Who Is President Vladimir Putin? Pashto Biography Of Putin. President Putin Life Story In Pashto. By Jabar Faraz. پوتین څوک دی؟ او څنګه د نړۍ په یوه مهمه څېره بدل سو؟ ولادیمیر ولادیمیروویچ پوتین د ۱۹۵۲م د اکتوبر پر ۷مه په لېننګراد(اوس سن پیترزبرګ) ښار کي وزېږېد. په ۱۹۶۰م کي د یاد ښار یوه ښوونځي ته ولوېد. د عمر پر دوولسم کال یې جودو کراټه او دغهراز د مارکس، لېنن او انګلز اثار لوستل پیل کړل. نوموړی یو شرمیندوکی او ګوښهنشین ځوان وو. د خپلي همدې ځانګړتیا په برکت یې په جودو کي ډېر پرمختګ وکړ. دا هغه ورزش دی چي تر ننه یې لاس نه دی ځني اخیستی. لوړي زدکړي يې د لېننګراد پوهنتون په حقوقو پوهنځي کي وکړې. یو ښوونکی یې اناتولي سوبچاک نومېد چي وروسته یې په لارښود بدل سو. یاد پوهنځی یې په ۱۹۷۵م کي ختم کړ. همدغه مهال یې د وخت په مخکښ ګوند کمونیسټ حزب کي غړیتوب واخیست او تر پایه ورسره ملګری وو. په همدې کال د شوروي اتحاد په استخباراتي سازمان کېجيبي کي هم شامل سو. په پیل کي یې د یاد سازمان په لېننګراد څانګه کي کار کاوه. د دغه مهال کاري شخصیت یې د رازونو په پردو کي نغښتی دی او په باب یې ډېر...
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.