Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Lyrics of Pashto Folk Songs

Hawa San San San, Rabab Tang Tang Tang Is Viral Pashto Song. Review

Hawa San San San,.Rabab Tang Tang Tang Is Viral Pashto Song. Review Lyrics By Khushid Alam Sabir, Singer Bilawal Saeed With 26 Millions Views on Youtube.  Review Of Pashto Viral Pashto Song. Hawa San Sun San. Pashto music lovers have been grooving to the beats of the latest viral song "Hawa San San San, Rabab Tang Tang Tang" by Bilawal Saeed. The song which was released on YouTube has been a huge hit among Pashto music fans, garnering over 26 million views. The lyrics of the song are written by Khushid Alam Sabir, known for his soulful and meaningful lyrics that connect with the listeners. The song's catchy tune and Bilawal Saeed's soulful voice has captured the hearts of music lovers across the globe. The song's upbeat tempo and lively lyrics make it perfect for dancing and partying. The music video of the song features Bilawal Saeed performing in a colorful and vibrant setting, adding to the overall appeal of the song. The song's popularity can be attributed

Pashto Folk Stories And Pashto Literature. Pashtun Heros And Literature.

Pashto Folk Stories And Pashto Literature. Pashtun Heros And Literature. Aziz Ur Rehman پښتو حماسي ادب کې د اتلانو ناپښتني پېښې بسم‌الله الرحمن الرحیم د یوې ژبې د ولسي ادب په اړه یوه عامه او د هر چا له خولې کارېدونکې جمله دا ده:«ولسي ادب د اړوند ولس د دودونو، عنعنو او په ولس کې د تربیوي نظام انځور دی.» کله چې موږ د ولسي ادب پر ماهیت دا خبره تطبیقوو؛ نو ښکاره خبره ده، چې د اړوندې ژبې، ادبیاتو او رسومو تر منځ یو قوي او منطقي اتصال رامنځ‌ته کېږي، په داسې ډول، چې یو له بله سره سمون لري، په ټکر کې به نه وي سره او یو بل به تر پوښتنې لاندې نه راولي. له جغرافیوي او اقلیمي اړخه هم د یوې ژبې او یوې سیمې ادبیات خپل مناسبت او برابروالی غواړي، د ساري په توګه که موږ په پکتیا کې یو حماسي اتل پنځوو؛ نو باید د پکتیا له جغرافیې او اقلیم سره سم یې وپنځوو؛ دا آتل باید په لوړو غرونو کې د ختلو فوق‌العادة ـ یا هم خارق‌العادة ـ ځواک ولري، ځکه چې پکتیا لوړ لوړ غرونه لري، اتل یې له دغو غرونو سره رالوی شوی دی؛ نو بایده ده، چې له لوړو او سختو لارو سره یې بلد وي او لوړې څوکې یې اېلولی شي؛ همدارنګه دا آتل باید له س

Za Che Pe Mayan Yam Da Hagha Pukhtunistan Day. Lyrics

Za Che Pe Mayan Yam Da Hagha Pukhtunistan Day. Lyrics Of Malang Jan. خاوره يې د سرو ده هر يو کاڼی يې مرجان دی زه چې پرې مين يم دا هغه پښتونستان دی دې کې اپريدي اوسي دې کې اورکزي اوسي دې کې دي خليل مومند دې کې يوسفزي اوسي دې کې مموزي اوسي ، ددې خوړل ډېر ګران دی زه چې پرې مين يم دا هغه پښتونستان دی دا د خوشحال خان ګلشن دا د ميرويس خان ګلشن دا د در يا خان ګلشن دا د ايميل خان ګلشن باسي ترېنه زاغ زکه، ماليار يې باچا خان د زه چې پرې مين يم دا هغه پښتونستان دی دې کې ښه زلميان اوسي دې کې شنه زمريان اوسي دې کې ښه خانان اوسي دې کې نوابان اوسي دې کې صمد خان اوسي، غليم ترې په لړزان دی زه چې پرې مين يم دا هغه پښتونستان دی خدای دې باجوړي لري خدای دې چترالي لري تل دې وي وزير مسيد خدای خو دې ساپي لري خدای دې اڅکزي لري، زړګی مې پرې روښان دی زه چې پرې مين يم دا هغه پښتونستان دی ( ملنګ جان ) Za Che Pe Mayan Yam Da Hagha Pukhtunistan Day.  Lyrics Of Malang Jan Pashto Poetry. Malang Jan Ustad Nazam.  Khawra Ye Da Sro Da Har Yaw Kanray Ye Marjaan De. Pukhto Nazam By Malang Jan Ustad. Poem

Bia Hagha Makham Day. Bakht Muner Bajawar Pashto Folk Story.

