Sati Rasam In Hindus. Sati Rassam Explained In Pashto. Research By Waqas Espazai. «ستي» څېړونکی: وکاس ایسپزی *** چې په يار پسې روغ ځان سېځي په اور کښې زۀ پـــــه دا رســــم مئيــن يــــم دَ هـنـــــدوانـو *خوشحال بـابـا د ستي دود په اړه دا ویلای کېږي' چې دا دود مغل اکبر ختم کړی وو' حالانکي داسې نۀ ده' وړومبی خو دا دود په عامو هندوانو کې شتون نه درلود' بلکي د لوړې طبقې هندوانو کې دود وو ـ خو پر دې دود سلاطین دهلي (دهغه پاچهان هم زیاتره افغانان ول) د واکمنیو پر مهال سخت بندیز وو او دا دود به هاغه چا ترسره کاوه' چا څخه به چې د باچا له اړخه رسمي اجازت نامه وه او ظاهره ده' د باچا له دربار څخه به هر چاته او بیا عام هندو ته اجازه نه ترلاسه کېدۀ ـ ابن بطوطه پخپله سفرنامه کې د ستي دود په اړه لیکي: «یو ورځ ما ولیدل' چې یوې هندوې ښځې ځان سمبال کړو او پر اسپه سوارۀ شوه؛ نور هندوان او مسلمانان ددې شاته شاته روان وو؛ مخکې مخکې نغارې غږېدلې؛ بامبړان (براهمڼ) چې ددوې مشران وو' ورسره ورسره وو ـ چون د باچا سیمه وه' نو ځکه د باچا د اجازت نۀ بغیر یې سېځل نۀشوی کولای باچ...
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.