Salgai Salgai Akhtar. Akhtarona. Pashto Eid Poetry 2023. Pukhto Shayeri سلګۍ سلګۍ اختر تیریږي دا څو کاله په سلګو کې اخترونه په اوښکو اوښکو سترګو ژړیدو کې اخترونه زخمي زخمي وطن کې بل څه نشته بې له غمه هر کال دلته راځي تورو تیارو کې اخترونه خوښي یې رانه لوټ کړه ارمانونه خاورې خاورې غلیم مو سوځولي په لمبو کې اخترونه هر چا شهید شهید کړ دا یتیم یتیم وطن مې هر څوک په کاڼو ولي دې کوڅو کې اخترونه مونږ څومره لیوني یو چې په خپلو کې جنګیږو سیزو له خپله لاسه سرو اورو کې اخترونه واړه واړه بچې د کونډې مور اوښکو ته ژاړي بابا غواړي، کالي او خندیدو کې اخترونه د پیغلو سپین لاسونه په سرو وینو باندې سره دي خاونده کال په کال راځي جګړو کې اخترونه څوک بیا زمونږ حرم د خپل ستم په کاڼو ولي چا بیا لمبه لمبه کړل نفرتو کې اخترونه ای خدایه دا وطن دی جنګ جګړو ته پیدا شوی دي وینو وینو اوښکو کنډوالو کې اخترونه خبر د اختر سږکال چا رادیو کې اعلان نه کړ د کلي امام یاد نه کړل خطبو کې اخترونه چا جوړ کړل د اختر په شپه ویرونه په هر کور کې چا وسیزل بې رحمه بمبارو کې اخترونه زړو زړو جامو او په پولئ پولئ لاسونو زمونږ ماشومان نم...
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.