Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Pashto Ghazal

Lewany Shaway Day. Pashto Ghazal, Pukhto Sherona. By Shaheed Khan

Lewany Shaway Day. Pashto Ghazal, Pukhto Sherona. By Shaheed Khan. ‏عقل مقدس لېونی شوی دی څه ئې کوې؟ بس لېونی شوی دی دا سړی د زړۀ د درد شدت ته هم خاندي پۀ کړس کړس لېونی شوی دی مۀ خوږوه سر د پښتنو سره پریږده دا اولس لېونی شوی دی خلکو ته تبلیغ د محبت کوي کلي کې یو کس لېونی شوی دی دا هغه شاهد دی ورته ؤګوره ستا دتلو نه پس لېونی شوی دی Shahid Khan Tags And Keywords To Find. Lewany Shaway Day. Pashto Ghazal, Pukhto Sherona. By Shaheed Khan. Pashto Best Poetry Ghazal. Lewane, Lewanay Mosam, Lewani, Lewantoob, Ghazal, Nazam, Shayeri, Pukhto Shayeri, Pashto Info, Pashto Blogs, Pashto Pedia.

Khushal Khan Khattak Pashto Classic Poetry Ghazal.

 Khushal Khan Khattak Pashto Classic Poetry Ghazal. د خوشحال وينا   دا سړی چې پرېښته دی هم شیطان دی که سړی لږ خپل عمل ته نګــــران شي يو په بد عمل کې ځي تحت الثــــرا ته بل په ښه عمل کې بره تر اسمان شي   تربيت که د باغوان له لاســــــه مومي پر هر ځای باندې ګلونه د بوستان شي هر استاذ سره چې کېني يو څو ورځې د هغه هنر په ده کـــې نمـــــــایان شي د نېکانو په صحبت کې به ښه کېږي د بدانو ملګرتيا يې ورپېزوان شــــي له مغول سره که کېناسته مغول شـــو له افغان سره که کېني نور افغان شي له خوشحال سره که کېني يو څو کاله دا د غره خټک به واړه شاعران شـي Khushal Khan Khattak Pashto Classic Poetry Ghazal. Painting Of Khushal Baba By Hamdellah Arbab.

Khushal Khattak Baba Ghazal. Pashto Classic Poetry.

 Khushal Khattak Baba Ghazal. Pashto Classic Poetry. خپل عمل چي سړے سپک که لکه خس هسي ي ورک که بد عمل لیونے سپے دے چی حملے په خپل کنډک که زما ژبه نه ده اور دے ګزارونه د ټوپک که چي زما نوم ي بدنام کړو خدایا ورک هغه خټک که خوشال ناست دے په برمول کښي ارمانونه د اټک که خوشال بابا پښتو غزل Khushal Khattak Baba Ghazal. Pashto Classic Poetry On Image. Pukhto Ghazal

Khushal Khattak Baba Kalam With Meanings of Difficult Words

 Khushal Khattak Baba Kalam With Meanings of Difficult Words مار که هر څو پېچ و خم ځي خپلې سوړې لره سم ځي د غفلت له خوبه وښ شه! شيرين عمر دم‌ په دم ځي مرګ به هېڅ سړی پرې نه ږدي وار په وار په درست عالم ځي بې دليله به ځان ورک کا مسافر چې په تورتم ځي د پښو وار يې خطا کېږي چې قاضي لره څوک ګرم ځي که قضا و ته تسليم شي هم په دا له دله غم ځي د دوزخ د اور علاج کا چې سحر تر سترګو نم ځي هغه عمر لکه باد دی چې په غم د بیش و کم ځي چې تور مشک دې حبطه کړل په کافورو څه ستم ځي چې نه پول لري نه پوله هغه هر چېرته خرم ځي منډيې مه پرېږده خوشحاله که دې سر لکه قلم ځي _ _ _ خوشحال خان خټک کليات مخ _ ۳۴۴/۴۵ پېچ و خم :- ګډ وډ (پاملرنه :- فارسی اسم "پیچ" بطور معطوف الیه سره "و" بطور حرف عطف لګېدو سره فارسی اسم "خم" بطور معطوف مېلويدو نه مرکب عطفی جوړ شه. پښتو کښې بطور اسم استعماليږي) قضا :- حکم، د خدای امر، هغه الهی حکم چې د مخلوق په حق کې واقع شوی وي، ابدي فرمان، الهي فرمان (پاملرنه:- قضء ← قَضا          عربی ژبه کې ثلاثی مجرد په باب کې مشتق اسم ده۔ عربی نه پښتو ته اصلی معنی و  ساخت

