Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Saqi

Mastana Saqi Rasha, Yow Jam Jaam Rawra. Ghani Baba Kalam.

 Mastana Saqi Rasha, Yow Jam Jaam Rawra. Poet. Ghani Khan Baba. Singers. Sardar Ali Takkar, Shah Wali Afghan, Ustad Zaffar Farooq, Gul Panra, Haroon Bacha يو جام  مستانه ساقي راشه يو جام جام راوړه موسکى شه په خندا شه يو جام جام راوړه پياله کېږده شېرينه، ځواني د ځوانۍ وينه رنګ رنګ مستي رنګينه، حسينه، نازنينه مجنونه يمه ليلا شه يو جام جام راوړه يو ګل يه رژېدلى، يو باغ يم سوځېدلى يو ساز د ژړا يم، يو اه د بلبلې ژوندون شا زما ساه شه يو جام جام راوړه ګل فامه ساقي راشه يو جام جام راوړه يو راګ يمه خاموشه، نغمه يم فراموشه ځوني مې په غم بايله، مستي راوړه بې هوشه د درد دارو زما شه يو جام جام راوړه موسکۍ شه په خندا شه مست مست راکړه خوبونه، چې پټ کړم پرې غمونه شروع کړه د ژوند تال ته، نازک د ښايست سرونه دلبر شه، دلربا شه يو جام جام راوړه مستانه ساقي راشه يو جام جام راوړه يادونه : دغه نظم په لټون کتاب کې د (يو جام) په عنوان په (690_691) مخونو کې راغلى دلته بيا د دوهم ځل لپاره د (يو جام) په عنوان راغلى  #غني  خان لټون : مخ يا صفحه (793_794) لټون پسې لټون : مخ يا صفحه (70_71) د غني کليات : مخ ګڼه (600_