Bia Hagha Makham Day. Bakht Muner Bajawar Pashto Folk Story. Latif Yaad بیا هغه ماښام دی  دبخت منیر دجرمنۍ ټکه راځينه   زما په یاد دي ،  زه وړوکی ماشوم وم، ارواښادې ګلناربیګم  به داسندره په اغلب ګومان د۱۹۶۰ او ۱۹۶۵ کلونو تر منځ  ویلې وي . دبخت منیر  په اړه چې ما اوریدلي  دي  ویل کیږي چې دی  دباجوړ یوځوان و او په قام سالارزی پښتون و. پلار یې الماس خان نومیده . دی دباجوړ دګل بیلې په کلي کې اوسېده . دده اودتربورانو ترمنځ یې دجایداد او ځمکې پرسر  شخړه ، لانجه اودښمني وه  بخت منیر  په هغه وخت کې ووژلی شو چې دباجوړ دپشت دخان سره  یې جکړه کوله . . ویل کیږی چې دده سره یوه جرمنۍ تمانچه هم وه چې ده ته په تحفه  ورکړل شوې وه .وایي چې بخت منیر په نښه ویشتلو کې ډیر مهارت درلود .ده هم دخپلو دښمنانو سره پرخپلې جرمنۍ تمانچې ډزې کړي دي او بیا هلته وژل شوی دی .ویل کیږي چې دده په وژلو  کې یوه ښځه هم ملوثه وه چې قریشه نومیده .دیو ه بل روایت  له مخې  مولانا خانزیب چې د(باجوړ دتاریخ )لیکوال او زما دفیسبو ک ملګری هم دی پخپل تاریخ کې دبخت منیر په اړوند لیکلي دي : چې بخت منیر په اصل کې دافغانستان دکونړ ولایت د

Mala Chal Na Razi. Pashto Ghazal Lyrics Of Meena Da Khkulo Sanga Kege

Mala Chal Na Razi. Pashto Ghazal Lyrics Of Meena Da Khkulo Sanga Kege.  Ghazal By Shafiullah Babarzai. Singer, Mirman Naghma Khaperai. محترم شفيع الله بابرزئې افغانستان ۔۔۔۔۔   ۔۔۔۔۔ ديدن د ښکلو  څنګه  کيږی  ماته چل نه راځی۔ څوک په چا څرنګه ګرانيږی ماته چل نه راځی۔۔  د غره  سړې  يم  ما د  کلی باهر  مه  راپريږدئ۔ ښار کښےد غره خلق ورکيږی ماته چل نه راځی۔۔ د  نازولو   په   مړوند   خوبونه   څنګه   کيږی۔ سړې  بيا  څنګه  راويښيږی ماته چل نه راځی۔۔ د  ښکلو  مخ  کښې د يوې  خبرې  وس نه لرم۔ خولګۍ په څه ډول ښکليږی ماته چل نه راځی۔۔ دې سر خوړلی ښار کےڅوک د چا په کار نه راځی۔ دلته  پرادی  څنګه  خپليږی ماته چل نه راځی۔۔ زه مې د خپلې  غريبۍ ته اوس  خفه خفه يم۔ جانان  زما په نوم  شرميږی ماته چل نه راځی۔۔ بابرزې نور مې د خوږو خوږو نه زړه تور شوې۔ په ترخو څنګه څوک مړيږی ماته چل نه راځی۔۔ Mala Chal Na Razi. Pashto Ghazal Lyrics Of Meena Da Khkulo Sanga Kege.  Ghazal By Shafiullah Babarzai. Singer, Mirman Naghma Khaperai. Naghma Pashto Song Mala Chal Na Razi, Lyrics. Lyrics Of Pashto Hit Songs. Pashto So

Moor. Moor Nazam By Ghani Khan. Lyrics Of Moor Pashto Nazam.

