Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Hanif Khalil

Religion and Philosophy By Hanif Khalil. Mazhab Aw Falsafa. Pukhto blog

Religion and Philosophy By Hanif Khalil. Mazhab Aw Falsafa. Pukhto blog مذهب او فلسفه۔۔۔ مذهب د وحي په ذریعه ځنو کایناتي حقیقتونو ته اشاره کوي او فلسفه د عقلي استدلال جستجو او لټون په لاره کایناتي حقیقتونو ته د رسیدلو هڅه کوي۔۔۔ډیر خلق یا د فلسفې لوستونکي فلسفه د مذهب متضاد ګڼي خو زه یی نه ګڼم۔۔د کایناتي حقیقتونو لټون ساینس هم کوي ځکه زه ساینس هم د مذهب مخالف نه ګڼم۔۔۔ساینسي علوم پخپله د فلسفې نه زیږیدلي دي۔۔ځکه فلسفه د ساینسي علومو مور ګڼلی شي۔۔۔بلکې زه خو د کایناتي رازونو د لټون په وجه فلسفه یو مقدس او سپیځلی مضمون ګڼم۔۔۔خو مسله هلته پیدا کیږي چې د فلسفې مبتدي چڼي چې دوه څلور کتابونه ولولي یا یی نومونه زده کړي نو د مذهب بیزارۍ په لور مایل شي۔۔۔دا عمل د ناپوهۍ او جهالت په وجه هم کیږي او د فیشن په توګه هم۔۔وجه یی دا وي چې د فلسفې د څو ابتدایی کتابونو یی تش تلاوت کړی وي په مفهوم او مقصد یی سر نه وي خلاص او بس غټ غټ بیانات جاري کړي۔۔۔دې شوق کښې هر بې معنا او مبهم لیک یا تصور ته هم د فلسفې نوم ورکوي۔۔  دا هر څه که زه په خپله حواله ووایم نو شاید چې ډیر راته غوږ ونه نیسي بلکې بد رد هم راپسې

A Confession Of Jean Jacques Rousseau. Pashto Book Sumery By Hanif Khalil

A Confession Of Jean Jacques  Rousseau and Leo Tolstoy. Pashto Book Sumery By Hanif Khalil.  Book Summery In Pashto. Philosophy  اعتراف۔۔۔۔A confession مشهور مفکر او ادیب روسو د اعتراف په نوم یو کتاب لیکلی دی چې پکښې یی د عیساییت مذهب په رد کښې دلیلونه راوړي دي ځکه چې هغه د مذهب نه باغي وو۔۔۔په همدغه نوم یو کتاب معروف روسي لیکونکي او سکالر لیو ټالسټایی هم لیکلی دی۔۔۔د مذهب نه باغي ټالسټایی هم وو۔۔۔ټالسټایی په 1828کښې پیدا شوی وو۔۔۔ د دوو کالو ماشوم وو چې مور یی دنیا نه سترګې پټې کړې چې د نهو کالو شو پلار یی هم کوچ وکړو۔۔ټالسټایی وړومبی کاشتکاري او بیا فوج کښې نوکري شروع کړه۔۔زر یی د فوج نوکري پریښوه او مجسټریټ ولګیدو۔۔۔ژوند کښې یی اساني او مال دولت چې راغلو او مختلفې فلسفې یی ولوستې نو خپل مذهب عیساییت نه باغي شو۔۔ډیره موده یی د فلسفې په مطالعه عقلي دلایلو او بیا الحاد کښې تیره کړه چې د ژوند په یو پړاو کښې یی د کاینات په تخلیق۔۔د فطرت په ښایست۔۔د مرغانو په فطري ترنم وغیره غور وکړو نو د خدایی د وجود احساس ورته وشو۔۔۔چې ټول عمر یی د عقیدې په مخالفت کښې د عقلي اسبابو په اثبات زور راوړو او

