Transgender Act Explained In Pashto. What Is Transgender Act 2018 Pak By Adv Hamayun Kaasai. ډېرو خلقو پوښتنه کړې چې د نرشځيانو په حقله په دا قانون کشې څه دي، که يې لږ وضاحت و کړې. نو په ساده ټکو کشې دا يوولس پاڼې تفصيلي قانون دى. په دا کشې 14 بنيادي حقوق ورکول شوي دي او د هغه علاوه دا تفصیل چې دا قانون باندې به رياست عمل څه رنګه کوي. په اخير کشې د سپېشل قانون قانوني حېثيت ښودل شوى دى، کوم چې د هر سپېشل قانون په حقله دغه شانتې دى، هغه که د کرپشن قانون دى، که د ترهګرۍ او لا د وراثت او لا د خاندان قانون او داسې نور خصوصي قوانین. او تر ټولو په اخير کشې د دې قانون مرام او مقصد بيان شوى دى، چې د دې قانون حاجت څله پېش شو. څوارلس بنيادي حقوق چې ورکول شوي، هغه څه دا رنګه دي. د قانون په اوله برخه د مختلفو اصطلاحاتو تعريفونه شوي دي، کوم چې په هر قانون کشې کېږي. اوس به هغه څوارلس بنيادي حقوق بيان کړم. 3. په دا نقطه کشې يو نرشځي ته د نرشځي مخصوص شناخت حق ورکول شوى دى. چې دى ځان ته په کومه سترګه ګوري، يعنې دى د خپلو جنسي خصلتونو په تناظر خپل ځان ته د نر په سترګه ګوري، که د شځې، او که د دواړو ا...
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.