Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Numan Dost

Ariana Saeed, Afghan Pashto Dari Singer Represented Afghan Women In UN

 Ariana Saeed, Afghan Pashto Dari Singer Represented Afghan Women In UN قوماندان صیب له خپلو مجاهدینو سره جومات کې ناست و. کلیوالو ورته د ګیلې په دود وویل: خپله ښه سړی یې؛ خو  ټول دې له ځانه ډمان او جولایان راتاو کړي ( دې دواړو قشرونو ته په درناوي).د خلکو په عزت نه پوهیږي قوماندان کلیوالو ته وویل شورویان راغلي او جهاد فرض دی کنه؟  کلیوالو د ( هو) په بڼه سرونه وخوځول قوماندان خپلو مجاهدینو ته مخ واړو  وسلې کیږدئ او له جوماته ښکته شئ  همداسې وشول او بیا یې کلیوالو ته وویل: دغه دي ډمان او جولایان مې رخصت کړل اوس دا وسلې واخلئ او پر خپلو زامنو مو وویشئ. کلیوال ټول هک پک شول. قوماندان بیا وویل: څنګه غلي شوئ؟ چې د تاسو اصیلو اولادونه جهاد نه کوي خود به یې ځای نو کیسه دا ده چې اوس ټول فیسبوک د اریانا سعید عکسونو او هغې ته سپکو سپورو نیولی. څوک یې په شلیدلي پتلون تبصرې کوي او څوک یې په شلیدلي شخصیت ښه، چې اصیلې، هوښیارې، حیاناکې او د افغان میرمنو  رښتیني استازې ته تر هغه ځایه د تګ او هلته د وینا فرصت نه برابریږي؛ خود به یې اریانا استازیتوب کوي د اریانا سعید په خبره ( ای نام خدا ! ) Arriana Sae

Afghanistan, Yesterday, Today And Tomorrow by Numan Dost

 Afghanistan, Yesterday, Today And Tomorrow by Numan Dost. له لاسه وتلي فرصتونه او نوي چانسونه له تهکال څه مو هریپور کیمپ ته کډه کوله. دا مو د جلا وطنۍ لومړی کال و. د پېښور له هشنغرۍ څخه یوه اوږده موټر ته پورته شوو. دا یې جي ټ اس (Government Transport Service GTS ) باله. اول سټاپ یې په نو ښار کې واخیست او بیا روان شو څو ځایه به یو ناڅاپه موټر درزهار شروع کړ. وروسته متوجه شوم چې دا کار هغه وخت کیږي چې له مقابل لوري بل موټر راشي او د ده ټایرونه خامې ته ولویږي د پېښور- هریپور لویه لاره، چې د حسن ابدال په سیمه کې ترې د راولپنډۍ او اسلام اباد سړک جلا کیده، ډیره نرۍ وه. دومره چې که له مقابل لوري به موټر راغی نو یوه باید یو طرف ټایرونه خامې ته غورځولي وای  له دې لارې څخه زموږ د شاهي دورې لارې ډيرې معیاري او پراخه وې.  کله چې په هریپور کېمپ کې میشت شوو، ځینې پنجابیان خوشاله ول. یوه سپین ږیري ویل: پخوا دلته شاړه وه. موږ چې به د هریپور بازار ته تللو، نو ټنګه ( آس ګاډۍ) به مو کرایه کړه. یو نفر به ټوپک سره ناست و چې ځناور حمله ونکړي خو وروسته د پېښور- هریپور دا تنګه لویه لاره په موټر وې بدله شوه.

Dr. Abdul Wakil Khan, Father Of Agriculture And Orchards In Afghanistan.

 Dr. Abdul Wakil Khan, Father Of Agriculture And Orchards In Afghanistan. By Numan Dost. د کابل – جلال اباد پر لویه لاره، د لغمان په ګردي کڅ کې  د یوه پخواني نظامي مرکز خواته یوه لویه دروازه ده. په دې دروازې لوحه نصب ده او پرې لیکل شوي : د ډاکټرعبدالوکیل خان ترویجي بڼ مرحوم ډاکټرعبدالوکیل داسې یو نوم دی چې په یادولو یې د سړي ذهن ته د مڼو، زردالو، بادامو... ښایسته بڼونه راشي او د زړه په سترګو د سرو سرو مڼو په لیدلو خولې کې لاړې راټولې شي د شاهي دورې دا وطنپال وزیر داسې شخصیت و چې نوم به یې تل د خلکو په ذهنونو کې شین وي. د ده له نوم سره د غلو دانو له لحاظه د یوه غني افغانستان څیره تداعي کیږي.د ډاکټر عبدالوکیل له وزارت مخکې افغانستان هر کال له امریکا متحده ایالاتو څخه له ۸۰۰ زره ټنو زیات غنم واردول؛ خو کله چې دی وزیر شو(۱۹۷۲) نو په هڅو یې وطن له دې اړخه خودکفا شو او دې خودکفایۍ تر (۱۹۷۹) کال پورې دوام وکړ (۱). خو د غويي له کودتاه وروسته، کیسه داسې خرابه شوه چې تراوسه جوړه نشوه د مرحوم ډاکټر وکیل یوه کلیوال، چې کابل کې یې ټکسي چلوله، راته ویلي و چې وزیر صیب به کلي په کلي ګرځیده. خلک یې بڼو

Pukhto Afsana. Pashto Short Story. Pukhto Landa Qessa.

 Pukhto Afsana. Pashto Short Story. Pukhto Landa Qessa. له ځنډ وروسته، لنډه کیسه                        خاورې په سر  په تور پوړني کې داسې تاوه وه لکه د کرونا مړی. د دروازې شاته غلې ولاړه وه. لاس به یې اوږد کړ؛ خو لکه چې د ټکولو جرئت یې نه درلود. کله به یې دواړه لاسونه پر ور کیښودل، غاړه به یې کږه کړه او غوږ به یې له دروازې سره سریښ کړ او کله به بېرته لرې شوه.  حیران وم؛ دا شین سهار، دا شړقنده باران او بیا... ما ویل که میلمنه ده، ما ویل که سوالګره ده؛ خو یوې غوندې هم نه ښکاریده. حجره مو دویم منزل کې وه او کړکۍ یې همدې کوڅې ته وه.د کړکۍ خواته ولاړ وم او بیرون مې د جړۍ باران ننداره کوله. د انګړ منځ کې ولاړې ونې ته مې کتلې چې مرغۍ ځاله کې پر بچیو وزرونه راخواره کړي وو.   څو ځلې مې تصمیم ونیوه چې ور پرانیزم او غږ کړم؛ خو پردۍ تور سرې ته غږ کول راته خطرناک ښکاره شول. چې سهار چای ته راښکته شوم، نو همدا صحنه رایاده شوه. ما لا پوښتنې ته ځان جوړاوه چې مور مې ویل: هغې بیچارګۍ لکه چې ټوله شپه په ویښه تیره کړې وه، سهار وختي ... ژر مې پیاله کیښوده او سر مې وړاندې کړ. ما پوښتنه کوله چې مور مې ویل فیر