Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Bakht Zada Danish Poetry

Bakht Zada Danish Nazam, Jo Za Tata Zaan Dar Sparam. Pashto Poetry

Bakht Zada Danish Nazam, Jo Za Tata Zaan Dar Sparam. Pashto Poetry نظم  ”جو زه تاته ځان درسپارم .“ ستا نه زار شمه خالقه  په تخلیق دي بلها ویاړم  خو دا احسن تقویم دي  ده رنړا ځني منکر دي  په وړه وړه خبره  د تقویم کرخي ورانیږی  دا د نور نه جوړه خاوره  دومره ډیر زر رنګ بدل کړی  چي انسان په دا شکی شی  چي د نور مانا نو دا ده ؟ محبت رنځور غلام دي  په پخه کاسیره کیږی  هر خایست د سوال نشان شو  چي په مصر کي نیلام شو    د ښار ښځو ګوتي پریکړي  ستا د شان کوڅي ګواه دی  خو ښایست دي زندانی کړو  د تهمت داغونه وینځی  پاچاﺉ ي منتظر ده  ازمویني نه ختمیږی  دحسن  بدل لا پاتي  د حسین وینه ګواه ده  خلک ځان وهی لګیا دي  ماتمونه هم پیشن شو  ډوبه ډوبه خاموشي ده  خوشمر اویذید خاندی  عجیبه مسلمانی ده  قاتل هم په خداي مین دي  مقتول هم د چا نیازبین دي  زه د ذات د حد نه لري  ستا د خیال غیږه کي پروت یم  څاڅکي څا څکي نور راپرویت  ما په لپو کي راټول کړو مخامخ پکي ته ښکاري  ته په ما باندي پوهیږي  جوزه تا ته ځان درسپارم  جو زه تا ته ځان درسپارم ۔ دانش Bakht Zada Danish Nazam, Jo Za Tata Zaan Dar Sparam. Pashto Poetry. Ba

Za Ba Na Lewanay Kegam. Bakht Zada Danish Nazam.

 Za Ba Na Lewanay Kegam. Bakht Zada Danish Nazam. Best Pashto زه به نه لیونی کیږم  چې د داسي یو ملا نه د جهاد فضلت اورم چې بچی یې په لندن کې د خپل خیال حنت کې پروت دی زما دغه یو بچی ولآړ شهید شو شین طوطي شو مبارک شه مبارک شه! جنتي شو جنتي شو! زما سپینه ږیره نوره اسویلو سپینه پولۍ کړه دا دې نور بچي تیار دې درنګ ساعت ته روانیږي او دده دوکان چلیږي د شرابو ګوټ حرام دی خو د وینو ارزانې ده د یو څو کسانو راج دی د یو څو کسو خانې ده دا وخت د ژرندې پل دی او زما په مرۍ پروت دی زه  د خوار غنم دانه یم د اوبو په زور دلیږې زه به نه لیونی کیږم بخت زاده Nun Me Ledo Da Khudaya Dair Khafa wo. Yaw So Rando Da Khuday Na Der Khafa wo. Bakht Zada Danish Nazam Deer Khafa O. نن مې لیده د خداے نه ډير خفه وو  يو څو ړانده د خداے نه ډير خفه وو  دا چې ولاړ وو د ړندو پۀ سترګو  هغه باڼه د خداے نه ډير خفه وو    چې ئې سایه د پلار لیدلې نه وه  هغه واړه د خداے نه ډير خفه وو  چې پښتنو نه به خداے ډير خفه وي؟  که پښتانه د خداے نه ډیر خفه وو  دانشه خداے دې خفه کېږي نه خو  زۀ او هغه د خداے نه ډير خفه وو  دانشه څۀ د خداے نه ډي

Mala Janana Bala Laar Na Razi. Lyrics Of Pashto Song By Gul Panra.

Che Zama Mena Sta Pakar Na Razi Mala Janana Bala Laar Na Razi.  Lyrics Of Pashto Song By Gul Panra. Pashto Ghazal. Che Zama Mina Sta Poet. Ikram Ullah Gran Baba ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ شاعر - اکرام الله ګران بابا شعري ټولګه = زما غزل د پاڼو شمېر = ۱۵۰ - ۱۵۱ چې زما مينه ستا په كار نه راځي  ماله جانانه بله لار نه راځي د پوهو سترګو مې تا لوست ونه كړ ماله په خوله چل د اظهار نه راځي د فن د خرڅ هنر مو زده نه كړلو د دغې ګټې كاروبار نه راځي د لېونو هوښياري هم ومنئ په دښتو ګرځي ، خو په ښار نه راځي هغوی په ورځ له ویرې سل ځله مري چې ژوند غښتلو له په دار نه راځي زما د زړه په چينه خولې دې كېږدي چې ميخانو كې د چا وار نه راځي یاره ګل ګل فکرونو وسېزلم تاو د غصې په سور انګار نه راځي د بنګړیو شړنګ په زولنو کې کېږده ماله خوب نه راځي قرار نه راځي ګران د سپرلي زخم په څه وګنډي چې يې په لاس د زلفو تار نه راځي ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ Mala Janana Bala Laar Na Razi.  Lyrics Of Pashto Song By Gul Panra. Che Zama Mena Sta Pakar Na Razi Mala J

Begaa. Pashto New Ghazal By Bashir Gwakh. Ghazal Pashto Poetry.