Moor. Moor Nazam By Ghani Khan. Lyrics Of Moor Pashto Nazam. #مور  زه د هغه لال زه د هغې د سترګو تور ومه  زه به د هغې په سينه تل وده نسکور ومه  اوس ئې ښکته ښکته د مزار کاڼو ته ګورمه  خاورو کښې هغه ده چې ئې زه د زړه هلال ومه  هغه لال شو خاورې چې ئې زه وړوکى لال ومه  لاړمه آسمان ته ما وې اى د جهان مور سپوږمۍ  زور د مرګى زيات دى که دى زيات د مينې زور سپوږمۍ ! اورى په لحد کښې څوګ د سوى زړګى شور سپوږمۍ ! موټى خاورې څنګه پټ د حسن يو جهان کړى  يو پوکى د باد دا چمن څنګه بيابان کړى  خله مې نه جوړيږي چې ظالم ووايم رحمان ته  خو مرګ چې د جهان بادشاه کړم څه ووايم ځان ته  ولې دروازه د علم لر نه شوه انسان ته  سيال ئې د ځان ولې کړم چې زه د خاورو سيال ومه  هغه لال مې څه شو چې ئې زه وړوکى لال ومه  غنی خان  Moor. Moor Nazam By Ghani Khan. Lyrics Of Moor Pashto Nazam. Pukhto Shayeri, Pashto Poetry Nazam Moor. Moor Nazam By Ghani Khan baba. Learn Pashto Reading. Ghazal , Pashto Gane, Pashto Songs.

Sher Alam Aw Mamonai. Pashto Folk Story And Pashto Tappay Lyrics.

Sher Alam Aw Mamonai. Pashto Folk Story And Pashto Tappay Lyrics. مور یې بلۍ په بلۍ ګرځي  د میمونې څادر په چا موندلی وینه ‏په ناوګۍ کې اوبه نه وې ‏د میمونې د وینو راغلل سیلابونه مورې تودې وریجې سړې کړې د میمونې د مرګ خواره شو آوازونه ميمونئي پاکه ليوني ده  هغه يي وجنيي دا ماما ماما کوينه بیا به د کلی منځ ته نه ځم هلته کښي مور د میمونې ولاړه وینه پهٔ سترګو ړوند شئ شيرعالمه د تمباکو پهٔ پانړو چا کړې مرګونه د ميمونې همزولې راغلي څوک پسې ژاړي څوک پرې وائې تهمتونه د میمونئ د مرګ آواز شۀ جینکو وران کړل د اختر شینکی خالونه ميمونه جاړي شيرعالم ته   ده کاکا زوي دے ما به نه حلاله وينه يه شيرعالمه خدائي دي خوار کړه د تماکو په پانړه چا کړي مرګونه د مېمونې د مرګ اواز شو  مور ئې ړنده شوه په بازو خله لګو وينه ده ميموني ده مرګ آواز شو جينکو پريښودل قلپيان په تنرونو Tags, Meta Data And Keywords. Pashto Folk Song Shir Alam Aw Mamonai. Singer. Ahmad Gul Ustad. Sher Alam Aw Mamonai. Pashto Folk Story And Pashto Tappay Lyrics. Shir Alam Aw Mamonai, Pashto Folk Story Of Honor Killing Originated In Nawagai B

