Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Latif Yaad

Who was Latif Afridi? Lateef Afridi Killed In Peshawar Today.

 Who was Latif Afridi? Lateef Afridi Killed In Peshawar Today. Pakistan's renowned lawyer and former president of the Supreme Court Bar Association, Latif Afridi, has been shot dead in Peshawar.  According to local media, the attacker targeted him in the Peshawar High Court Bar building.  According to police officials, the attacker has been arrested from the scene.  After the attack, Latif Afridi was shifted to a local hospital, but he died on the way.  According to Mohammad Asim, spokesperson of Lady Reading Hospital, Latif Afridi was brought to the hospital in dead condition.  According to the spokesperson, his dead body has been sent to his native village by ambulance.  It should be noted that in the year 2020, Supreme Court Bar Association of Pakistan elected Advocate Abdul Latif Afridi as its President.  He was the candidate of the Asma Jahangir group, but being a tall figure, he also had the support of the lawyers of the opposition party.  Latif Afridi, the former president o

Bia Hagha Makham Day. Bakht Muner Bajawar Pashto Folk Story.

Bia Hagha Makham Day. Bakht Muner Bajawar Pashto Folk Story. Latif Yaad بیا هغه ماښام دی  دبخت منیر دجرمنۍ ټکه راځينه   زما په یاد دي ،  زه وړوکی ماشوم وم، ارواښادې ګلناربیګم  به داسندره په اغلب ګومان د۱۹۶۰ او ۱۹۶۵ کلونو تر منځ  ویلې وي . دبخت منیر  په اړه چې ما اوریدلي  دي  ویل کیږي چې دی  دباجوړ یوځوان و او په قام سالارزی پښتون و. پلار یې الماس خان نومیده . دی دباجوړ دګل بیلې په کلي کې اوسېده . دده اودتربورانو ترمنځ یې دجایداد او ځمکې پرسر  شخړه ، لانجه اودښمني وه  بخت منیر  په هغه وخت کې ووژلی شو چې دباجوړ دپشت دخان سره  یې جکړه کوله . . ویل کیږی چې دده سره یوه جرمنۍ تمانچه هم وه چې ده ته په تحفه  ورکړل شوې وه .وایي چې بخت منیر په نښه ویشتلو کې ډیر مهارت درلود .ده هم دخپلو دښمنانو سره پرخپلې جرمنۍ تمانچې ډزې کړي دي او بیا هلته وژل شوی دی .ویل کیږي چې دده په وژلو  کې یوه ښځه هم ملوثه وه چې قریشه نومیده .دیو ه بل روایت  له مخې  مولانا خانزیب چې د(باجوړ دتاریخ )لیکوال او زما دفیسبو ک ملګری هم دی پخپل تاریخ کې دبخت منیر په اړوند لیکلي دي : چې بخت منیر په اصل کې دافغانستان دکونړ ولایت د

Dam Aw Mula. Pashto Latifa, Pashto Jokes About Mulla.

Dam Aw Mula. Pashto Latifa, Pashto Jokes About Mulla. يو ډم يو خوا ته روان وو، مُلا ترې پوښتنه وکړه، "چېرته روان يي؟" ډم ورته ويل کليوالو رابللی يم؟ مُلا ترې بيا پوښتنه وکړه، خېر خو دی؟ ډم ورته ويل خوَد خېر دی، که شر وای، خو ته بې رابللی وې.🤪

Ibne E Batoota And His Journey To Afghanistan by Latif Yaad.

