Ghani Khan Nazam کلام : عبدالغني خان غږ : سردار علی ٹکر "نقاب" دا چې زه ځان لیونے کړم دا زه تنګ شمه دَ ځانه شیخ بابا راته لګیا دے مسلې کئ دَ عذاب زه خو دلته په عذاب یم دَ دې خپل خود او احساسه ځکه کله په سجده شم کله اوسکمه شراب چې بې حسه شم روکیږم چې احساس لرم سوزیږم نه طاقت شته د سکون او نه همت دَ اضطراب چې چاپیره نظر اوکړم همه پټ او ښکاره زه یم دا شراب دې ما جوړ کړې ماجوړ کړے دے محراب مذهب څه دے څور سمونه مسلې او منطقونه او دَ هغې سوال جواب دا چې ئې نشته دے جواب جانان تش دَ عاشق مینه دَ خپل زړۀ وينه څټل...