه دي؟ د محبت په لاره سم دي که نه؟ د غیرت اور خو يې مړ شوی نه دی؟ په مینه هغسې محکم دي کنه؟ (صاحب شاه صابر) Nazam. Da Hagha Kali Na Raghali Melma, Waya Da Hagha Kali Hall Sanga de? Pashto Times. Pukhto Ghazal 2022. Lyrics Of Sahib Shah Sabir. Pashto Singer and vocalist Kiran Khan. Rekhtia Zama hagha Yaran sanda di? Waya Waya Mulla Jana by Ghani Khan. Pashto Poem Waya Waya Mula Jana. Mula Nazam By Ghani Khan Baba.  Lyrics of Pashto Poem By Ghani Khan Baba. Pashto Language Poetry By Ghani Khan Baba. Learn Pashto Reading. Pukhto Shayeri. Da Ghani Khan Nazam, Waya Waya Mula Jana. Mula Jan By Ghani Khan Baba. Pashto Times Pashto Blogs

Resistance Of Khushal Khan Khattak Against Mughal

Resistance And Khushal Khattak Pashto Poetry. Pashto Resistance's Literature Review.  مزاحمتي تحریک خوشحال خان خټک چي څو سو کاله وړاندې د مغلو خلاف مبارزه کوله نو د یو مزاحمتي تحریک د پار ئې  پښتنو ته بې شمیره شعرونه لیکلي دي هغه دا ورته نشاندهي کړې ده چي بې تورې بل خلاصون نه شته  ۱ چي مغل وته مي وتړله توره  زما توره په جهان شوه مشهوره  ۲ چي و نه وهې په دواړو لاسو تورې چا ملکونه په میراث نه دي موندلي ۳ څو د ملک وارث ونۀ وهي سرونه هومره چري قراريږي سمې غرونه ۳ کل ګټنه ده د تورې  که کابل دې که کشمیر  بل خوا ئې د پښتنو پر بې اتفاقي هم ښه لیک کړئ دۍ    ۱ چي مغل وته مي وتړله توره درست پښتون مي و عالم وته ښکاره کړ  اتفاق په پښتانه کې پیدا نه شو  ګڼه ما د به د مغل ګریوان پاره کړ ۲ ایمل خان دریا خان دواړه خوربین لاړل  اوس خو پاتې و مغل ته یو خوشحال دې  خو دلته خوشحال خان خټک د وطن هغه دلالانو هم ښه ښکاره په ډانګ پیلي دي چي پکښې یه خپل زوی بهرام خان هم یاد کړئ دۍ  ۱ د بې ننګه پښتنو له غمه ما  لویه پرېښوه کمه ونیوله ما  ۲ مستجاب مهمند که چرګه د مغل ده  زه خوشحال خټک خو باز یم ځای مي غر   ۱ څ