 Ibne E Batoota And His Journey To Afghanistan by Latif Yaad. ابن بطوطه او دده یونلیک ( سفرنامه ) او افغانستان ته دده سفر ونه --------------------------------------- ابن بطوطه چې اصلي نوم یې محمد و د عبدالله زوی د محمد لمسی او د إبراهیم کړوسی دی چې په ۷۰۳سپوږمیز(قمري)درجب دمیاشتې په ۱۴ مه یاد ۱۳۰۴زیږدیز(میلادي) کال دفبروري دمیاشتې په ۲۳ مه نیټه دشمالي افریقې د مراکش دهیواد دطنجې Tangier په ښار کې زیږیدلی دی . دده سفرنامه یا یونلیک په اسلامي او غیر اسلامي نړۍ کې دزیات شهرت نه برخمنه ده .ده خپل دغه سفر له نن ورخې نه (۶۹۱)) کلونه وړاندې یعنې په ۱۳۲۵ زیږدیز /میلادي کال کې کله چې ۲۳ کلن و پیل کړ او په ۱۳۵۲زیږیدیز کا ل یې پای ته ورساوه او پوره ۲۹ نهه ویشت نیم کلونه وخت یې ونیوه او ده په خپل سفر کې ۴۴ هیوادونه ولیدل او ۱۱۷،۵۰۰ کیلومتره لار یې په پلي ، خرو ، کچرو ، اوښانو، اسونواو کښتیو سره ووهله او په پای کې یې خپله مشهوره سفرنامه په عربي ژبه ولیکله چې ( تُحفَة اَلنُظار فی غَرائِب اَلأمَصار وعَجائِب اَلأسَفار) نومیږي چې دابن بطوطه په سفرنامې یا یو نلیک سره شهرت لري چې عربان ورته رحله ابن بطوط

Dreka Tribes Or Rika Tribes Living In Lahori Gate Kabul Afghanistan.

 Dreka Tribes Or Rika Tribes Living In Lahori Gate Kabul Afghanistan. دریکا یا(رکا)دقوم په اړه لنډ معلومات ---------------------------------- Dreeka People Of Kabul Afghanistan. دکابل په زاړه  ښار دلاهورۍ دروازې ترڅنګ یوه محله یا کوڅه شته چې دریکا خانې یارکا خانې په نامه یادیږي اودریکا دقوم خلک پکې استوګنه لري  دریکا دقوم په اړه مې چې کومه څیړنه وکړه دې پایلې ته ورسیدلم  چې دوی دکردانو دقوم یوه څانګه ده چې دفارس یا اوسني ایران په شمال کې او یوه موده هم دبجنورد دسیند پر غاړې اوسیدل او یو شمیر خلکو یې په هغه وخت کې چې ایرانی نا دشاه افشار پر ایران واکمن و او هم دصفوي واکمنانو دمذهبي ظلمونو په وجه افغانستان ته راغلل ،ځکه دوی سني مذهبه ول اودصفوي متعصبه شیعه مذهبه واکمنانو له خوا ځوریدل.ددغو کردانو یوه بله څانګه هم وه چې موکرای نومیدله چې دهغو یوشمیر هم له ریکا قوم سره یوځای  کابل ته راغلل ویل کیږي چې ددې قوم شمیر په پیل کې (۸۰۰۰) تنه واو ددوی مشر سر فرازخان ریکا باشي نومید اودکابل په ختیزه برخه کې دسرفرازخان په نامه یوه کلا هم وه چې  دده له نامه له کبله دسرفرازخان دکلا په نامه یا دیدله دا

