Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Moeez Momand

A Shaheeda, A Ashiqa, A Bacheya Da Mansoor

 A Shaheeda, A Ashiqa, A Bacheya Da Mansoor. Poet. Ghani Khan Baba Poem Nazam. Shaheed نظم: شهید اواز: معیز مهمند Moez Mohmand  انځورګری: تراب مهمند Imam Hussain Turab  اے شهیده ! اے عاشقه ! اے بچیه د منصور په خندا جانان له لاړی ،ډوب دریاب کښ شوی د نور نادانان درپسی ژاړی، ماشومان درته مجنون وایی لیونی درته پسخیږی اے ایری د کوه طور ننګیاله سر دی ورکړو د یار ښپو کښ دی لوګے کۀ اوس یی ګوره مسکۍ سترګی، ښکلی ډکی د غرور ما راوړی تاله نه دی د سرو ګلو امیلونه د جنت بلبلان څه کړی د دنیا د باغ ګلونه  تا کړی خپلی سترګی خاوری چی زما پری شی روښانه تا قیصه زما د درد، بره یوړه تر اسمانه ستا د وینی څاڅکے څاڅکے چی تا تویی کړه د ارمانه ماته سری ډیوی بلیږی په کوڅه کښ د جانان د دنیا تاجونه ځار شه ستا د بخته ستا د شانه د لیلی په زنګون پروت یی د مجنون څیری ګریوانه ما راوړی تاله ندی د رامبیلو امیلونه د جنت بلبلان څه کړی د دنیا د باغ ګلونه غنی خان بابا Poet. Ghani Khan Baba Poem Nazam. Shaheed Awaz, Vocalist, Singer. Moeez Momand. Painting By Imam Hussain Turab