Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Kiran Khan

One Of The Best Of Rahman Baba's Pashto Poems. Sufi Lyrics

Rahman baba Sufiana Kalam One Of The Best Of Rahman Baba's Pashto Poems. Sufi Lyrics Of Rahman Baba. څوک دې راکاندي قسم په کردګار که درهم لرم په کور کې یا دینار زه دینار او درهم نه لرم په کور کې ولې نور عالم مې بولي دنیا دار هم په دا چې نه له ځایه چرته خوځم نه د هېڅ یوه مخلوق یم منت بار نه مې ښکته ملک لیدلی  نه پورته خبر نه یم په یمن او په یسار آب و خور لکه اسیا په ځای را رسي په خپل کور کې مې سکون دی هم رفتار لکه ونه مستقیم پر خپل مقام یم که خزان را باندي راشي که بهار رحمٰن بابا *اسیا=ژرنده One Of The Best Of Rahman Baba's Pashto Poems. Sufi Lyrics Of Rahman Baba. Sook di Ra kandi qasam pa Kirdigar, ka darham laram pa koor ki ya Dinar.