Pukhtana Naslona. Historical And Anthropological Pashtun Tribes

Pukhtana Naslona. Historical And Anthropological Pashtun Tribes. Pukhtana Naslona. Pashtun Main Tribes. Pashto History Article Info په بیلابیلو تاریخي پړاوونو کې دپښتني قبیلو اوپښتنو واکمنانواو اتلانو مشهورې او تاریخي کارنامې  ------------------------------------------------------------- ډاکټر لطیف یاد By Dr. Latif Yaad دپښتون ستر قام د ایشیا په زړه کې هغه ستره ډله ده چې دلرغونو زمانو راهیسې په دغه هیواد اوټا ټوبي کې چې نن ورځ دافغانستان په نامه یادیږي ژوندکوي . دعه ستره ډله دآریايي توکم یوه برخه ده چې په زړو ویدي سرودونو او له هغو نه یې په ریګویدا کې په ښکاره اوڅرګنده توګه نوم راغلی دی او دپکهت په نامه سره یادیږي  آریا ئیان دانسانانو یوه خورا مهمه ډله ده چې له پیړیو پیړیو راهیسې دلوړ مدنیت خاوندان وو. دتاریخ په حواله هغه وخت چې دپکهت قبیله دخپل لومړني ټاټوبی آریانا ویجه نه دهندوکش جنوبي برخوته راکوزه شوه نو ورو ورو دهیواد په جنوبي او جنوبي ختیزو سیمو کې میشته شول چې ددوی سیمه په تاریخي کتابونو کې دپښتیخا ، پکتیکا اوپښتونخوا په نومونو یاده شوې ده .(۱) یوناني مشهور تاریخپوه هیرودوت چې د

Prim Nagar Village At Khost Afghanistan. A village Of Hindus And Sikhs

 Prim Nagar Village At Khost Afghanistan.  دخوست په ولایت کې دپریم نګر کلی ----------------------------------- پریم نګر دافغانستان دخوست ولایت مرکز ته نږدې زموږ  د دهندوانو او سیکهانوهیوادوالو یوکلی دی . پریم په هندي ژبې مینې او محبت ته وایی او نګرهم ښارته وایی یعنې دمینې او محبت ښار. .ددغو هندوانو او سیکهانو څه دپاسه اویا ( ۷۰) کورنۍ له کلونو کلونو راهیسې په دغه کلي کې اوسیدل او دخوست دخلکو سره یې ډیرې خوږې او دمینې نه ډکې اړیکې درلودلې . دغه هندوا نو او سیکهانوهیوا دوالو پښتو ویله او ټول دودونه او عنعنات یې دخوست دخلکو په شان وو. دوی په خوست کې ځمکې درلو دلې ، خو زیاتره یې دخوست په ښار کې په دوکاندارۍ بوخت ول. کله چې په هیواد کې حالات خراب شول نو دخوست دهندوانو یو شمیر کابل ته لاړل ، خو ځینې یې هم لا په خوست کې پاتې شول  کله چې په ۱۹۹۲ زیږدیز کال ټو پکمار دخوست پر سیمې مسلط شول دخپلې سیمې دلږه کیو هندوانو او سیکهانو سره یې ناوړه چلند وکړ . دوی یې وځورول او ددوی شتنمۍ ، ځمکې او دوکانونه یې په زور او حبر سره ونیول او ترې غصب یې کړل . تر هغه وروسته دخوست هندوان مجبورشول خوست یې پریښود ا

Close Relatives marriages explained In Pashto

 Close Relatives marriages explained In Pashto له  نږدې خپلوانو سره ودونه که څه هم کورني او د خپلوۍ ودونه Close Relatives marriages نن ورځ به ډیرو اسلامي او غیر اسلامي هیوادونو کې رواج لري ، خو طبي تجربو ښودلې ده چې په ډیرو مواردو کې د دغو ودونو په پایله کې ماشومان معیوبه او ناقص زیږي .ځینو هیوادونه بیا دغه ډول ودونو ته اجازه نه ورکوي او هغه غیر قانوني کار بولي  ما شخصاً د خپلو نږدې خپلوانو نه دا تجربه ترلاسه کړې ده چې ځینو یې په خپلوانو کې ودونه کړي دي چې ماشومان یې ناقص او معیوبه راغلي دي او د یو نه ،بلکې د څو تنو اولادونه یې ناقص او معیوب پیدا شوي دي .ځکه علت یې په دوی کې د وینو د ګروپ یووالی وي او دغه یووالې هغه مهال سره یو ځای کیږي، چې دوی سره ودونه وکړي. دغه کار په وینه کې ستونزه رامنځ ته کوي او اولادونه سم نه راځي او د مشترکو کروموزومونو د یو ځای کیدو له امله دغه ستونزه راپورته کیږي. په ځینو حالاتو کې داسې امکان هم شته، چې په لمسیانو او یا له هغو وروسته په نورو وروستیو نسلونو کې دغه ستونزې راپورته شي زموږ پښتانه زیاتره دخپلو ترونو ( کاکاګانو ) ، د خپلو ماماګانو او د خپلو تریندو

