Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Masood

Ahmad Shah Masaood, Afghan Napoleon By Sanday Gall. Book Review

Ahmad Shah Masaood, Afghan Napoleon By Sanday Gall. Book Review By Adv Hamayun Kaasai. دغه کتاب چې مو کوم وخت اخست نو ګمان مو دا وو، چې سېنډي ګال به له خپله ځانه د احمد شاه مسعود بائيوګرافي ليکلې وي. په لوستلو خبر شوم، چې نه داسې نه ده. مسعود له ځوانۍ څخه دا خويي درلود چې خپله ډائري به يې ليکله. د مسعود پر ژوند او په خاصه توګه د انقلاب او د روس له راتګ پس پر جنګ باندې ډېر خوندور کتاب دى. د مسعود نوم د ملي اتل احمد شاه بابا په نوم پسې احمد شاه ايښودل شوى وو.  د کتاب لويه برخه د مسعود په لاس ليکل شوي ډائريز ده. نورې خبرې پر خپل ځاى، خو عجبه خبره دا راته ښکاره شوه چې د ټول جنګ دوران له جنګي ستراتيژي جوړولو سره سره به مسعود رنګا رنګ کتابونه لوستل. کوم کال چې روسيانو د تګ اعلان و کړى، نو خلقو به دا فکر کولو چې باچاهي و نيسو. مسعود تر ټولو اول د استادانو ناسته را و غوښتله او د هغو کمېټۍ يې ور جوړه کړه او هغو ته يې د ماشومانو تعلیم مخ په وړاندې وړلو کار په غاړه ورکړ. بله ناسته يې د کلتور د کمېټۍ را و غوښتله او د کلتور مخ په وړاندې وړلو او خوندي ساتلو په حقله يې کمېټۍ جوړه کړه. Ahmad Shah Masa