Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Mulla

Ghani khan poetry in pashto text.

Ghani Khan.Poetry In Pashto Text.  Ghani Khan Baba Pashto Shsyeri. Waya Waya Mulla Jana Naxam by Ghani Khan. وایه وایه ملا جانه ژوند تپوس دي که جواب ژوند وصال دي که جنون دي که ارام که اضطراب ژوند امام دي که ګلفام که ممبر وي که محراب که یو مست غوندي جهان کښ رنګین خوب دي دا سراب که لمحه دا نور ګټل دی دا دي تور تاریک جهانه ژوند تپوس دي که جواب دي  وایا وایا ملا جانه ژوند فرغون دي او غرور دي  که جنون دي او سرور دي دا نمرود دا زرو تخت دي  که رنګین مرګ دا منصور دي دا حسین مسکي مسکي دي که یذید مست په غرور دي دا بهار دي که ګلاب دي لږ پټ شوي دا خزانه  ژوند تپوس دي که جواب دي وایا وایا ملا جانه ژوند یو مست دا میو جام دي که یو مات دا غم کچکول لیوني مخ دا خیام دي که اوښيار مخ دا بهلول یو رنګین باغ دا ګلونو که دا اور دا ازغو شپول . که یو تیښته یو فرار دي تښتیدل دی له خپل ځانه ژوند تپوس وي که جواب دي وایا وایا ملا جانه ژوند یو خیشت دي چه خوریږی که جمال چه خاوري کیږی دا ساز خپل مرګ ته کړی ساندي که یو اور دي چه بلیږ دا دي تلو مقام دمه شته که دا سا نه سا تښتیږی منګوټی که دا ارټ دی څه ‌‌‌‌‌‌ډکیږی څه تشی

How Rulers, Businessmen And Mullas Exploit Pashtuns In Hard Times?

How Rulers, Businessmen And Mullas Exploit Pashtuns In Hard Times? Waqas Esapzai, Pashto Explainer. د پښتون په تباهۍ کې د درېو طبقو یعنې د واکدارانو، کاروباريانو او ملایانو ډېر غټ لاس دی. که په پښتون ولس کوم افت راشي' که هغۀ د وبا په شکل کې وي او یا د قدرتي افاتو په شکل کې وي' نو واکداران د پښتنو په سر د نړۍ نه مرستې اخلي؛ په دهغه مرستو کې ۷۰ سلنه خپله خوري او پاتې ۳۰ سلنه په ولس وېشي؛ خو په دې ۳۰ سلنه کې هم بیا خپل منظور نظر دریاب کړې او ناخوښې کریاب کړې! کاروباریان د څیزونو نرخونه یو په دوه اوچت کړې' چې پښتانه خو هسې هم په افتونه نۀ ختمېږي' نو په ولږي به څۀ ختم شي' راشه دهغه وخت دی' خپلې میتازي پرې د پېټرولو په نرخ خرڅې کړه، څۀ به یاد ساتي! ملایان چې ټول کالوسر لګیا وي او په مسئلو یې څوک غوږ نۀ ږروي' نو چې افت ووینې' نو شونډې یې موسکۍ شي او د خدای د عذاب په راګونو ګوتې کش کړې؛ یو د ولس خپله ذهني پرېشاني او کنفیوژن وي او بلخوا دوې دي' چې وایې; ددهغۀ ټټو نه به کوز نۀ شم' تر څو تا ځانته په ذهني توګه مات نکړم! کوم کس چې واکدار په سیاسي او کاروباري

