Why King Amanullah Khan Given Title Of Ghazi. Pashto History Blog غازی امان الله ته غازی ولې وایې ؟ کومه غزا ٸې کړې وه؟ Answerd By Muhammad Idress. Who Was Ghazi Amanullah Khan? Biography Of King Aman In Pashto. امان الله خان د افغانستان هغه پاچا دى ، چې په ١٩١٩ زېږيز كال يې د خپل ملت په ملاتړ انگرېزان له هېواد څخه وشړل او يو خپلواك او سرلوړى حكومت يې جوړ كړ او په همدې توگه د افغانستان د خپلواکۍ گټيالی بلل کېږي. د غازي امان الله خان د حکومت وختونه د افغانستان په تاريخ کې د يو بې ساري ولسواکۍ او ټولنيزو بدلونونو دوران وو امان الله خان په ١٣٠٩هـ. ق كال د كابل په پغمان كې زېږېدلى، دی د امير حبيب الله خان زوی ، د امير عبدالرحمن خان لمسی ، د امير محمد افضل خان كړوسى او د امير دوست محمد خان كودى دى . د امان الله خان مور سرور سلطانه بېگم نومېده . کله چې په ٢٠ د فبروري، ١٩١٩ زېږيز کال کې دده پلار په د لغمان په كله گوش کې شهيد شو ، نو په هغه وخت کې امان الله خان د کابل والي وو او د کابل د پوځ او خزانې ټول واک دده په لاس کې وه په دې وخت کې امان الله خان په كابل كې پاچا شو ...