Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Najib Amir

Pashto Love Poetry New 2022 Pashto Love Ghazal. Pashto Sheroona 2022

Pashto Love Poetry New 2022 Pashto Love Ghazal. Pashto Sheroona 2022 By Najib Aamir, Mashaal Radio Prague. پر موږ ګرانې دي رشتې حالونه وايي  د قهوې دا دوه پیالې حالونه وايي ځیني ما غوندې د ورځې هم ګونګي وي ځیني ځیني ان د شپې حالونه وايي دلته دوه ښکلو یو بل غېږ کې نیولي دا حسینې نظارې حالونه وايي دا ته نه یې ستا پیریان راته غږیږي د شرابو پیمانې حالونه وايي موږ په هغه چم کې مینه خپله وکړه چې کړکۍ او دروازې حالونه وايي زه یم غلی، نو بیا ته څنګه خبر شوې؟ جوړې ټولې مرحلې حالونه وايي ته یې ورکړلې، په ماشوله ناوخته سرودونه، تماشې حالونه وايي یو څو ښکلو باندې اوس هم بلا ګران یې د ګلونو ګلدستې حالونه وايي تا ته چا وی شاعري کوه عامره د غزل ټولې مصرې حالونه وايي  ٢٠٢٢ مې ١١ پراګ Pashto Love Poetry New 2022 Pashto Love Ghazal. Pashto Sheroona 2022 By Najib Aamir, Mashaal Radio Prague. Azadi Radio And Mashal Radio Are Prague Based Pashto Radio. Pashto Times Pashto poetry. Pashto Shayeri SMS. Pukhto Shayeri, Pashto Love Poetry.

World Book And Copyright Day. Pashto blog By Najeeb Aamir

 World Book And Copyright Day. Pashto blog By Najeeb Aamir د اپرېل ۲۳مه د کتابونو او د کاپي رایټ نړېواله ورځ وي. سړی که د کالهندارې ته نظر واچوي نو نږدې هره ورځ په کوم نوم نومول شوې ده او زموږ د برخې په فیس بک کې که موږ نور څه کوو کنه خو یو کار ارو مرو کوو او هغه دا چې بس یوه بهانه ګورو او خپل عکسونه پر فیس بک او نورو ټولنیزو رسنیو خپروو. دا کومه بده خبره نه ده  خو دومره مهمه هم نه ده. له دې معلومېږي چې موږ یا خو ویلو ته ډېر څه نه لرو او یا بس د ژوند هر کار ته سطحي ګورو  کاش موږ رښتیا هم د کتابونو لوستلو همدومره مینه وال وای نو نن به د پښتو د هر لیکوال کتاب یواځې په پنځه سوه، زر یا دوه زره تیراژ کې نا چاپېده بلکې د لکونو او مېلیونونو په شمېر کې به مارکېټ ته راتلو او خلک به یې اخېستو ته لېواله وو. دلته خو لا کیسه اوس هم په شاعرانه او پښتنه مینه د کتابونو د ډالۍ کولو ده او په فیس بک د دغو فرمایشونو چې د کتاب پي ډي اېف بڼه یې نه لرې؟  نو په داسې حال کې پښتون لیکوال او شاعر کتاب لیکي او ځان صاحب کتاب ګڼي، د ژړا مقام دی خو ورکوه یې موږ په ژوند کې په ډېرو ډګرونو او په ډېرو خبرو ژړلي دي نو په

Khumar Makham. Pukhto Azad Nazan by Najib Amir

 Khumar Makham. Pukhto Azad Nazan by Najib Amir خومار ماښام Khumar Makham, Pashto Poem By Najib Aamir, RFE Radio Prague. په سرو سکروټو وریته شوې غوښه ما ته له واینو سره یو ځای راوړه که تا ته یاد شي د لومړي کال په واورین ماښام کې په ماري بار کې له ګارسونې څخه هم دا مې غوښتي وو، په څومره مینه بیا هغې تا ته مخ در واړولو  او په موسکا یې له تا هم وپوښتل  تاسو څه خوښ کړل فرمایش مو څه دی؟ تا ورته وی سیزر سلات مې خوښ دي او په کولا کې واوره هم واچوه بیا دې زما د لایټر په مرسته د مېز د پاسه شمعې بلې کړلې هغه ماښام څومره ښایسته ماښام و موږ د غریب وطن دوه خوار مینان څومره هوسا څومره غني ښکارېدو ته په کولا باندې نشه ښکارېدې زه خپلو واینو ته په دې غصه وم ولې په ما باندې اغېز نه کوې؟ له تا نه ډېر د دې جینۍ سترګو کې د خومارونو مۍ خانې وینمه ته په ما پویه شوې ویل دې راته مزه یې شته کنه؟ لږ حال ووایه ما د ویلو  ډېر څه نه درلودل بس دا ټپه مې درته وویله د شین خالۍ کنډر مې وکړو ځان مې بدنام کړو، رامې نه وړل شنه خالونه  ٢٠٢١ نومبر ٢٤ پراګ خمار ماخام Khumar Makham. Pukhto Azad Nazan by Najib Amir of Azadi Ra