Lare Lare Mulla Darey. Rasha Rasha Saqi Rasha, Dari Dari Mula. Lyrics

Lare Lare Mulla Darey. Rasha Rasha Saqi Rasha, Dari Dari Mula Dari. Ghani Baba Kalam Lyrics. راشه راشه ساقي راشه درې درې ملا درې په ما باندې بدې لګې ستا پخې پخې خبرې غټه پګه دې شه خاورې، عجيبه ته ځناور ئې ته د مينې بې خبره ته د حُسن نه منکر ئې دا محفل دى د رندانو اخوا اخوا لرې لرې دشرابو د چښو نه دي ستا ترخې شونډې ببرې ورشه دغلته خيرات دى تاله ئې ټول ايښي دي لرې د ګنجئ په شان خوارې کړې ،په مرداره دې وزرې ساقي سترګو کې مسکئ شوه، بيا ئې د خيال کيښوې وزرې په تل مسته مسته راغله سرې پاپئ ئې د کوترې ستا اوؤه واړه جنته د دې يو د ناز بڅرې ستا څلويښت زره کتابه د دې دوه خواږې خبرې ستا وعدې اوږدې د حورو ،دلته سرې شونډې شکرې تاله قرض ژوندون درکړم دا راکوي په ملغلرې ماشوم نه يم چې جنت پريږدم ،ستا د سور دوزخ د يرې جانانه ميخانه درکړم واخلم ستا کندې کپرې ملا تا څکلې نه دې نرى سرئ شونډې کافرې ستا په غيږ کې ناستې نه دې د کالو ډکئ کوترې د جومات په چړچوبئ کې يادوه پردئ تور سرې ډک ګلزار کې ته ولاړ په ډيران لکه د خر يې وږې سترګې ،وږې خيټه ،بد قسمته بد نصيبه خيشت او مينې ته شمکوره او په زړه په روح غريبه راش

Mula. Mulla By Abdur Rahim Roghani. Roghani Baba Pashto Sherona.

Mula. Mulla By Abdur Rahim Roghani. Roghani Baba Pashto Sherona. يو مُلا مو کسب د ټوپک تورې نېزې کوي  بل مُلا مو کار د دم تعويذ او اجازې کوي  بل مُلا مو مَلّا د سياست کار ته تړلې ده مونږه ئې خوارو زار کړو او مُلا صاحب مزې کوي دا فرقې فرقې رنګين اسلام راته اور شوےدے يو مُلا مو وژني بل مُلا مو جنازي کوي  ( عبدالرحيم روغانی ) #پښتانه_تباه_دي Mula. Mulla By Abdur Rahim Roghani. Roghani Baba Pashto Sherona. Yaw Mula Mo Kasab Da Topak Toray Nexe Kawi. Roghani Baba Pashto Shayeri, Pashto Two Lines Poetry. Pashto Pedia Pukhto Sherona, Pashto Info, Pashto Times

Pashto Two Lines Poetry. Ghani Khan, Khuday Aw Mula.

Pashto Two Lines Poetry. Ghani Khan, Khuday Aw Mula. Latoon د مًلا خبری خوشی  ‏معامله ستا او زما ده  ‏دا داستان د لوږی نه دی ‏دا قصه د عشق او سا ده غنی خان Tags And Keywords. Pashto Two Lines Poetry. Ghani Khan, Khuday Aw Mula. Latoon Da Ghani Khan Baba. Ghani Khan Baba Relation With God And Mulla. Pashto Two Lines Poetry. Pukhto Shayeri, Da Ghani Khan Shayeri. Ghani Khan Baba Sherona. Lewanay Falsafi Ghani Khan Baba. Pashto Lines. Lyrics Of Ghani Khan Poetry. Pashto Poetry Lyrics. Latoon Book Of Ghani Khan. Best Of Ghani Khan Baba. Ghani Khan Poetry In Pashto Fonts. Pashto Pedia Pashto Times

Afghan Bank Notes, King Zahir Shah And Clergy of Afghanistan.

 Afghan Bank Notes, King Zahir Shah And Clergy of Afghanistan.  یو چا کېسه کوله ظاهر شاه چې نوی بانکي نوټونو کې خپل عکس چاپ کړو نو دیني علماوو اعتراض وکړو چې عکس په جیپ کې وی مونځ نکېږی. اعتراضونه چې ډېر شول نو ظاهر شاه دا معترض علما ارګ ته راوغوښتل او وویل راځي په دې موضوع له لږدی خبرې وکړو کله چې علما ارګ ته ورسیدل ظاهر شاه یو یو بنډل د نوی پیسو یو یو کس ته وړکړو او وویل "دا وګوری دا څه مشکل لري". سم د لاسه ډوډي راغله، کېسی شوی او د نوټ په سر د عکس بحث پاتې شو. د کې چا غږ وکړو مونځ وخت دي. ټولو علماوو هغه د پیسو بنډل جیپ ته کړو او مونځ لپاره یې صفونه تیار کړل. مونځ چې خلاص شو، ظاهر شاه غږ وکړو "وګورئ مونځ وشو" Afghan Bank Notes, King Zahir Shah And Clergy of Afghanistan. Afghan Currency Afghanai Or Afghani With Zahir Shah Picture Printed. Pashto Info Article About History Of Afghanai. Pashto Pedia Pashto Times.