Saffron. Cultivation and Price Of Saffron explained in Pashto

 Saffron. Cultivation and Price Of Saffron explained in Pashto. Medical Uses and health Benefits of Saffron. زعفران (  Saffron ) ----------------------------------- [رنګ به مې ولې نه زیړیږي  په ما یې کړي په زعفرانو تعویذونه ]  زعفران چې ځینې پښتانه  یې  ګنګوهم بولي او   علمي نوم یې  Crocus sativus  دی اوپه اردو اوهندي ژبو یې کیسر بولي یو مشهور او لرغونی بوټی دی چې دغه بوټی له لسو نه تر دیرشو سانتي میترو پورې لوړیږي اودپیاز او هوږې په څیر غوټې لري . ز عفران په عمومي توګه بنفش ( Purple ) او ارغواني رنګه ګلان لري چې دګلانو تر مینځ یې درې و ړ ې وړې نازکې څانګې چې سوربخون او نا رنجي رنګ ته ورته وي راټوکیږي چې بیا دزعفرانو دکروندې بزګران له هر بو ټي نه همدغه درې نازکې اووړې څانګې راټولوي چې همدا بیادزعفرانوپه نامه یادیږي  زعفران نن ورځ نه يوازې په ایران کې کرل کیږي بلکې په افغانستان ، پاکستان ، تر کیې، هندي کشمیر، اسپا نیی( ـسپین ) ، ایټالیې ( اټلي ) او مراکش کې هم کرل کیږي او د زعفرانو د( ۱۵۰ ) بوټو نه یو ګرام زعفران ترلاسه کیږي . دزعفرانو بوټي دیخې او سړې هوا په وړاندې مقاومت کولی شي  دزعف

Wardag, Wardak Tribes Are Iranian. History Of Pashtun Tribes

Wardag, Wardak Tribes Are Iranian. History Of Pashtun Tribes. راشه ماما  زوی دې ایرانی دی  دسید محمد باقر مصباح زاده په نوم ایراني پلوه  فاشیست اخوند چې ویل کیږي اصلي ځای یې دمیدان وردګو ولایت  دجلریز ولسوالۍ دسنګلاخ سیمه ده اواوس  دایراني اخوندانوپه چوپړ کې په ایران کې شپې او ورځې تیروي ناکامه  هڅه کړې ده چې دپښتنو ځینې قبیلې په ایرانیانو او عربوپورې ور وتړي . ده په دغه لړکې دپښتنو ځینې قبیلې او له هغو نه دوردګو قبیله  په شیعه امامانو پورې تړلې ده دالومړی ځل نه دي چې ایرانیان  دافغانستان ستر علمي مفاخرپه ایران پورې تړي ، بلکې داځل هڅه کوي چې زموږ پښتنې قبیلې هم په پردیو پورې وتړي  حال داچې ډتولومعتبرو تاریخي اسنادو او دپښتنو ددودیزو شجرة الانسابو په رڼاکې وردګ سوچه  کرلاڼي پښتانه دي او په بل  چا پورې دهغوتړل هغه ناکامې هڅې دي چې ایرانیان او دمصباح زاده په څیر ددوی مزدوران یې په غیر علمي توګه او په خپله خوښه  سرته رسوي .ددوی دا  کار کوم علمي بنسټ نلري .مخونه یې تورشه  (یاد) Latif Yad Rasha Mama Zway Di Lewane day Rasha Mama Zwe de Iranay De by Latif Yad. Wardag Or Wardak Pashtun Tribes