Ogora Dab Dab Zama. Pashto Classic Song Lyrics. Singer Irfan Khan

Ogora Dab Dab Zama. Pashto Classic Song Lyrics.  Pashto Singer.  Irfan Khan Song Pashto Song. Ogora Dab Daba Lyrics. «چاربیته» شاعر: عبدالواحد ټېکدار (بابای چاربیته) *** وګوره! دبدب زما  سل مې په اردل کې ځي  سل مې غلامان دي، سل اسونه په سل لارې ځي سل پکښې ریبارې ځي سل مې محلونه دي سل مې برجلونه دي سل په کې ډالونه دي سل پرې اوېزاندې کټارۍ دي؛ د غضب زما! وګوره دبدب زما سل دي جلادیان پکې  سل دي دورانچیان پکې سل دي نوکران پکې سل می لګیدلي خنجرونه په اوربل کې ځي سل مې په اردل کې ځي سل دي سهیلۍ زما  سل ګډې، چیلۍ زما سل پړي، سیلۍ زما سل مې کجاوي؛ د سلو سترګو راته دارې ځي سل پکې ریبارې ځي سل مې صفتونه دي سل مې نوبتونه دي سل مې جوماتونه دي سل مې شجرې دي، سل کتابه د نسب زما! وګوره دبدب زما سل مې سفیرۍ کوي  سل زمیندارۍ کوي سل مې نوکرۍ کوي سل مې په قولبو پسې جامبړې په غوبل کې ځي سل مې په اردل کې ځي سل مې ماشومانې دي سل پکې ځوانانې دي سل مې بوډۍګانې دي سل مې مخکې وروستو، سل کم عقلې، سل هوښیارې ځي سل پکې ریبارې ځي سل په زړہ زخمونه مې  سل سل پرهرونه مې سل قسمه دردونه مې سل ځله غوڅېږي; زړهٔ نادان دی,

Ta Ba Garze Hase Khuklay Za Ba Marh Yam. Khatir Afridi Pashto Ghazal. Lyrics

Ta Ba Garze Hase Khuklay Za Ba Marh Yam. Khatir Afridi Pashto Ghazal. Lyrics Of Khatir Afridi Pashto Ghazal. Singer Takkar ته به ګرځې داسې ښکلی زه به مړ يم چې مې اوس وای لږ ليدلی زه به مړ يم جنازه چې مې د کوره ګور ته واخلي ته به نه يې راوتلی زه به مړ يم خړې خاورې به په ما باندې انبار شي هر سړی به درومي غلی زه به مړ يم زه به هیر شمه قرارې مرګي ورک شه سره خاندي به ټول کلی زه به مړ يم بې له مانه ما څوک نه درځنې غواړي ما خپل ځان درته بخښلی زه به مړ يم چې په ډېرو شپو مې هیر نکړې جانانه دا ستا یاد مې ډېر ساتلی زه به مړ يم زه د یار د دره بې له خپله ياره بل چا نه يم راشړلی زه به مړ يم په دا تور سترګو کله کله ګوره جوړ په ما د خاورو څلی زه به مړ يم چې په قبر مې تیرېږې خدای لپاره لږ شه ما ته پښه نيولی زه به مړ يم بيا لږ راشه په خندا شه چې ښايسته ش چې مزار مې شي مښلی زه به مړ يم که نور هيڅ نه وي چې ما لره رادرومې خړ خيبر خو دې ليدلی زه به مړ يم د کاکل په ختہ بند د مخ کتاب کړه ما خاطر په تا سپارلی زه به مړ يم (ارواښاد خاطر اپريدي) Ta Ba Garze Hase Khuklay Za Ba Marh Yam. Khatir Afridi Pashto Ghazal

Nawagai Momando Wrana Krala. Pashto Folk Song Background and lyrics.

Nawagai Momando Wrana Krala. Pashto Folk Song Background and lyrics. *ناواګۍ مومندو ورانه کړله د دير نوابه* ! دا سندره زما ډېر خؤښه وه خو زۀ پۀ کښې ډېر شکي هم ووم  هغه وجه دا وه چې چا به په يو قسم وئېله او چا به پۀ بل قسم وئېله نو ما دا تاريخي حقيقت نۀ ګڼلو نو نن مې د مولا خانزېب صېب کتاب لوستلو نو ټول تاريخ مې مخې ته راغلے ډېر خوشحاله شوم او غوښتل مې چې د ملګرو سره يې شريک کړم مختصرٙٙ ـ   د دې سندرې شاليد دا دے چې کله د باجوړ ناواګۍ د نوابي رياست نواب صفدرخان دهغۀ زوي مندالي خان ګؤښه کړو او مندالي خان د دغه رياست خان شو ,(دلته ښاغلې په صفدر خان هم خبره کړے خو زۀ خپل ليک زياتول نۀ غواړم ) وئېل کېږي چې مندالي خان ډېر مست سړے وو په سپين اس به سور ګرځېدۀ انګرېز کليف او پتلون به يې اچؤلے وو د پړانګ په څرمن به پۀ دربار کښې ناست وو د خپل رعيت سره يې ډېر ظلم کؤلو پۀ 1912ز کښې د مومندو په سيمه د ساپو قبيلې څۀ اويا کسان يې پۀ ظلم قندارو خاښ پۀ سيمه کښې   د غؤنډۍ له پاسه پۀ ګټه حلال کړل  د دې کسانو د وژنې سبب دا ؤ چې د ساپو خلکو د ناواګۍ د سيمي دوا غلجي يوه ورځ مړۀ کړل۔ مندالي خان د ساپو قندارو

