Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Peer Muhammad Karwan

Rababi Malanga Rasha. Lyrics Of Pashto Song By Naghma khaperai. Poetry by Pir Muhammad Karwan.

Rababi Malanga Rasha. Lyrics Of Pashto Song By Naghma khaperai. Poetry by Pir Muhammad Karwan. ربابي ملنګه راشه  تبرزين په اوږه کيږده او يو پړک له لمره راوړه بې پېلوځو ته د ستورو د سپوږمۍ خبره راوړه له ترخو مو زړونه ډک دي بس خوږه سندره راوړه  تری تم يې را پيدا شه ربابي ملنګه راشه  د غم تورې تورې لړې راخورې څپې څپې دي سېلۍ ګرځي په غبار کې د غاټول پټې تپې دي سپينې ورځې رانه ورکې رانه تاوې تورې شپې دي  هله پړک وکړه رڼا شه ربابي ملنګه راشه  سرې په وينو جنازې مو په بروځو وې تړلې د څېړۍ کټ کې مو يوړې د نښتر څانګو وهلې مودې کيږي چې نغمې مو وې کږلې او کږلې  د نغمو مسته دنيا شه ربابي ملنګه راشه  بيا د مستو سرودونو د غزل کتاب درواخله دا غوټۍ د زړونو وا کړه دا ګلاب ګلاب درواخله منکرانو ته ټک ورکړه چندڼي رباب درواخله  د سندرو اژدها شه ربابي ملنګه راشه  جينکيو مو منلی درته نذر د لونګو دا ګېډۍ زلفې يې ګوره لکه تور لوګی دبنګو پاچهۍ دې صدقه شي ستا له سرو سترګو ملنګو  په اتڼ او په ګډا شه ربابي ملنګه راشه  ډېر بدرنګ وختونه ګرځي نه چې مونږ درنه بدرنګ ...

Peer Muhammad Karwan Best Pashto Lines. Pashto Two Lines Poetry.

Peer Muhammad Karwan Best Pashto Lines. Pashto Two Lines Poetry. اداګانې دې د هند د نڅــــــاګــــــــرې خو جلال دې په څهره کښې د افغان پېښور د جـــــــــــوماتونو وطن بويه دنګــې دنګـې منارې يې ستا په شان #پير محمد کاروان Discover More Pashto Sherona – The Soul of Pashto Poetry If you are searching for  Pashto Sherona  (Pashto poetry), you are in the right place. At  Khatirnama , we bring you a beautiful collection of  Pashto love poetry ,  sad sherona ,  classical Pashto verses , and  modern Pashto poetic expressions  that reflect the heart and soul of Pashtun culture. From emotional verses about love and loss to patriotic poems about  Pashtun identity, honor, and traditions , this platform showcases both original creations and timeless classics. Each poem connects deeply with Pashto speakers around the world and resonates with the true spirit of  Pashto literature . What You’ll Find on Khatirnama: Pashto Love Sherona  – Heartfelt...

Ghazal. Peer Muhammad Karwan Pashto Ghazal. Karwan Wraz

Ghazal. Peer Muhammad Karwan Pashto Ghazal. Karwan Wraz 30 July غزل تورې سرې او ګورم شنې زرغونې سترګې که مې لګي د وطن پر جنډې سترګې له تا جار چې په ورغوي کې دې راوړې له ما ورکې وې له ډېرې مودې سترګې تروږمۍ ده سپوږمۍ ورکه ترۍ تمه مړې دې نه شي هغه بلې ډیوې سترګې لکه نشت وم، له یو چا نه دومره هېر یم د یو چا مې نن بلها یادېدې سترګې ګام په پام اخله خوږېږې لارویه! پر دې ځمکو د نازکو پرتې سترګې که دې زده نه وي لامبو میَنه وړي دې دریابونه غورځنګونه څپې سترګې د زړه خُم ور تشوه چې عالم تږی چې نوشلې به دې ‌ډکې پیالې سترګې  د سپوږمۍ ستورو ډیوو حاجت یې نه و په دې کور کې بلېدې د ادې سترګې په جېب جېب د کایناتو کې رانجه دي په لټون یې قافلې قافلې سترګې وي تمځای به یې ردیف د رڼاګانو په غزل کې مې روانې قافیې سترګې د کاروان د زړۂ سرود په مینه اوري په محفل کې ورته ناستې لمدې سترګې Discover More Pashto Sherona – The Soul of Pashto Poetry If you are searching for  Pashto Sherona  (Pashto poetry), you are in the right place. At  Khatirnama , we bring you a beautiful collection of  Pash...