Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Nizar Yousafzai

Rahmat Shah Sayel Tribute To Nizar Yousafzai. Nazam

 Rahmat Shah Sayel Tribute To Nizar Yousafzai. نظار// رحمت شاه سايل (هغه په زړه مضبوط سايل ما په لومړي ځل دومره کمزوری وليد. د سايل صاحب د څنګ ملګري، د ټول عمر ملګري، د راز و نياز ملګري له هغه بېل شول خو هغه ما داسې ژړغونی نه وو ليدلی. سايل صاحب وایي چې ما ته د خېبر اپريدي د مرګ څه وخت پس د هغه په ياد کې په مشاعره کې پته لګېدلې وه چې زه په زړه دومره مضبوط څوک نه يم، د خېبر په مرګ ليکل شوی نظم «مرثيه» مې وا نه ورولې شو. د نظار يوسفزي په پاتا کې د خبرو پر مهال شايد سايل صاحب بيا له هم هغسې کېفيت سره مخامخ شوی وي. په وېډيو کې دا يوه خبره پر زړه ستنې څرخوي چې سايل صاحب وايي چې په کومو سيمو کې يې ملګري لرل، هلته اوس ځان يوازې احساسوي. سايله! مونږه تل د بېلتانه سندرې وايو/مونږ تل په پال نيولي د مارغانو آوازونه) چړې  د بيلتانه  دې  په زړه داسې  راښخېږي نظاره اوس مې ستا تصوير ته سترګې نه غړېږي تصوير دې راته اوس هم کوي ستا په شان خبرې خو  ستا تنده  مې ستا په تصويرونو نه ماتېږي په  ټوله پښتونخوا کې راپره شوم خو نظاره په  ټوله پښتونخوا  کې بل نظار نه پېدا کېږي تا  ټال  زموږ د خيال خېژوو بره خبر ن

Mumtaz Orakzai Nazam For Nizar Yousafzai

 Mumtaz Orakzai Nazam For Nizar Yousafzai. Poet. Mumtaz Orakzay. Nazam. Nizar Yousafzay ښـــــــه!! نو دا نـــــظاره پاتې وه نظاره چـې ته مړ يې زه دې سانده وايم ياره ښــــه نو دا نــــــــظاره پاتې وه نــظاره؟ زه درګـــــــــــــــورم او تا ټق اوچول اناره ښـــــــــه نو دا نظــــــاره پاتې وه نظاره؟ چــې به دومره زر لاس اخلې له خماره ښــــــــه نو دا نظــــــــاره پاتې وه نظاره چـــــــــي اهنګ به جدا کيږي له دې تاره ښـــــــــــــــــه نو دا نظـــاره پاتې وه نظاره چې مختار به لاس په سر شي له اختياره ښـــــه نو دا نظــــــاره پاتــــــــــې وه نظاره چــــــــــې بلبل به مستعفي شي له چغاره ښـــــــــــــــــــــه نو دا نظاره پاتې وه نظاره چـــــــــې به جام هم انکاري شي له خماره ښـــــــــــــــــــــه نو دا نظاره پاتې وه نظاره چــــــــــــــــــــې يو ګل به مرور شي له بهاره ښـــــــــــــــه نو دا نظاره پاتـــــــې وه نظاره چـــــــــــــــــــــې ټپه به وي بغير له يکه ځاره ښـــــــــــــــــــــــه نو دا نظاره پاتې وه نظاره چې به ته کفن کښې پټ شې سم د واره ښــــــــــــه نو داسې خو څ