Pashto Love Poetry. Pashto Two Lines New Poetry, Pashto Tappy Lyrics 2022.

Pashto Love Poetry. Pashto Two Lines New Poetry, Pashto Tappy Lyrics 2022. ‏په نيمه شپه هسې راياد شوې  هغه راغلی خوب مې بيا وتښتيدنۀ  په ما دې کړې څه بلا ده  په مخ مې غبرګې اوښکې ځي خوله درکومه ‏اختر پرون و، پرون تېر شو د بغدادي کوترو نن راغلل سېلونه ‏که ته راځې غرمې ته  راشه ابۍ کور نشته بابا ژرندې ته لېږمه اسمان په ستورو ښائسته ښکاري د زمکې سر په ښکلو ښکلو خوند کوينه ځار په پښتو ولاړه اوسه زه هم پښتون يم په پښتو درسره ځمه Pashto Love Poetry. Pashto Two Lines New Poetry, Pashto Tappy Lyrics 2022. الله دې خیر کړي څه به کېږی باران وريږی زه د يار ديدن له ځمه ‏لاليه ښاد شې خود مختار شې د قام سالار شې چې بيرغ درپسې وړمه ښایست مې و نصیب مې نه و خدایا په کور کې د بې قدرو ناسته یمه زما د مرګ زيرے پرې وکړئ چې په درشل پسې ولاړه وچه شينه ‎#ټپه ‎#لنډۍ ‏‎پکار دې نه وم درنه لاړم که دې پکار وې نازولې به دې ومه د يا قربان اواز دې تت کۀ  رباب دې مات شه په مانځه ولاړه يمه ډېر څه لرم ! وَيلی نشم سپېرې پښتو مې په مَرۍ ايښي لاسونه Pashto Love Poetry. Pashto Two Lines New Poetry, Pashto Tappy Lyrics 2022.

Pari Zaad, Karan Khan Pashto New Song Album Released. Pashto Lyrics

Pari Zaad, Karan Khan Pashto New Song Album Released.  Pashto Song Lyrics. Karan Khan 14 May 2022 Pashto Songs Album Parizada. Lyrics Of Parizada Album New By Karan Khan 14 May 2022. Swat KP پري زاده !!! پـــــــــري زاده ! زړه مې چـــــوي له اضطرابه کوم جــــــــــــادو به تا راپورته کړي له خوابه پـــــــــري زاده ! زړه هم تاته د سپــــــړدو دئ ستا په وړاندې څه حجــاب ، څه بې حجــابه پــــــــــري زاده! يو تپوس مې په مخ ليک دی اخلـــــــم ساه، که راتېـــــــــــرېږم له عــــذابه؟ پــــــــــري زاده! له ځنګـــــــــلو تېــــرېده دي څه خبـــــــــــــــــــــــــر ئې د ځنګلو له ادابه؟ پـــــــــــري زاده! د فـــــــــرات په ژۍ ولاړ يم مـــــــــودې وشوې تنده غــــواړم له دريـــــابه پـــــــــــري زاده! بس په پونــــده تاوېـدل دي زنــــدګي ده ، او ســــــــــاتو ئې له سېــــلابه پــــــــــري زاده! په قـدم کښې ځکه ورو ځم زه خبــــــــــــــــــــر يم د دې لارې له ســـرابه پـــــــــري زاده! زه کــــــه دا وارې اوُده شـوم هيڅ يو شور به مې راويښ نه کړي له خوابه پـــــــــري زاده! لاس مې ا