Begaa. Pashto New Ghazal By Bashir Gwakh. Ghazal Pashto Poetry. څو ستوري له اسمانه غورځيدلي وو بيګا پر زمکه چې ګلونه رژېدلي وو بيګا  انسان نه، مسلمان نه بلا ډير په شکايت  بې روحه بدنونه خدای ته تللي وو بيګا خپل ورور مو قتل کړی وو خو نه وو پښېمان موږ داسې په شرمونو شرمېدلي وو بيګا بلا راته معلومه وه خو سر مو یې مات نه کړ غېرت په موږ کې نه وو ځکه غلي وو بيګا بشيره بدقسمته، په وطن دې سر ور نه کړ په تا پسې هم څو سړي راغلي وو بيګا ‎بشيرګواښ Begaa. Pashto New Ghazal By Bashir Gwakh. Ghazal Pashto Poetry. Pashto Times, Pashto Poetry, Pashto Two Lines Poetry. Pashto Ghazal, Pashto Poetry, Pashto Lyrics, Pashto Lyrics 2022, Pashto Lyrics 2023.  Pashto Poetry SMS. Pukhto Shayeri SMS. New Pashto Poetry SMS, Pashto Poetry SMS 2022 Eid Ul Azha. Akhtar Pashto Shayeri 2022 And 2023. 

Badshahi Da Jehan Sa K Zanla Wali Ziatay Gham. Ghani Khan Nazam

 Badshahi Da Jehan Sa K Zanla Wali Ziatay Gham. Ghani Khan Nazam Da Insaf Talal Mushkil De By Ghani Baba. بادشاهى د جهان څه کړى ځانله ولى زياتى غم د انصاف تلل مشکل دى څه به ډير کړى څه به کم خپل غمونه دى لا لږ دى د جهان غمونه غواړى داسى تخت به څګړى څکړى چه پرى شپه او ورځى ژاړى د ټټوانو په ګله کښى غټ ټټو مخکښى روان وى لوي بادشاه د ځناورو د هموو لوي حيوان وى دا دنيا د سپى لکۍ ده نه نيغيږى نه سميږى په وجود توره پيشو ده چه يي وينځى لا توريږى بادشاهى هله جوړيږى چه نيم ولګى نيم مړه کړى چه يو کس د بل په غوښو د خپل کور کوترى ماړه کړى د دى ژونده څه مطلب شو چه يا مرى يا به بل وژنى دا ميوه ګلاب دى څه شو باغ ساتى او بلبل وژنى ربه ماله که دى راکړه بادشاهى د کل جهان زه به يي وغورزوم د کوره لکه سوټى په ډيران دا يو دوه ګړۍ ژوندون زه په جګړو نشم تيرولى د دى ظلم په کټوي دى ربه بل کيږده برغولى ماله راکړه څو ګلونه يو نيازبين شانى جانان يو وړوکى غوندى باغ او په خواکښى سيند روان چه يي زه په غاړه ناست يم په يخ سيورى د خرولى په مزه مزه ليکمه د مزى مزى غزلى کله سوال مينت جانان ته کله بد او رد ملا ته د ساغر ساقى

Za Yow Mast Shan yam, Da Hawa Pa Aas Swaregam. Ghani Khan Nazam Lyrics

 Za Yow Mast Shan lewantoob yam, Da Hawa Pa Aas Swaregam. Ghani Khan Nazam Lyrics زه یو مست شان لیونتوب یم دا   هـوا   په    اس   سوریږم که یو رنګ  دا  یار  دا  سترګو شل    رنګونه     شم    ګډیږم دا زہ څه  له  ولې  جوړ  شوم خـبـر    نه    یم   نـه  پوهيږم ولې سوز شم،  ولې  ساز  شم یو   آواز   یـم   چه   غـږيــږم دَ   زړه   پټـو    تارخـانـو    ته يو  شغله   يم   چه   کـوزيـږم يو  سـرور  یم  چه شـرنـګیږم يو  خُمـار  يم  چه  مستـيــږم چه په رګ رګ کښې دي اور شم يو   لمـبــه   يم   چه   رپيــږم دا  زه  نور  يم  چه  پـړقـيــږم که  ســرور  يم  چه  سوزيــږم حـقيـقـت  مې  نشتـه  باد  يم مستــول  کـوم  هم  مستـيـږم په  خندا  کښـې  مې  ژړه   ده په  خفـه   ستـرګـو   خنـديـږم وايـه      وايـه      لـيـونـيــــه ولــې   ژاړي     چــې   ژړيــږم او  چه  پـړق  دا  اتڼ  واچــوم ستا  په  وينـه  کښې  ګـډيــږم دا زه تش دَ  خيال  دهوکه  يم که يو خيشت يم چه خـوريږم که يو مست دَ  باد   نيـلــې يم په   فکرونو   کښـې  ځـغـليـږم که د تال او شرنـګ نه   جــوړه يو   دُعا    يم   چه   قبـلـيـــږم. غنی خان بابا #The

Ghani Khan Baba Kalam. Raba Mala Ka Di Rakra Badshahi Da Kul Jehan.