Dam Aw Mula. Pashto Latifa, Pashto Jokes About Mulla.

Dam Aw Mula. Pashto Latifa, Pashto Jokes About Mulla. يو ډم يو خوا ته روان وو، مُلا ترې پوښتنه وکړه، "چېرته روان يي؟" ډم ورته ويل کليوالو رابللی يم؟ مُلا ترې بيا پوښتنه وکړه، خېر خو دی؟ ډم ورته ويل خوَد خېر دی، که شر وای، خو ته بې رابللی وې.🤪

Mula, Pukhto Ghazal Mulla By Izatullah Zwab. Pashto Sheroona.

Mula, Pukhto Ghazal Mulla By Izatullah Zwab. Pashto Sheroona. New Pashto Poetry. 2022, 2023. په ښار کې چې دويم او درېيم واده کوې ملا  د کلي مقتديانو سره څه کوې ملا ؟ پخوا خو به د خان او د ملک دېره کې پروت وې جرګې لکه چې اوس ورسره نه کوې ملا؟ له دين سره د خلکو ورځ په ورځ مينه زياتېږي  ټينګار به په روژه او په لمانځه کوې ملا!  مېرمنو ته د ږيرو پرېښودو فرمان صادر کړه  سړو سره چې هر څه کوې ښه کوې ملا!  کارونو سر خوړلی دی الله روزي رسان دی خبره به د خېټې که د زړه کوې ملا ؟ همدغسې دې ټولې خپلې چارې خدای ته سپاره د خدای پاک ټولې چارې به اوس ته کوې ملا! ځواب چې ستا دې يو نيم بې منطقه کار ته ګورم  په اوړي کې مې هم کله ساړه کوې ملا ! عزت الله ځواب Mula, Pukhto Ghazal Mulla By Izatullah Zwab. Pashto Sheroona. New Pashto Poetry. 2022, 2023.

A Mad Mullah (Possibly Sartor Faqir) With His Followers North West Frontier, C.1900s

A Mad Mullah (Possibly Sartor Faqir) With His Followers North West Frontier, C.1900s. Sartōr Faqīr (Pashto: سرتور فقير‎; 19th century - 1917), also known as "Mullah Mastan or Mullah Mastana" Lewanai Faqir or Saidullah in Pashto and by the British as "The Great Fakir" or "Mad Faqir", "Mad Faqir of Swat" or the "Mad Mullah", was a Pashtun tribal leader and freedom fighter. His name Mullah Mastan translates to "God-intoxicated" as a reference to his religious convictions and his belief that he was capable of miraculous powers. Sartor Faqir was born as Saidullah Khan in the village of Rega Buner in the Buner Valley and was a member of a branch of the Yousafzai tribe. In order to further his religious education, he lived and travelled throughout India and Central Asia, before setting in Mazar-i-Sharif in Afghanistan for a period of ten years. In 1895, he returned to Buner. In response to the British occupation of the North West Fro

Da Shetan Kona.. Growing Tomato in Syria and Religious Fanatics

 Da Shetan Kona.. Growing Tomato in Syria and Religious Fanatics ‏نولسمې پېړۍ کې چې کله د لومړي ځل لپاره په شام کې روميان وکرل شول نو مولايانو يې کرل او خوراک حرام وګڼل ځکه چې رنګ يې سور وو او نوم يې ورته (د شيطان سومبۍ) ورکړو مطلب د شیطان کونه (من النهضة إلى الردة، جورج طرابيشي) قاضي باران