Zama Ashna Na shway. Sahib Shah Sabir Ghazal

 Ghazal. Pukhto Lyrics. Zama Wajood Shwe, Zama Sah Na Shwe Zama Ashna Na Shwe, Zama Ashna Na Shwe. Poet. Sahib Shah Sabir Singer. Aqal Mina. Also by Kishwar Sultan Apa پښتو غزل. زما اشنا نه شوي صاحب شاه صابر زما وجود شوې زما ساه نه شوې زما اشنا ،، زما اشنا نه شوې ما ته خپل ځان او ځان مې ته گڼلې ته د خپل ځان وې ته د چا نه شوې ښه ده چې دومره خو دې وپېژندم مخې له راغلې وارخطا نه شوې زه وسوسو په مخه واخيستمه تا شونډې پرانستې گويا نه شوې زه دې الفت ته ملامته کړمه د يار بلا زما بلا نه شوې سترګې يې بيا هم پښتنې وې کنه بې وفا شوې خو بې حيا نه شوې مينې منمه چې د هر ازمېښته زه وروستو نه شوم ته په شا نه شوې زړه د بلا ښېرو مې اووينځلې خو د وهمونو نه صفا نه شوې تا د صابر لېونتوب څه؟ وليده ته د صابر د زړه سودا نه شوې Pashto Times. Poetry and Song Lyrics. Ghazal. Pukhto Lyrics. Zama Wajood Shwe, Zama Sah Na Shwe Zama Ashna Na Shwe, Zama Ashna Na Shwe. Poet. Sahib Shah Sabir

Lyrics. Har sa Da Rab, Hama da Rab by Ghani Khan

 Understanding Of Ghani Khan Baba. Explanation of Ghani Khan Nazam Jwand. Poem. Jwand  Means Life Lyrics. Har sa Da Rab, Hama da Rab  ژوند هر څه د رب او همه د رب           زه يو ماښام له راغلے يم باغ او انګور ميخانه ديار              زه خو يو جام له راغلے يم مينه مستی او خمار دبل                 رقص او خندا او سينګار دبل ګل او نرګس او ګلزار دبل زه يې تش ديدار له راغلے يم زه دلولکۍ وړې په شان                ګل او غوټئ او بهار ګورم زه لکه شمع بليږمه                       ښائست او مستی د دلدار ګورم لوې سمندر د مستئ له ما                 څاڅکے د رنګ راوړے دے زه پرې د نمر رڼا لټوم                    ما هم مشال بل کړے دے هر څه د رب او همه د رب زه  يو ماښام له راغلے يم باغ  او انګور ميخانه د يار زه خو يو جام له راغلے يم ژوند د دنيا د هر نعمت نه خوږ او د ټولونه زيات نا پائيدار، چې د هغه خوږوالی د هغه ناپائيداری او عارضيت پټ کړے دے.ژوند څه څيز دے ولې او د څه مقصد لپاره څنګه ، د څه نه او څوک يې پيدا کوی ؟ او ولې دومره زيات بې وفا  دے ؟ مونږ وئيلے شو چې ژوند په زمانی مکان کښې دخپلې اغازی نقطې نه

Mumtaz Orakzai Ghazal for new Year 2022l

 Pashto Ghazal By Mumtaz Orakzai زمــــــا د برخــــــې لمره! سايه سايه روان يم لمــبې مي ځي له سره،سايه سايه روان يم زه له هـر يو ديواله،زه له هـــــــــر يو بورجله زه له هـــــــــــــر يو کمره،سايه سايه روان يم هــــــــای د حالاتو عطا،له تاوه تور واوړېدم جــــار مې له خپل هنره،سايه سايه روان يم څنګه به زه بندي شم؟څنګه به زه پابند شم؟ زمــــــا په خـــــولۀ سندره،سايه سايه روان يم وجود وجود ولاړ وم.محدود ،محدود ولاړوم نشــــــــته هــــــــغه خبره، سايه سايه روان يم رب دې لـــــــره چناره،ماته مې پروت دی مزل رب دې لــــــــــــــره نښتره،سايه سايه روان يم تنــــها تنـــــــــــــها روان يم،له خپله قده ممتاز راځــــه،راځـــــــــــــــه دلبره،سايه سايه روان يم انځور.... د اريانه ديدم په مننه Pashto Times. Pashto Poetry 2022 blogs. Mumtaz Orakzai Ghazal For New Year 2022. Saya Saya Rawan Yam by Mumtaz Orakzai. Latest Pashto Ghazal Poetry by Mumtaz Orakzay 2022.