Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Secularism In Pashto

What Is Secularism? Secularism Explanation. Pashto

What Is Secularism?  Secularism Explanation. Secularism Explained In Pashto.  What Is Secularism? Pashto  پوښتنه مې دا ده  چې سيکولرزم  څه ته وايي او ده کله نه شروع شو؟؟؟  سیکولرېزم ځینې خلکو د "لادینیت" پۀ معنا اخیستے دے خو د سیکولر لپاره لازم نۀ ده چې لادین وي. لادین مطلب خو دا شۀ چې دین یا مذهب بېخي نۀ مني چې پۀ بله ژبه ورته ملحد یا Athiest ویلے شي. حال دا چې سیکولرزم د هغې نظریې نوم دے چې پۀ هغې کښې د یوې ټولنې د وګړیو ترمنځ د مذهب نه اوچت پۀ مشترکو مفاداتو یو نظام جوړ کړے شي. مولانا وحیدالدین خان لیکلي دي؛ سیکولرزم کومه مذهبي عقیده نۀ ده. د سیکولرېزم مطلب لامذهبیت نۀ دے بلکې د مذهب پۀ اړه بې پلوه پالیسي غوره کؤل دي.  د مولانا وحیدالدین خان کتاب  "True face of islam"  چې پښتو ژباړه یې شفیع الله تاند کړې ده، پۀ دویم ټوک کښې یې د سیکولرېزم تر سرلیک لاندې داسې شننه کړې ده؛ "سیکولرېزم څۀ دے" د سیکولرېزم پۀ اړه د بې پلوې رایې ورکؤنې لپاره پۀ دوه څیزونو کښې توپیر اړین دے. یو دا چې سیکولر فلسفه ده او بل سیکولر پالیسي ده. څوک چې پۀ دې دواړو ونۀ پوهېږي، د سیکول

What Is Secularism? Secularism Explained In Pashto

 What Is Secularism? Secularism Explained In Pashto What Is Secularism In Pashto? سیکولریزم  دریمه برخه کتاب: د فکر زېری ژباړه: غورځنګ اتل که چېرته سیکولریزم د ټولنیز نظام په توګه قبول کړو، نو دینداره به بې دینه او خدای پرست به بت پرستنه شي؛ نو ویلای شو، چې سیکولریزم د اسلام لپاره کوم خنډ او خطر نه دی، نه هم د پاکستان  راتلونکی په خطر کې دی؛ بلکې زموږ له انده پر سیکولر اصولو ولاړ پاکستان به ډېر روښانفکره، پرمختللی او متمدن هیواد وي  د سیکولریزم موخه دا نه ده، چې د ټولنې دننه ګډوډي زیاته کړي  او اخلاقي نظام له منځه یوسي؛ بلکې سیکولریزم یوه داسې فلسفه ده، چې د فکر او شخصي آزادۍ لپاره ځانګړې شوې ده؛ د تقلید او روایت پرستۍ پرځای د عقل او علم پر ځواک تکیه ده، نو ځکه خو سیکولرانو تل هڅه کړې، تر څو خلک له وهمپالني / توهم پرستۍ (په پټو سترګو د یو څه منل. ژباړن) څخه وساتي او د عمل او فکر خواته یې راوبلي. دا کومه ځانته فلسفه نه ده  زموږ صوفي کرامو به هم ویل چې حقیقت خپله وپلټئ، خپله یې زده کړئ او که د خالق یا مخلوق سره هم اړیکه ټینګوئ؛ نو باید مخبنا یې پر حق ولاړه وي؛ نه د جنت او دوزخ له وېرې.