Pashto Books Written In Pashto. Pashto Indian Books

Pashto Books Written In Pashto. Pashto Indian Books په هندوستان کې دافغانانو په اړوندلیکل شوي  تاريخي کتا بونه  ----------------------------------------------------------------- آ غلوا و ښا غلو لو ستو نکو په هندو ستان کې دافغانانو او په تيره بيا د پښتنو په اړوند ډېر کتا بو نه کښل شوي دي ،ځکه دتا ريخ په اوږدو کې ډېرافغانان او له هغو نه پښتانه هندو ستان ته تللي دي چې ځينو يې دلودي او سوري وا کمنانو په وخت کې لوړ لوړ منصبونه او پو ځي دندې درلودلې او ځينو ته ددوی د چوپړونو په بدل کې جا ګيرونه هم ور کړل شوي دي ٠زه دلته د هغو مهمو تا ريخي کتا بو نو نو مو نه اخلم ،ځکه په راتلو نکې که زموږ ځوان نسل و غواړي چې د هندو ستان پرافغانانو اوپه تيره بيا پر پښتنو تحقيق او څيړنې وکړي نو با يد چې دا لا نديني کتابونه له پا مه ونه غورځوي تحفه اکبر شاهي يا شېر شاهي تاريخ :١ ليکوال يې عباس سرواڼي دی چې دشير شاه سوري دواکمنۍ حالات پکې راغلي دي ٠ دغه کتاب په ٩٩٤ ليږديز کال کې ليکل شوی دی، پښتو ژباړه يې ارواښادډ اکټر دولت محمد لو دين کړې ده او په کال ١٣٥٤ ليږديز کې دکابل په پښتو ټو لنې کې چاپ شوی دی واقعات مشتا

Radio Pakistan Programs Against Afghanistan in 1970s and 80s.

 Radio Pakistan Shows against Afghanistan. Radio Pakistan Peshawar and Qutta Pashto Programs Against Sardar Dawood And Afghanistan. تېر یادونه  دافغانستان او شهید داود خان پسې د پیښور اوکویټي راډیو ګا نو سپکې سپورې ------------------------------------------------------- یارانو خدای مې دې غاړه نه بندوي عمربه مې د دولسویا دیارلسو کلونو وچې دوه ریډیوګانو دپيښور ریډیو اودکویټې ریډیو په پښتو ژبه دافغانستان او شهید داود خان پسې بدې اوسپکې سپورې ویلې Painda Khan And Tawkal Khan Of Radio Pakistan Peshawar.  دپيښور ریډیو نه پکې یوپاینده خان وچې وروسته یې ماته پته ولګیدله چې اصلي نوم یې عبدالله جان مغموم واو په ۲۰۱۳ زیږدیز کال کې د ۸۲ کلونو په عمرمړ شو . بل یې توکل خان و چې اصلي نوم یې رحیم شاه نسیم و.پا ینده خان یعنې عبدالله جان مغموم د څو کتابونو لیکوال و. ده د پا کستان یو اعزازي ایوارډ " ستاره امتیاز" هم ترلاسه کړی و.دده کتابونه " خواږۀ تراخۀ " ( طنزونه) " د نخښې منځ " ( کالمونه) او د " توراوربل تورو کمڅو خبرې" نومید.  ده د پيښور په ریډیو کې په په contr

