Skip to main content

Posts

Showing posts with the label December

December wo. Pukhto Nazam By Hamdard Yousafzai

 December wo. Pukhto Nazam By Hamdard Yousafzai """"16th December "" اور اغستی پېښور وو‘دسمبر وو  ټول وطن پرهر پرهر وو ‘دسمبر وو  بې نېټې پکښې محشر وو ‘دسمبر وو  وينې وينې هر نظر وو ‘دسمبر وو  زړه د هر انسان اوتر وو ‘دسمبر وو  راج په ښارکښې د شمر وو دسمبر وو  مور د زوي په انتظار وه ‘چې به راشي  زوي ېي تلې په سفر وو ‘دسمبر وو  اه ...واړه روحونو تلي وو اسمان ته  د قيامت هر يو منظر وو ‘دسمبر وو  په جنت کښې فرښتې وې ‘غرېو نيولي  دسمبر وو ‘دسمبر وو ‘دسمبر وو  غريو نيولي ملاکنډ ‘سلګې سلګې وو په ژړا هم ستر خېبر وو‘ دسمبر وو  يزيدانو کربلا وه جوړه کړه  د حيسن ‘‘شهيد لښکر وو دسمبر وو  د زړه غوښې وي د مياندو په انګار کښې  د پلرونو غوڅ ځيګر  وو ‘دسمبر وو  ېوه مور په انتظار ‘زوي ته ولاړه  زوي ترې تلي مرور وو ‘دسمبر وو  اخ!!! همدرده څه بلا وه ‘نه هېرېږي  ستا د زړه نه څوک خبر وو ‘دسمبر وو  ھمدرد

Sharab, December Aw Pukhto Shayeri. Blog

 Sharab, December Aw Pukhto Shayeri. Blog عربو له اسلام مخکې پریمانه شراب څښل، نو ځکه شرابو او د شرابو ظروفو، د شرابو ځای( میکده)  او له شراب څښلو را وروسته کیفیت یې شعرونو ته لاره وکړه او په دې اړه یې خپلې تجربې په لوړ شعري انداز شریکې کړې وروسته داسې عجمو ( فارسي- پښتو) شاعرانو هم دا تقلید وکړ چې نه یې شراب لیدلي و او نه یې نور لوازمات بس ځانونه به یې شعرونو کې خمار خمار کول او زنګیدل به خدای مې دې غاړه نه بندوي؛ په اوسنیو نوو تقلیداتو کې د ( ډسمبر) ذکر دی. دې میاشت کې شپې اوږدې وي، خو  دا چې ډسمبر زموږ په تقویم کې نشته، نو د دې یادول هم راته وچ کلک تقلید ښکاري

Bia December Day. Qaisar Afridi Pashto Poem

 Bia December De aw Za Pashto Poem About December by Qaisar Adridi بیا دسمبر دے او زۀ .... د دسمبر په څلورمه نېټه  مونږ یوه لویه محرومي ولیده مونږه سنګینه جدائي ولیده مونږ د رموز مونږ د ایما داسې تاوان ولیدو مونږ د تشبیه دومره خفګان ولیدو مونږ د غزل هغه ګریان ولیدو چې بس دا زړونه مو چودلي نۀ دي په مونږ به هر څه هر څه شوي هم وي خو په دې ځمکه کښې ښخ شوي نۀ یو مونږ د تسنیم سره مړۀ شوي نۀ یو "قېصر اپریدے" #RememberingRiazTasneem په ګور ي نور او یاد ي تل پاتې