Mufti Sardar Ali Haqqani Aka Tawajo Mula Dead In Car Accident

Tawajo Mulla Dead In A Car Accident Today. Rest In Peace. 08 May 2022 Mufti Sardar Ali Haqqani Aka Tawajo Mula Dead In Car Accident At Dara Adamkhel. He was Famed For His Heated Speeches With Attention Calls Of Tawajo. Mufti Sardar Ali Haqqani Was From Mardan and Haqqania Graduate. Mufti Sardar Ali Haqqani became Popular After his speech about Corona Virus Covid 19 with Loud Calls of Attention " Tawajoo ". He Was Staunch supporter Of JUI F led By Maulana Fazal Ur Rehman. افسوناک خبر  ۔ مفتی سردار علی حقانی عرف توجو ملا  کار حادثے میں جانبحق درہ آدم خیل شینی کلی بازار میں موٹرکار اور سرف گاڑی کے درمیان خطرناک ایکسیڈنٹ میں مفتی سردار علی حادثے میں شدید زخمی ہونے کے بعد  زخموں  کی تاب نہ لاکر خالق حقیقی سے جا ملے ڈرائیور بھی جان بحق اللہ مغفرت کرے د خیبر پښتونخوا یو مشهور شخصیت حضرت مولانا مفتي سردار علي خان چې په (توجو، توجو) یې شهرت درلود، نن ورځ یې په یوه ترافیکي پیښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. Tawajo Mulla Dead In A Car Accident Today. Breaking News Of Tawajo Mula Death In Ca

Da Mula Aw Shitan Mukalima by Ashraf Mafton. Dialogue Of Mulla And Devil.

Da Mula Aw Shitan Mukalima by Ashraf Mafton. Dialogue Of Mulla And Devil. Da Mula Aw Shetan Mukalema. Pashto Poetry Genre. Poem Nazam «د مُلا او د شیطان مکالمه» شاعر: اشرف مفتون *** مُلا: دا تپوس له تا کومه؛ اے شیطانه! جنت څۀ وي؟ د غیورو خود دارانو هلته قدر و قیمت څۀ وي؟ شیطان: هلته تل ابدي ژوند وي, هلته تل خندا خُندي وي  هلته بل رنگ شرابونه, هلته بل رنگه مستي وي هلته گير چاپېر چې ګورې, يو پُرکیفه کیفیت دی  ژوند خو هغه ځای کې ژوند دی, دلته ژوند خو مصیبت دی همیشه د شهدو پیو ویالې هلته کې بهیږي مست او یخ ښُکلې بادونه هلته شامُدام چلېږي  هلته خواؤ شا په خرامونو د مرغو ښائیسته چغار  د لختې سپینو اوبو کې د مزې مزې شرار د میوو نه ډکې ونې ښکته ځمکې ته نسکورې  سرۀ پیازی او زیړ ګلونه, د شنو ونو ښکلې سیورې د طوبیٰ د ونې لاندې په چمن کې ناست خاموشه  نوراني ښائیسته جلوو کې فکر و خیال دواړه مدهوشه هلته زړۀ له درده خلاص وي, غم، ژړا، واویلا نۀ وي ـ جوش, جوبن, تگ, د ځوانۍ گرځیدۀ په همسا نۀ وي  هلته د هجر د اشنا کې د دې اُوښکو باران نشته  د جانان له جوړ ستمه د چا څیری ګرېوان نشته  هلته حُورو او غلمانو

Taliban Prime Minister Congratulated PM Shehbaz Sharif. Open Letter In Pashto.

 Taliban Prime Minister Congratulated PM Shehbaz Sharif. Open Letter In Pashto. Mulla Muhammad Hassan Letter To Prime Minister Shehbaz Sharif. ‏طالبان کی امارات اسلامی کے وزیراعظم ملا محمد حسن اخوند کی طرف سے میاں شہباز شریف کو وزیراعظم بننے پر مبارکباد کا خط۔۔۔۔شہبازشریف کے وزیراعظم بننے سے دونوں ممالک کی تعلقات میں بہتری کی توقع کا اظہار ۔  Taliban Prime Minister Congratulated PM Shehbaz Sharif. Open Letter In Pashto. Mulla Muhammad Hassan Letter To Prime Minister Shehbaz Sharif. Letter To PM Shehbaz Sharif. Pashto To Urdu Translation Of Afghan PM Letter. Pashto Times.