What Is Black Friday? Pashto Blog

 What is Black Friday? Pashto Info Blog  دتورې جمعې  (Black Friday )  یا دسودا رانیولو ورځ ----------------------------------------------------- توره جمعه یا (Black Friday ) په امریکې کې دشکرانې داداکولو دورځې په نامه سره هم یادیږي ..دا معمولاهرکال دنوامبر دمیاشتې وروستۍ جمعه وي چې همداننۍ ورځ ده او  دکریسمس یا دعیسویانو اختر ته دسودا رانیولو دپیل کیدلو دود ګڼل کیږي . په اصل کې په دغه ورځ رخصتي یا چّهو ټی نه وي ،خوډیر شرکتونه او کمپنۍ خپلو کارکوونکوته دااجازه ورکوي چې په دغې ورځې دکرسمس داختر لپاره شیان رانیسي .دایوه ډیره دګڼې ګوڼې نه ډکه ورځ ده او پکې ډیر ټیل ماټیل هم وي . که څه هم شمالي امریکا ددغه دود اصلي ځای ګڼل کیږي ،خونن ورځ دغه دود ځینو نورو هیوادونو او له هغې نه کاناډااو آسترالیا ته هم غزیدلی دی ا و دومره اهمیت یې پیدا کړی دي چې پلورنځي لا سهار وختي په څلورو بجو پرانیستل کیږي او دماښام تر ناوخته پورې برانیستلې وي اومعمولا په دغه ورځ شیان ارزانه وي او بیې یې  ډیرې مناسبې وي  Pashto Times Info Blogs. Black Friday Explained in Pashto. Pukhto lekona, malomat, Tarikh. What is Black

Paan. History and Uses Of Paan by Latif Yaad. Pashto Blog

 Paan. History and Uses Of Paan by Latif Yaad. --------------- یادې له ځایه شونډې سرې دي یا خودې پان دهندوستان خوړلي دینه لا دنهم ټولګي زده کوونکي وم چې دهند په تاریخي کتابونو په تیره بیا دهند دپښتنو لودي او سوري پاچاهانو او مغولو په تاریخونو کې مې دپان دکلمې سره آشنایي پیداکړه چې پاچا هانو او وزیرانو به ترډوډۍ خوړلو وروسته خپلې خولې پرې خو شبویولې ، خو لیدلي مې نه و .دپان په اړوند معلومات په سمه توګه هغه وخت راته څرګند شو ل کله چې هند ته لاړم اوپان اودپانو دوکانونه مې له نږدې  ولیدل پان چې دسنسکریت کلمې پانړه نه اخیستل شوی دی او موږ یې په خپل پښتو لیکدود کې پا ڼه لیکو په فارسي او عربي کې ورته تنبول ، تانبول ، تبول ، تامول او تمبول هم وایي په نني هندوستان ، پاکستان ، بنګله دیش او ان په میانمار ،اندونیشیا ، ملیشیا ، فلیپین ، ویتنام او تایوان کې هم کارول کیږي  دپان په شنه پاڼه کې چونه ،تنباکو، بادیان ، ګل قند او یو ډول کلکه ماده چې سوپاري یې بولي اچول کیږي اوبیا په پاڼه کې تاویږي او خلک یې ژووي  په هندوستان کې دلویدیز بنګال ، اندهراپردیش ، بیهار ، اسام او دبنارس دسیمو پانونه مشهور دي . ک

Naswar, History, User of Naswar and Pashto Tappay.

 Naswar, History, User of Naswar and Pashto Tappay. جانانه غم دې نسواري کړم ترخي ترخي اوبه يي زړه ته تېرومه -------------------------------------- په مخدره توکو کې چې نن ورځ په افغانستان ،پښتونخوا ، جنوبي پښتونخوا ، ایران. دمنځني ایشیا په هیوادونو( اوزبیکستان ، تا جیکستان ، فرغیزستان ، قزاقستان ، ترکمنستان ) او ان په هند ، چین ، برما، نیپال ، بوټان ، بنګله دیش ، تبت او ټایلنډ کې رواج لري یو هم دخولې نسوار دي . ایرانیان یې په فارسی ژبه ناس بولي  په افغانستان کې دپلخمري او پل مټک نسوار ډیر مشهور دي ، خو په پښتونخوا او جنوبي پښتونخوا کې بیا د مردان ، بنو او کوټې نسوار ډیر مشهور دي  نسواریان په عمومي ډول دنسوارو ډبلي او قوطۍ لري چې دډبلیو پر مخکینۍ برخه کې یې آئینې هم لګیدلي وي چې کله ناکله خپل مخونه هم پکې ګوري او کله کله یې دنسوارو پر دغو ډبلیوشنه او سره غمي هم لګولي وي . دوي به کورونو کې تفدانۍ یا دنسوارو دتوکولو آله هم ساتي چې بدبویونه ترې خیږي او په لیدلو یې دانسان زړه بدشي نسوار دمخدره بوټي تنباکو یا تماکو نه ترلاسه کیږي یعنې دتنباکو شنې پا ڼې وچوي بیا هغه میده کوي اوټکوي یې او چونه