Taza Taza Guloona Pashto Lyrics. Gul Panra And Ali Zaffar

  TaaTaza Taza Guloona Pashto Lyrics. Gul Panra And Ali  Taza Taza Guloona Pashto Song Lyrics And Views. Pashto Song. Lar Sha Pekhawar Ta Kamis Toor Mala Rawra. Taza Taza Guloona Pashto Song Lyrics. Lar Sha Pekhawar Ta Kamis Toor Mala Rawra.  Lyrics – "Lar Sha Pekhawar Ta "  Larsha pekhawar ta kamiz tor mala rawara لاړ شه پیښور ته کمیص تور مالا راوړه Taza taza guloona dre salor mala rawara تازه تازه ګلونه دری څلور ماله راوړه Larsha pekhawar ta kamiz tor mala rawara Taza taza guloona dre salor mala rawara Taza taza guloona dre salor mala  rawaraLaila pa soor saloo ke raghla. لیلی په سور سالو کښی راغله Laila pa soor saloo ke raghla لیلی په سور سالو کښی  راغله Ao soor saloo ke raghala Bajawar guloona Pa tor kamiz ye laka storee zyar guloona Kamiz tor ao tor ao tor mala rawara Taza taza guloona dre salor mala rawara Taza taza guloona dre salor mala rawaraLaila chi cherta qadam kaydee Laila chi cherta qadam kaydee Ao cherta qadam kaydee bajawar guloona Halta gudar ke taza keegee z

Khat Me Raghalay Da Janan Day, Sa Ye Paki Lekali Di, Lyrics Of Pashto Song.

 Khat Me Raghalay Da Janan Day, Sa Ye Paki Lekali Di, Lyrics Of Pashto Song. Khat Me Raghalay Da Janan De. Sa Paki Lekali Di? Khooray Sharmegam Darta Na Wayam Halona Di Ki Chal Day. خط مي راغلي د جانان دے څه پکښي لیکلی دي خوري شرمیګم درته نه وایم حالونه دي کښی چل دے Pashto To Urdu Translation Of Song Lyrics. ‏اس پشتو دوگانےکاترجمہ کچھ یوں ہےکہ میرے محبوب کا خط مجھے ملا ہے لیکن شرم کی وجہ سے اس کی تفصیل بیان نہیں کرسکتا۔ جواب میں سہیلیاں پوچھتی ہیں کہ آخر کیا وجہ ہےکہ خط کےمندرجات نہیں بتارہی ہو۔ یہی قوم خان سے پوچھ رہی ہے کہ خط دکھا دیا تو بتابھی دیں کہ کس نے بھیجا ہے اور کیا لکھا ہے؟ Urdu To English Translation Of Pashto Folk Song. The Translation Of This Pashto Duet Song Is Such That A Girl Says To Her Friends That She Had Received A Letter From Her Beloved Janan. Her friends Asked her " What Is Written In Secret Letter? " The Girl Replies " I Feel Shy To Tell You Friends About What I have Been Told By My Beloved In This Secret Letter " . The translation of this P

Pashto Songs In Usama Bin Ladin Computer.

Pashto Songs In Usama Bin Ladin Computer. Lyrics د اسامه بن لادن په کمپیوټر کې پښتو سندرې ------------------------------------------------- د امریکې څارګرې ادارې (سي آی اې ) څو کلونه  وړاندې د القاعده د وژل شوي مشر اسامه بن لادن خلاف د پوځي عملیاتو پر مهال د هغه له کمپیوټره تر لاسه شوي نژدې څلور نیم سوه زره اسناد خپاره کړل په دغو اسنادو کې غږیز، تصویري او ویډیويي مواد شامل دي. دده په کمپیوټر کې ځینې پښتو سندرې هم ډانلوډ شوې وې چې ځينې یې په لاندې ډول وې   پښتو سندره بي بي شیرینې 'لږ تر لږه اته بڼې  پښتو سندره 'پېښور خو پېښور دی که نه  پښتو سندره 'کراچۍ ته روانېږي  پښتو اتڼیزه سندره Pashto Songs Videos In Usama Bin Ladin Personal Computer. Favorite Songs Of Osama Bin Laden. Pashto Song. Bi Bi Sherini, Zyaray Gulay. Pashto Song Pekhawar Kho Pekhawar Day Kana By Zek Afridi Pashto Songs Sherin Janan Karachi Ta Rawanege. Pashto Attan Folk Songs. Tags, Meta Data And Keywords. Osama Bin Laden Computer And Pashto Songs.  Pashto Songs And Osama Bin Ladin.  Osama Bin Ladin Listening

Rokhanyan Aw Rabab. Rabab Music And Roshnai Tehrik Of Peer Rokhan.