Mullah Pawanda. Muhiuddin Of Shabi Khel Mehsud Pashtun Tribes.

 Mullah Pawanda. Muhiuddin Of Shabi Khel Mehsud Pashtun Tribes. Mullah Powindah. Who Was Mula Powinda? Mullah Powindah's real name was Mohiuddin and he belonged to the Shabi Khel section of the Mahsuds. He was a disciple Maulana Hamzullah Khan.  تاريخي_يادښتونه📖 هېر سوی پښتون مبارز ملا پوندہ اخند: محی الدین محسود په وزيرستان کي په ملا پونده‌ اخند مشهور وو. کله چي په ۱۸۹۳ع کال #امير_عبدالرحمن_خان د ډیورنډ تړون له پښتني مشرانو/ځانګړي ډول پښتني قبايلو له مشوري پرته ومانه، نو ملا پونده له څو زرو وزیري او مسيدو لښکرو سره کابل ته راغلل او له امیر عبدالرحمان خان وغوښتل چي خلک جګړې ته وهڅوي او دا تړون لغوه کړي، ملا پاوند له یوه ډله وزیرو او مسیدو سره عبدالرحمان ته راغلی او ورته یې وویل:  "ته څه حق لرې چي زموږ مځکه په انګرېز پلورې؟"  عبدالرحمان ورته ویل چې هر څومره وزیر راځي دی په افغانستان کي مځکې ور کوي. همداسي وسول او یو شمېر کسان افغانستان ته راغلل، خو ملا پاوند او ملګرو یې مبارزه وکړه او تر مرګ وجنګېدل.  وای کابل مېشتي او نور پښتانه د وزيرستاني لښکر بيرته خفه تللو او وزیريست

Bacha Khan Baba, Mulayan, Murree aw Padri. Zama Jwand Aw Jadojehad.

Bacha Khan Baba, Mulayan, Murree aw Padri. Zama Jwand Aw Jadojehad. Pashto Article And Blogs زه یو کال د اوړي د ګرمیو تېرولو لپاره کوه مري ته تللی وم، هلته راباندي څو ملایان چي زما دوستان وو راپېښ سول؛ مازیګر مي د سیل صفا لپاره له ځان سره را وایستل. ګرځېدو، ګرځېدو یوې بنګلې ته ودرېدو، ما ملایانو ته مخ را واړاو ما ویل چي دا بنګله څنګه ده؟ دوئ وې ډېره ښکلې ده، ما وې دا شنه چمنونه او د ګلونو باغچه څنګه ده؟ ویل ډېر ښایسته چمن او ګلونه دي, ما وې هغه ماشومان چي لوبي کوي څنګه دي؟ دوئ وویل ډېر پیمخي او ګلالي دي, ما ویل هغه موټر چي ډرایور یې صفا کوي څنګه دئ؟ دوئ ویل ډېر ښه موټر دئ، ما وې هغه په کرسۍ د ناست کس جامې څنګه دي؟ دوئ وې ډېري ډولۍ جامې یې اغوستي، ما ویل دا سړی پېژنئ؟ ویل نه؛ څوک دی؟ ما ورته وویل دا د پیرنګیانو ملا دئ، چي قوم یې په بنګله کي اوسي ملا یې هم په بنګله کي دئ، چي قوم یې په ګېډه موړ وي، ملا یې هم په ګېډه موړ وي، چي قوم یې په جامه پټ دئ، ملا یې هم په جامه پټ دئ، چي قوم یې په موټر کي ګرځي ملا یې هم موټر لري، او زموږ چي د قوم د هستوګني کوډله نسته تاسو هم جومات کي اوسیږئ، او چي په

