Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Pukhtun

Mula Aw Pukhtana. Pashto Two Lines Poetry By Dr. Khaliq Ziar

 Mula Aw Pukhtana. Pashto Two Lines Poetry By Dr. Khaliq Ziar د سواد سره یې ورانه د وهمونو پیروکار دي دوزخي ژوند يې خپل کړى د جنت په انتظار دي پښتانهٔ دي خدائ وهلي په ملا پسې قطار دي ډاکټر خالق زيار Dr. Khaliq Zyar Pukhto Qitat, Khaliq Ziar pashto poetry. Mula Aw Pukhtana in Pashto Two Lines Poetry. Pashto Times New Poetry.

Ghani Khan Nazam. Pukhtun. Pashtun

 Pukhtun Ta Poet. Ghani Khan.. ستا زړګئ وچوه پښتونه زاره چاود يمه له تانه خوی خصلت دې د غلام نشه زياته د پاچا نه عقل شاته ، زړه ناپاکه لاس دې ستړئ خوله چالاکه ستا تاريخ دی عبرتناکه معامله دې ګډه وډه تا ټوکړې ټوکړې خوشحال کړ در بدره دې جمال کړ خو امان دې په څه حال کړ بې وطنه سرګردانه په ډېران يې ناست خوشحاله د ګونګټ سوټو کې ځاله بې هنره بې کماله په هنر د ورور پښېمانه زړه مې چاودې دی له تانه (غني خان)

Saud Bangash Ghazal. Pashto Poetry Lyrics

 Saud Bangash Ghazal.  چې  تېر  شـوی  پــر ځیګر  د  پښتنو  دی خـوښ  همـدا،  نفاق  خنجر  د  پښتنو دی خوشال خان غريب به خاورې بریالی شي چې  مـغلو  درست  لښکر  د   پښتنو   دی تش  پـه  خوله  تر  مارګلې  د  پښتنو  ده تش  په  خوله  باندې  خیبر  د  پښتنو دی زه  هم  وایم،  تـه  هم  وايې،  پر  درواغو چې  دا  کـوېـټـه،  پـېـښـور  د  پښتنو  دی نــړیــوالــو  شـیـطانــانــو  پـــه  ولکه  کې د  بــابــا  د  غــرو،  هر  سر  د  پښتنو  دی خـامخـا  بــه  بیا  راخېژي ، دا  قانون  دی غروب  شوی  که  سپين  لمر د  پښتنو دی ګاونډیان يې ټول د امن پر ساز رقص کړي تش  پــر  خــونـه  شوروشر  د  پښتنو  دی اې  سـعـوده! که  هـر  څـومـره  فولادي  و سـوری  شــوی  اوس  ټـټـر  د  پښتنو  دی سعود بنګښ  ۲۷/۱۱/۲۰۱۶ Pashto Times. This Pashto  Poem Includes Margala, Pekhawar, Khyber, Pukhtana , Quetta, Mughals and Khushal Khan Khattak