 Rokhanyan Aw Rabab. Rabab Music And Roshnai Tehrik Of Peer Rokhan. د حالنامې نه اقتباس د روښانیانو عقیده "بې د ربابه هر څۀ ګناه ده" روښانیانو د موسیقۍ، ګډا، رقص او رباب سره څومره لېونۍ مینه لرله؟ هغه تاسې د "سبزو" نومي یوۀ رباب ځن روښاني حال کتلے شئ. پۀ حالنامه کښې یې پۀ دا اړه راوړي دي چې " "سبزو" نومي یو یار وۀ، د اورکزے قبیلې غړے وۀ، د "حال" خاوند وو، یارانو به ورته لېونے وئیل، د هغه سره به یو رباب وۀ، یو یو تار به یې پرې اړولے وۀ، ټول عمر به پۀ لاس کښې ورسره وۀ، پۀ شهباز به یې غږولو، لږ ساعت پس به یې غوږ ته ونیوو، چې د رباب اواز به ډېر کم شو، نو د دۀ سر خوځېدل به سېوا شو، او بې اختیاره به شو. یوه شپه پس به یې پۀ زوره کړنک ورکړو، دغه د هغه مشغولا هم وه، او عبادت هم وۀ. ښځې ورته ووې، "ورږې ډېرې شوې دي، څوک خوب ته نۀ پرېږدي، ټول خلق لرګو راپرې کولو له تلي دي، چې ځان له د خوب  ځایونه جوړ کړي، تۀ هم لاړ شه، چې د خوب د پاره تختونه جوړ کړو" هغه ورله پۀ پښتو کښې ځواب ورکړو، "دا به څوک غږوي؟" یعني زما دا رباب به څوک غږوي؟ ښځې

Gul Zaman, Well Loved Pashto Folk Singer By Aleem Gul.Sahar

 Gul Zaman, Well Loved Pashto Folk Singer By Aleem Gul Sahar. A Shining Star Of Afghan Music Is No More. Who Was Gul Zaman For Afghans? موږ چې واړه وو، زموږ د سیمې نجونو به په ودونو او میلو کې دا لنډۍ ډیره ویله زه په رادیو میینه نه یم زه د رادیو په ګل زمان میینه یمه هغه وخت افغاني موسیقي د غوړیدو په حال کې وه، افغانستان لوی هنرمندان لرل خو موږ  استاد ګل زمان او میرمن قمرګله ډیر پیژندل او ډیر مو اوریدل استاد ګل زمان د افغاني موسیقي لوی نوم و، موسیقي ته یې ډیر خدمتونه کړي دي، زه په موسیقي ډیر نه پوهیږم چې د موسیقي په برخه کې د استاد ګل زمان د نوښتونو په اړه ډیر څه ولیکم هیله ده افغان موسیقي دانان د هغه د هنر په اړه څیړنې وکړي ډیر نوي څه به پکې ومومي چې د افغاني موسیقي د راتلونکي لپاره به ګټور وي۔ اروا یې ښاده یاد یې تل Gul Zaman, Well Loved Pashto Folk Singer By Aleem Gul Sahar. A Shining Star Of Afghan Music Is No More. He dies Today At Age Of 84 In Kabul Afghanistan. Who Was Gul Zaman For Afghans? Gul Zaman And Qamar Gula Old Pashto Songs.