Da Yaw Mula Na Me Tapoos Oko. Pashto Song Lyrics Of Ajmal Khattak Baba

 Da Yaw Mula Na Me Tapoos Oko, Ma Way Mula Sahib Janat Ba Sa We. Ajmal Khattak د اجمل خټک بابا رح دولسم تلين #نظم:- د جنت لټون د يو ملا نه مې تپوس وکړو ما وې ملا صاحب جنت به څه وي؟ هغه په ګيډه لاس واهه ويل يې تازه ميوې او د شودو رودونه خوا کې کتاب ته يو طالب ناست وو ما وې چې ته به په کې څه ووايي؟ د زليخې کتاب يې بند غوندې کړو وې چې ښايسته حورې او شنه خالونه شيخ د تسپو اميل په لاس ولاړ وو په خپله ږيره کې يې لاس وهلو ده پرې را ودانګل نه داسې نه ده ښکلې غلمان او جنتي سرونه يو خان په لويه سجده پروت پاڅيدو ما وې چې خان کاکا ستا څه رايه ده؟ خپله شمله يې سموه ويل يې د سرو او سپينو عنبرې کورونه خوا کې يو ستړى سيليدو ولاړ وو ما وې مزدوره ته جنت پيژندنې؟ د خپل تندي خوله يې وچه کړله وې چې ماړه ګيډه خواږه خوبونه يو ليوانۍ غوندې په لاره تيريدو ما وې چې يه فلسفي ته څه وايي؟ خپل ببر سر يې ګروو ويل يې بس د انسان د خوشحالو خوبونه [ما دې خپل زړه ته سر ورښکته کړلو ده په اوترو سترګو بره کتل دى شين اسمان ته غوريدو ويل يې ما اوريدل ترې دا يو څو لفظونه ويل يې اى د له مکان خاونده په خپل مکان کې خپل اختيار جنت

Ghani Khan Nazam, Shondo La Khwand, Stargo La Rang

 Ghani Khan Nazam, Shondo La Khwand, Stargo La Rang. ‏شونډو له خوند او سترګو له رنګ پوزې له بوی د نرګس د لونګ زړه له امېد او مستي او ارمان غوږ له سرود او شڼار او شرنګ ما له سرور او ژوندون او نور دا څو اوازه د ژوند‌ د رنګ ټق ټق د اور ټپ ټپ د باران اخ اخ د وصال اٌف اٌف د ارمان وۍ وۍ د جنون وخ وخ د صنم ‏نا نا او او هر وخت د‌ صنم قټ قټ د‌ خندا پړق پړق د مستۍ شړنګ شړنګ د‌ پايزيب چڼ چڼ د لښتۍ شړ شړ د اوبو شغ شغ د‌ نسيم بس بس د دلبر بړ بړ د غليم دم دم د دوپړۍ ټنګ ټنګ د رباب غړ غړ د پيالۍ سخ سخ د کباب چپ چپ د کوکۍ بس بس د دلبر چړ چق د تارو ګوګو د کمتر  Ghani Khan Nazam, Shondo La Khwand, Stargo La Rang. Pashto Times 

Swal Aw Jawab. Da Lewani Aw Mula. Ghani Khan Nazam

 Swal Aw Jawab. Da Lewani Aw Mula. Ghani Khan Nazam. (سوال ځواب د ليوني او ملا) ليونيه ! مکه څه ده؟  ملا! کور د يو عاشق دی کوټنئ دي که ديرې  د همؤ رب خالق دی ليونيه! ايمان څه دی؟  ملا! دا دی پوخ ګمان د يو خوب په زړه ليده دي  د وصلونو د جانان ليونيه! جنت څه دی؟  ملا! ستا جنت پيتي ده او زما جنت وصال دی  يو خمار يوه مستي ده ليونيه! حوره څه ده؟  ملا! لهر د خمار دی يوه کرښه ده شفق ده  د خندا بړبړکئ ده ليونيه! نشه څه ده؟  ملا! دا په سيل واته دي د مستئ رنګين محل کې  دا واته ننواته دي ليونيه! چه لمونځ څه دی؟  ملا! خاورې ښکلول دي د جانان کوڅې ته تلل دي  د اميد ارمان کېدل دي ليونيه! سجده څه ده؟  ملا! ځان خاورې کول دي د مستئ د ګلو هار  د يار پښو کې اچول دي ليونيه! ژوندون څه دی؟  ملا! زه يمه ژوندون دا زما د خوب ليده دي  د سبا او د پرون ليونيه! وصال څه دی؟  ملا! ښيست کې ډوبېده دي دا په ستورو ګډېده دي  په سپوږمۍ کې خورېده دي ليونيه! حسن څه دی؟  ملا! لهر د خمار دی يو موسکی موسکی شان خيال دی  يو نری د رڼا تار دی ليونيه! ته يې څوک؟  ملا! زه د چا ارمان زه يو ګل د چا د ګوتو  پروت په پښو کې د جانان شاعري