Interesting Pashto Names For Boys and Girls. Blog

Interesting Pashto Names For Boys and Girls. Pashto Blog.  Boys And Girls Names In Pashto په پښتنو کې ډیر داسې نارینه  او ښځينه نومونه شته چې  دنبا تا تواو ګلانو  ، دکال دفصلونو ، قیمتي کاڼو ، رنګونو ، غرونو او سیندونو په نامه دي  دبېلګې په ډول سورګل ، بادام ګل ،چنارګل ، شین ګل . چمن ګل ،کستیر ګل. زیړګل ، هیلمند ، غمی، طلا ګل ،  پسرلی،اباسین ، زمری ،شاهین، طاوس ،سپين غر ،کاوون ،  هیلۍ، کوتره ، زرکه زرغونه ،مر غلره او نور  ما تر دې دمخه داسې فکرکاوه چې داسې نومونه به یوازې په پښتنو کې وي ، خو اوس یې چې ګورم دنړي دنورو هیوادونودخلکو په نارینه او ښځینه  نومونو کې  هم دحیواناتو اومرغانو ډیر نومونه شته لکه  Boys And Girls Names In English. wolf  لېوه    Hawk باز PPeacock طاوس  Kitty( پیشنګوری ( پیشوګی) او  Ravenیوډول کارغه دي  Attitude Boys Names For Instagram. Pashto Attitude Boys Names In Pakistan. By Latif Yaad. Pashto Times Blogs. Boys Names In Pashto and Girls Names In Pashto. Interesting Names For Boys And Girls. Pashto blogs. Meaning of Pashto Names. 

Who Are Kilash or Kelasha People of Chitral. Pashto Research Blog

 Who Are Kilash Or Kelash People Of Chitral and Nooristan Afghanistan. Pashto Research Article by Latif Yad About Kelash People. کیلاش څوک دي ؟ ------------------  دپښتونخوا ایالت دچترال په سیمه کې چې دهندوکش دغرونو  لړۍ ده  یوه لرغونې قبېله میشته ده  چې د کیلاش په نامه یادیږي . چترال د هندوکش د غرونو په لمن کې د جنوب په لوري هغه شنه زرغونه او غرنۍ  سيمه ده چې د سمندرله سطحې  نه( 8500) فوټه لوړوالی لري. د چترال پوله د کونړ، نورستان او د افغانستان  له واخانه سره نښتې  ده. ددوی جنوبي حدود دپښتنو دسیمو سره یوځای کیږي .دا خلک په غرنیو سیمو کې په درې لویو کلیو کې استوګنه لري چې دکلیو نومونه یې (رمبیر ، بریر او بمبوریت) دي.چترال دپاکستان دپلازمیينې  اسلام اباد نه د( 500)کیلو مترو په واټن  او دپښتونخوا دمرکز  پيښور نه د( 360 )کلوميترو په   واټن  پروت دی.د چترال دسیمې  ټول مسا حت (14850) مربع کېلو ميتره ده او آبادي یې  4 سوه زره ده چې سني مسلمانان او اسما عیليان یې هم په ګاونډ کې مېشته دي . چترال ښکلي او  زړه راښکونکي  آب او هوا اوډیر  تاريخي ځايونه لري  خو په دغه ټولو کې بمبوريت د کيلاشو په و