Ogora Dab Dab Zama. Pashto Folk Song Complete Lyrics. Charbeta

 Ogora Dab Dab Zama. Pashto Folk Song Complete Lyrics. Charbeta  دا واخلئ د عبدالواحد ټېکېدار چاربیته وګوره دبدب زما  سل مې په اردل کښې ځي  سل مې غلامان دي، سل اسونه په سل لارې ځي سل په کښې ریبارې ځي سل مې محلونه دي سل مې برجلونه دي سل په کښې ډالونه دي سل په اویزاندې کټارۍ دې د غضب زما وګوره دبدب زما سل دي جلادیان په کښې  سل دي دورانچیان په کښې سل دي نوکران په کښې سل می لګیدلي خنجرونه په اوربل کښې ځي سل مې په اردل کښې ځي سل دې سهیلۍ زما  سل ګډې، چیلۍ زما سل پړي، سیلۍ زما سل مې کجاوې د سلو سترګو راته دارې ځي سل په کښې ریبارې ځي سل مې صفتونه دي سل مې نوبتونه دي سل مې جماتونه دي سل مې شجرې دي، سل کتابه د نسب زما وګوره دبدب زما سل مې سفیرۍ کوي  سل زمیندارۍ کوي سل مې نوکرۍ کوي سل مې په قولبو پسې جامبړې په غوبل کښې ځي سل مې په اردل کښې ځي سل مې ماشومانې دي سل په کښې ځوانانې دي سل مې بوډۍ ګانې دي سل مې مخکې وروستو، سل کم عقلې، سل هوښیارې ځي سل په کښې ریبارې ځې سل د شرافت په کښې سل د شرارت په کښې  سل د حفاظت په کښې سل په کښې د روم دي، سل د ترکو، د عرب زما وګوره دبدب زما سل دي دورانۍ په کښې سل

Pashto Folk Songs. Sri Stargi Khomaray, da Chari Da Zargar Di Na,

 Pashto Folk Songs. Sri Stargi Khomaray, da Chari Da Zargar Di Na, Shen Asman Zari Zari سندره سمه واېئ  Sandara Sama Wai by Maulana Khanzeb. سرې سترګې خونبارې، باڼۀ مې لا جمدر دينه ټيک مې دړې واړې، دا چارې د زرګر دينه کله د ېو هنرمند په غږ ېو سندره د غلط مشهور په توګه په وېنا کښې خوره شي څوک ئې د جملو او ،ويو ، جوړښ ته کم پام نه رړوي خو د هرچا په خوله شي لکه ېو وخت دا سندره به وائل شوه !  شين آسمان ذرې ذرې  د سرو زرو تنابونه  سپوږمۍ د بام په سر په ېار واېه سلامونه ! دې ډول څلور مصرئيزې سندرې ته ،سروکې ،وائل شي پدې اړه ځلمې هيواد مل د پښتو ادبياتو د تاريخ په حواله ليکي، داسې ښکاري، چې سروکي د پښتو د خاصو سندرو لکه چاربېتو، بدلو، بګتيو او لوبو پاتې شونې دي . دا  سندره په اصل کښې داسې وه چې ، شين آسمان ځلې ځلې ! د سرو زرو تنابونه  ځلې د ځلا نه ده دا دچاپېريال د جمالياتو هغه وخت ته اشاره ده چې کله باران اوشي نور او باران سره ګډ شي د ،بوډۍ ټال ،ېا شنه سره ،کاسه روخیېژي د باران څاڅکي پدغه وخت کښې داسې برېښي لکه د سرو زرو تنابونه چې راکش شوي وي آسمان په ځلا ځلا سر وي دا مخکښې او روستو وېنا د

Yar Bahadar Raka Ka Hemat Na Rakawe. Ghani Khan Lyrics

Yar Bahadar Raka Ka Hemat Na Rakawe. Lyrics Of Ghani Khan.  Pashto Singer Fayaz Khan Kheski Poet. Ghani Khan يار بهادر راکړه کۀ همت نۀ راکوې غيرتي ورور راکړه کۀ غيرت نۀ راکوې د سکندر بخت را، د دارا خيال را مټ د خالد کښې، توره هلال را اسلام دې پرېږده ما ته ځار درنه شمه زۀ به ئې ګټمه،      زۀ به ئې ګټمه ______ غني خان بابا سرليک: ځار درنه شمه(ټول) لټون ۶۳۴/634 Zaar Darna Shama. By Ghani Khan Baba. Yar Bahadar Raka Ka Hemat Na Rakawe. Lyrics Of Ghani Khan.  Pashto Singer Fayaz Khan Kheski Poet. Ghani Khan