Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Riaz Tasneem

Riaz Tasneem Pashto Ghazal Poetry. Murshida. Pashto Shayeri.

Riaz Tasneem Pashto Ghazal Poetry. Murshida. Pashto Shayeri. Pashto Poetry SMS. Pukhto Shayeri SMS. غزل :- رياض تسنيم انتخاب :- ابراهیم شاه قياس  _______________ يو عام غوندي سړےعی وۀ ، قلندر نۀ وۀ مرشده! تسنيم خو ستا د کرښو نه بهر نۀ وۀ مرشده! دا خدای خبر د کومو دعاګانو برکت دی زما خو په خپل ځان دومره باور نۀ وۀ مرشده! منمه چې دا ښار د بربادۍ په لور روان وۀ هيڅ نه وو ، خو زړۀ داسې هم کنډر نه وۀ مرشده! يو زۀ د مدح خوانو په هر بار کښې کوږ لرګی وم زده کړی مې بس دغه يو هنر نۀ وۀ مرشده! ساتلی يې په شونډو دروغژنه هرکلی وو خلاص مړی چا د زړه د قلا ور نه وۀ مرشده! دې مرګ چې لۀ کافورو جولۍ ډکه وه راوړې دا ټول کلی خبر وۀ ، خو خبر نۀ وۀ مرشده! خبر چې شۀ د هجر د کېميا لۀ خاصيته تسنيم خاوري ايرې وۀ ،بيا سرۀ زر نه وۀ مرشده! _______________ تسنيم خدامست د رياض تسنيم کليات مخ ۱۷۲ Riaz Tasneem Pashto Ghazal Poetry. Murshida. Pashto Shayeri. Pukhto love Poetry. Pashto Lines, Pashto Love Lines. Pashto Two Lines Poetry. New Pashto Ghazal Lyrics. Riaz Tasneem Pashto Kulyat Ghazal. Pashto Poetry SMS. Pukhto

Pari Zaad, Karan Khan Pashto New Song Album Released. Pashto Lyrics

Pari Zaad, Karan Khan Pashto New Song Album Released.  Pashto Song Lyrics. Karan Khan 14 May 2022 Pashto Songs Album Parizada. Lyrics Of Parizada Album New By Karan Khan 14 May 2022. Swat KP پري زاده !!! پـــــــــري زاده ! زړه مې چـــــوي له اضطرابه کوم جــــــــــــادو به تا راپورته کړي له خوابه پـــــــــري زاده ! زړه هم تاته د سپــــــړدو دئ ستا په وړاندې څه حجــاب ، څه بې حجــابه پــــــــــري زاده! يو تپوس مې په مخ ليک دی اخلـــــــم ساه، که راتېـــــــــــرېږم له عــــذابه؟ پــــــــــري زاده! له ځنګـــــــــلو تېــــرېده دي څه خبـــــــــــــــــــــــــر ئې د ځنګلو له ادابه؟ پـــــــــــري زاده! د فـــــــــرات په ژۍ ولاړ يم مـــــــــودې وشوې تنده غــــواړم له دريـــــابه پـــــــــــري زاده! بس په پونــــده تاوېـدل دي زنــــدګي ده ، او ســــــــــاتو ئې له سېــــلابه پــــــــــري زاده! په قـدم کښې ځکه ورو ځم زه خبــــــــــــــــــــر يم د دې لارې له ســـرابه پـــــــــري زاده! زه کــــــه دا وارې اوُده شـوم هيڅ يو شور به مې راويښ نه کړي له خوابه پـــــــــري زاده! لاس مې ا

Letter From Heaven. Riaz Tasneem To Hamdard Yousafzai

Pashto Letter From Heavens      (Paradise) Letter From Riaz Tasneem To Dr. Hamdard Ysz. د ریاض تسنیم خط  ————————————————————————— له جنته  د دسمبر څلورمه دوه زره یوویشت یه هلکه ښارښتي !  دا دی نن څلور کاله پوره شوه . هر څه هم هغه شان زما د سترګو سترګو کېږي لکه دا ننې ورځ .. د سول هاسپتال نه د اغا خان پورې هغه د نومبر ورځې اوشپې او بیا د ځلورم دسمبر هغه دردیدلی سحر ته چې دغه شپه زما نه لاړې نو ما زړه کې وې چې کاش دې ښارښتي ته پټ غوږ کې اوایم چې هلکه روان یم دا شپې هم دلته په دې بینچ راسره اوکړه خو موقعه نه وه مشره خور مې داسې جوخته د کټ سر ته ناسته وه چې ما هډو ګوښ نه شو کولې . ته خو په دغه نزاکتونو ځکه پوهه وې چې خپله ډاکټر وې داسې شړق شړق چې د پاڼې اړولې او چې یو ټیسټ باندې دې سترګې ښخې شوې نو بیا خاموشي شوه ما جوړې دغه لکه چې ویزه ده . ته چې په یوه منډه د ډیوټۍ ډاکټر خواته لاړې او هغه تا سره راغی دغه وخت ما وې هلکه تسنیم لکه چې قیصه بیخي سمه ده . ما دغه وخت هم سوچ کوو چې ژوند څومره بې معنې دی . راشه ، لاړ شه .. پرواه مې ګورې بیخي هم نه وه مرګ ما څو څو ځله لیدلی و کله به یې ماله څپېړ

Bia December Day. Qaisar Afridi Pashto Poem

 Bia December De aw Za Pashto Poem About December by Qaisar Adridi بیا دسمبر دے او زۀ .... د دسمبر په څلورمه نېټه  مونږ یوه لویه محرومي ولیده مونږه سنګینه جدائي ولیده مونږ د رموز مونږ د ایما داسې تاوان ولیدو مونږ د تشبیه دومره خفګان ولیدو مونږ د غزل هغه ګریان ولیدو چې بس دا زړونه مو چودلي نۀ دي په مونږ به هر څه هر څه شوي هم وي خو په دې ځمکه کښې ښخ شوي نۀ یو مونږ د تسنیم سره مړۀ شوي نۀ یو "قېصر اپریدے" #RememberingRiazTasneem په ګور ي نور او یاد ي تل پاتې 

Malanga. Riaz Tasneem Pashto Ghazal

  Malanga By Riaz Tasneem. Pashto Lyrics »»»»»رياض تسنيم«««««« ملنګه ! ملنګه چې دا خلک پۀ تُندۍ چرته روان دي؟ وئېل ئې، دا د خپلو خواهشونو غلامان دي ملنګه! د لونګو څانګې لارې د چا څاري؟ وئېل ئې، څو کم سنه دي، لۀ قافه را روان دي ملنګه!دا ګټان زلفې، درانۀ باڼۀ اؤ ډک زړۀ؟! وئېل ئې، دغه ټول علامتونه د باران دي ملنګه! کوم يوسف ته دې ليدلی خوب بيان کړ؟ وئېل ئې، بس يو زۀ اؤ دېوالونه د زندان دي ملنګه! محبت ګني  بېخي دلته ناياب دی؟ وئېل ئې،چې ناياب نۀ دی؛ خو ډېرئې پۀ ارمان دي ملنګه! ستوري څۀ وائي چې زمکې ته راګوري؟ وئېل ئې ،د ساه ګانو جوارۍ وته حېران دي #ریاض_تسنیم Pashto Times. Pukhto Ghazal, Malanga.