Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Sharar Safi

Enayat Al Zayyat Famous Poem For her Son Translated To Pashto

  Enayat Al Zayyat Famous Poem For her Son Translated To Pashto عنايات الزيات  مصرى ليكواله وه، له یو بد خویه سړي سره یې واده وکړ، زوی یې ترې وشو، دې واده دوام ونه کړ، تر اوه کلونو یې زوی له دې سره و، وروسته پلار ته ورکړل شو دا هلک به زیات وخت د پلار او مېرې سره پاتې کېده، دوی به تل د مور په اړه لمساوه، هلک به خپلې مور ته په کینې او خبرو چارج  راستون شو...د مور له کوره به سم دم ووت خو بېرته چې به راغی مور ته به یې په کرکه کتل، تر دې چې د مور په نامه یې غږ نه ورکاو، ماشوم د مور پر وړاندې په کرکه رالوی شو، یوه ورځ د مور کور ته راغی،  مور یې ورته په مینه غیږه خلاصه کړه، خو زوی یې ورته وویل: زیک یا طنط( انټي څنګه یې) له دې غږ وروسته په ژوره خواشینۍ اخته شوه، یو شعر یې ولیکه: نه څوک لرو او نه د چا یو.. ژوند بدل شو، اشخاص بدل شول، هیڅ هم پاتې نه شول، که هغه بچي هم و.. ان هغه هم بدل شول چې زموږ په داخل کې جوړ شول. زموږ په وینو رالوی شول.. د زیګون دردونه مو ترې ځار کړل.. دا هم بدل شو سره له دې چې زما نښې نښانې لري.. زما په څېر موسیږي.. حتی د پښې وړه کږه ګوته یې زما د ګوتې په څېر ده... حتى دا چ

Khar, Baam Aw Ghojal. Pukhto Qesa

 Khar, Baam Aw Ghojal. Pukhto Qeesa by Sharar Safi د لومړي ځل لپاره یو سړي له بهر نه خر راوست، له ډېرې خوشالۍ نه یې بام ته وخیژاوه، لارې او ګودرې ورته ورښایي: هغه لاره د سوداګرۍ مارکیټ ته وتلې، دا بله لاره هم د سوداګرۍ بازار ته وتلې ده ... او هاغه دریمه لار خو وینې هغه هم د سوداګرۍ بازار ته ورغلې ده د لمر سترګه پریوتله، سړی نیت وکړ چې خر له بامه ښکته کړي او غوجل ته یې ننباسي، خو خره دا کار د ځان لپاره توهین وګانه، پښې یې ټینګې کړې، سړي څو ځل کوشش وکړ چې ښکته یې کړي، خو خر به د چا پلار له بامه راکوز کړي، په بام یې خرتکې شروع کړې ټول کور خوځېده، په چت پرتو وینو خوړلو لرګیو نور تاب نه لاره، سړی په منډه کور ته کوز شو، مېرمن یې له مټه ونیوه، له کوره یې وویسته څو شیبې وروسته چت راوغورځېد،  کور وران شو او خر مړ شو، سړی د خره سر ته ودرېده ویې ویل په خدای ټوله غلطي زما وه، ستا ځای غوجل و خو ما چټې بام ته وخیژولې عبرت ډېره سخته ده چې خره له موقفونو را ښکته کړې.. پړه د هغه چا په غاړه ده چې دلته یې خېژولي وي.. نا اهلو ته چارې سپارل به د کور چت هرمرو راغورځوي Pashto Times. Bam, Khar aw Ghojal. Pash

The Miser Man On The Earth. Pashto Blog

 The Most Miser Man on The Earth? By Sharar Safi. د نړۍ کنجوس سړی *میرچن ترانسیسکو  د نړۍ تر ټولو د شوم سړي لقب ګټلی و... لباس او خوړو ته یې هيڅ ارزښت نه ورکاوه، پتلون ته به یې پیوندونه پراته وو، د کرسمس په اختر کې یې ملګرو یو جوړ نوی لباس ورکړ، څو یې په دې طریقه پوه کړي چې دی ډېر کنجوس سړی دی، کله چې له رخصتۍ نه راستون شو، هم هغه زوړ لباس یې پر تن و، ملګری یې خبر شول چې ورکړې جامې یې د انترنت له لارې پلورلې وې د هغه له مړینې وروسته خلک پوه شول چې میرچن د هغو سازمانونو لپاره تر ټولو زیاته بسپنه ورکونکی و چې د بې کوره ماشومانو ساتنه کوي، او د هغه بسپنه  19 مليونه ډالرو ته رسیده   دې سړي په کومه فلسفه کې ژوند کاوه؟! خپله ټوله خوښي یې د بې کوره ماشوم له یوې خولې موسکا ځار کړه د هیچا په ظاهر حکم مه کوئ کوم خوند او رڼا چې د بیوزله په موسکا کې پر ته ده په الماسو کې هم نشته Pashto Times. The Most Miser Man On The Earth.  The Miser Man Story In Pashto. Pashto Stories. Kanjoos, Miser, Shoom In Pashto. Miser meanings In Pashto کنجوس یا شوم Kanjoos Or Shoom د نړۍ تر ټولو شوم سړی