History of The Name Of Pukhtunkhwa. Akhund Darweeza Baba

 History of The Name Of Pukhtunkhwa. Akhund Darweeza Baba  By Hanif Khalil. History Of Pukhtunkhwa State. په دې خبره ډیر خوشاله شوم چې د پښتنو سیمې ته په وړومبي ځل د۔۔۔ پښتونخوا۔۔۔ په نوم مخاطبه د مغلو د ایجنټ په نوم مشهور اخون درویزه خپل کتاب مخزن الاسلام کښې کړې ده۔۔۔هسې خو د رګوید ۔۔پکهت ۔۔کښې هم دغه ریښه شته۔۔۔د اوستا۔۔بخد۔۔۔کښې هم دغه جرړه شتون لري۔۔د یونانیانو ۔۔پکټویک۔۔۔ورسره هم نزدیکت لري۔۔۔د سلیمان ماکو۔۔۔پښتنخا۔۔۔هم وجود لري۔۔۔د پکتیکا او پکتیا نومونه هم زمونږ مخې ته دي۔۔۔خو د دغو روایاتو یو خو د استناد مسله رامخې ته ده او که مستند یی هم وګڼو نو دغه نوم یی صفا صفا ۔۔پښتونخوا۔۔نه دی یاد کړی۔ د کره حوالې سره بیخي همدغه۔۔پښتونخوا۔۔۔نوم ماته د اخون درویزه نه مخکښې چرته تر نظره نه شو۔۔۔او بیا چې د مغلو دغه ایجنټ په خپل فارسي کتاب ۔۔تذکره الابرار والاشرار۔۔کښې مغل اکبر ته دا مخاطبه هم وکړه چې۔۔۔چون اکبر بادشاه از دین خیرالبشر انحراف نموده انصاف نکرد۔۔ندانست که این مردم یوسفزﺉ محض از برای خدا توجه نموده۔۔۔۔یعنې اکبر بادشاه چې د نبي خیرالبشر د دین نه انحراف وکړو نو انصاف یی ونه کړو۔۔

How old Pashto Folk Tapa Is? Hanif Khalil

  How old Pashto Folk Tapa Is?  Hanif Khalil ټپه څومره زړه ده۔۔۔ سپوږمیه کړنګ وهه راخیژه یار مې د ګلو لو کوي ګوتې ریبینه زمونږ ډیر پښتانه مشران څیړونکي او د ډنمارک څیړونکی جینز انولډسن وایی چې دغه ټپه د اریایی دور ده چې پکښې د څوارلسمې شپې د سپوږمۍ په مهال د سوما د لو او جوس جوړولو اریایی دود ته اشاره شوې ده ځکه ټپه تقریباً څلور زره کاله زړه ده۔۔۔دغه حواله ما هم څو ځایه کښې راخستې ده خو چې غور کوم نو دا راته هسې جوړه شوې افسانه ښکاري۔۔۔۔ځنې پوښتنې راوجتیږي چې د دغه موقف منلو کښې خنډ جوړیږي ١۔۔۔د دغه ټپې ژبه د نن ژبه ده۔۔۔بیخي ساده او روانه۔۔۔مونږ چې د څلور سوه کاله زوړ روښاني شعروادب هم ګورو نو دومره رواني او سادګي نه لري: د پټې خزانې نه په استثنا: نو څلور زره کاله پخوا پښتو ژبه داسې څتګه کیدی شي۔۔۔ ٢۔۔۔د پښتو کلاسیکي شاعرانو ولې ټپې نه دي وییلي یا په خپلو دیوانونو کښې شاملې کړي۔۔۔۔تر دې چې اشاره قدر یی هم نه ده کړې۔۔۔لکه د صنعت ارسال المثل به یی  د صنایع بدایع برخه جوړه کړې وه۔۔۔دا ښایی چې دغه دور کښې هم ټپه نه وه۔۔۔ ٣۔۔۔دغه ټپه کښې دغه د ۔۔۔کړنګ وهه۔۔۔روزمره هم راته مجهوله ښکاري۔۔۔شا

Genius Khushal Khattak. Life, Works and Thoughts

Genius Khushal Khattak. Life, Works and Thoughts.  Authored by Dr. Hanif Khalil New English Book Hanif Khalil on Khushal Khan Khattak Bab. Hanif Khalil updated his Facebook status " My new book representing a few new aspects of khushal,s thoughts has been published and now available in the market "  Pashto Times.  Pashto Books Reviews. Genius Khushal Khattak. Life, Works and Thoughts, Published and available for readers to know about Khushal Khan Khattak in English Language.