Karan Khan, Police Raid On Karan Khan Music Show In Peshawar. Karan Khan Music Show And Police Raid In Peshawar. By Ayaz Yousafzai. څو کلونه وړاندې سعودي عرب ته تلم نو يؤ ملګري راته وويل؛ ما له د پېښور نه وايرليس مايک راوړه. فلايټ ته وخت لږ ؤ نو زۀ پۀ صدر کې زر زر وګرځېدم، تپوسونه مې کول چې يؤ کس راته وويل؛ د آرشين سره نژدې يؤ دوکان کې شته، هلته ورشه. زۀ چې لاړم نو پۀ دوکان کې خو مايک نۀ ؤ البته د موسيقۍ ګڼ شمېر آلات پکې پۀ ډېر ښکلي انداز ايښودل شوي وو. يؤ هلک پکې ناست ؤ، ما وېلملګريه سم ليوني راته ښکارې ښه. هلک راته حيران حيران وکتل، ويل يې خير شه ولې؟ څنګه درته ليوني ښکارم؟ ما ويل ليوني خو ځکه يې چې د پښتنو پۀ ښار کې د موسيقۍ آلات خرڅوې، دلته د دې څيزونو مارکيټ نشته او نهٔ د پښتنو سره د دې څيزونو قدر شته، دلته رباب، ستار، ګټار، تبله او شپېلۍ نهٔ بلکې ټوپکې خرڅوه، تمانچې او کارتوس خرڅوه، هم به دې اغیستونکي ډېر وي او هم به درته خلک پۀ درانۀ نظر ګوري. هلک پۀ خندا شو، ويل يې تهٔ رشتيا وايې، د ژوند څيزونه پۀ پښتنو خرڅول ډېر ګران کار دی او ډېر لوی زړۀ غواړي. کرن خان هم ليونی دی چې پښتنو ...
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.