Gada Ma Kawa. Amjad Shehzad New Pashto Poetry Ghazal 2022.

Mulla Ma Kawa. Amjad Shehzad New Pashto Poetry Ghazal 2022. زه پېدا کړے خداٸے آزاد يمه ملا مه کوه  ته ماته څه وې چې هغه مه کوه دا مه کوه ـ خارو ته وايه نغمې مه وايه ګناه مه کوه ـ  چينار ته وايه د سيلۍ سره ګډا مه کوه ـ  نمر ته هم وڅنډوه ګوته چې رڼا مه کوه سپوږمۍ ته هم کړه سترګې برندې چې ځلا مه کوه ـ  د چا د غاړې لونګين به وږمې نه خوروي ـ  د چا د لاس بنګړو ته وايه چې شړنګا مه کوه ـ   امجده دا اولس کوي اجتماعي خودکشي۔ ۔   امجده دوي له د ښې ورځې تمنا مه کوه ـ Local Afghan Singer With Tears In his Eyes Looking At The Music Instruments Taliban Burning. January 2022 Amjad Shehzad. Pashto Times New Pashto Ghazal. Pukhto Ghazal 2022, 2023. New Ghazal Poetry By Amjad Shehzad Rababist.  Amjad Shehzad New Pashto Poetry Ghazal 2022. Mula Ma Kawa, Khanda Ma Kawa, Tamana Ma Kawa, Guna Ma Kawa. Pashto Sherona 2022. New Pashto Sherona, Pukhto Sherona. New 2022 Pashto Sherona. Sherona Aw Ghazalay.  Pashto Sherona Aw Ghazals New 2022. Pashto Times Tags. Two Lines Pashto Poetry 2022. Pashto Two Lines Sher

How Afghans Opposed Ghazi Amanullah Khan? Pashto Blog

 How Afghans Opposed Ghazi Amanullah Khan? Pashto Blog نن د دې کتاب د لوستلو ورځ ده! امان الله خان سړه ساه وایسته ــ ای پرنګیانو، حق مو و، وطن مو را غرق کړ ومې خندل ــ ته هم ګرم وې، ډېر تېز روان وې غلی شو، بېرته پر خپل ځای کېناست، پیاله یې ور پورته کړه، ویې ویل: ــ سم وایې! زه تېز تلم، ځکه وخت کم و، ما ویل چې په خپل ژوند کې یو پرمختللی افغانستان ووینم. داسې وطن چې اوسېدونکي یې د دې خلکو په څېر آرام ژوند ولري، لوږه ونه پېژني، تعلیم وکړي، د ځان او نورو په حقوقو پوه شي، ښه او بد ور مالوم وي، په کورونو کې د مورچو جوړولو پر ځای، د کتابونو ځای جوړ کړي ... نور یې په یو او بل نوم غلط نه کړي.... غلی شو له پیالې یې سور وکړ، سوړ اسویلی یې وایست: ــ ایټالویان له دوهمې نړیوالې جګړې راووتل، ټوله ایټالیا خاورې شوه خو خلک یې پوه او تعلیم یافته ول، په لسو کلونو کې یې بېرته ايټالیا، ایټالیا کړه، اوس موټرې او طیارې جوړوي، خو زموږ خلک بېسواده ول، ماغزه به مې ورسره وخوړل، په عادي خبره به یې قناعت نه کاوه. غلی شو، یو دم یې ترخه وخندل: ــ یو وخت څو سپینږیري راغلل، دوی په کابل کې  رېل لیدلی و، غوسه یې نه کڼټر