 Ghani Khan Baba Kalam. Raba Mala Ka Di Rakra Badshahi Da Kul Jehan. غني خان بابا ربه ماله که دې راکړه بادشاهې ده کل جهان زه بې وه غورزوم ده کوره لکه صوټي په ډيران ماله راکړه سو ګلونه یو نیازبین شانتې جانان یو وړوکې غوندې باغ او په خوایې سیند روان چې یې زه په غاړه ناست یم په یخ سورې ده خرولې په مزه مزه لیکمه ده مزې مزې غزلې غنې خان بابا Ghani Khan Baba Kalam. Raba Mala Ka Di Rakra Badshahi Da Kul Jehan.

Rahmat Shah Sayel New Pashto Ghazal Lyrics 2022.

 Rahmat Shah Sayel New Pashto Ghazal Lyrics 2022. غزل لوګې لوګې دې کړمه اور دې نـــــه کړم سوړ اسويلې دې کړمه شور دې نه کړم هسې د تور کړمه پـــه تــــور دمينـــــــې دخـــپلودواړو سترګو تور د ې نه کړم پښتـــــو خو بل څه وې تا بل څه اوکړه بـــيا بانـي دې کړم په کور د ې نه کـړم شونډې دپرانستې او چوپ پاتې شوې پــر هـــر پر هر دې کړم ټکور د ې نه کړم ديار دزلــــــفــــو نه را   الوتـيـــــــه بــاده سمسور دې کړمه خولور لُـوردې نه کړم نن دې  راو کا تۀ په ډک محفل کښــــې ښه شوه د خلکو دپيغور دې نـــه کــــړم زۀ ستا دخيال دليونتوب سائـــــل ووم هير که دې ډير کړمه خو نور دې نـه کـړم Rahmat Shah Sayel New Pashto Ghazal Lyrics 2022.  Pashto Times New Pashto Poetry Ghazal 2022. Rahmat Shah Sayeel Ghazal, Vocalist Gulzar Alam. Mumtaz Orakzai, Khushal Khattak, Rahman Baba, Hamid Baba Pashto Classic Nazm and Ghazal.

Two Lines Pashto Poetry By Bakht Zada Danish 2022

Two Lines Pashto Poetry By Bakht Zada Danish 2022. لايق د دې کرسۍ جانانه نه و، تا وېل دے دا کس د مشرۍ جانانه نه و، تا وېل دے ته ګوره سمدستي يې ديدنونه په مونږ قحط کړل دا ښکلی د خانۍ جانانه نه و، تا وېل دے بخت زاده دانش Bakht Zada Danish. Two Lines Pashto Poetry 2022. Pashto Times Pashto Poetry. Ghazal, Nazm by Danish. Pukhto Ghazal Zaar. Pukhto

Malanga. Riaz Tasneem Pashto Ghazal

  Malanga By Riaz Tasneem. Pashto Lyrics »»»»»رياض تسنيم«««««« ملنګه ! ملنګه چې دا خلک پۀ تُندۍ چرته روان دي؟ وئېل ئې، دا د خپلو خواهشونو غلامان دي ملنګه! د لونګو څانګې لارې د چا څاري؟ وئېل ئې، څو کم سنه دي، لۀ قافه را روان دي ملنګه!دا ګټان زلفې، درانۀ باڼۀ اؤ ډک زړۀ؟! وئېل ئې، دغه ټول علامتونه د باران دي ملنګه! کوم يوسف ته دې ليدلی خوب بيان کړ؟ وئېل ئې، بس يو زۀ اؤ دېوالونه د زندان دي ملنګه! محبت ګني  بېخي دلته ناياب دی؟ وئېل ئې،چې ناياب نۀ دی؛ خو ډېرئې پۀ ارمان دي ملنګه! ستوري څۀ وائي چې زمکې ته راګوري؟ وئېل ئې ،د ساه ګانو جوارۍ وته حېران دي #ریاض_تسنیم Pashto Times. Pukhto Ghazal, Malanga.

Bakht Zada Danish Pukhto Ghazal 2022. Taqdeer

 Bakht Zada Danish Pukhto Ghazal 2022. غزل ما په اوبو کې خپل تقدير جوړوه جوړ مې نه کړو ستا له اواز نه مې تصوير جوړوه جوړ مې نه کړو په زړو سترګو مې دروکتل خو ياد مې نه شوې  له زړو خښتو مې تعمير جوړوه جوړ مې نه کړو خلکو به ويل چې ليونى يې خو ما فکر وکړو خپلو پښو ته مې زنځير جوړوه جوړ مې نه کړو چې شوم ناکام نو سنجيده شومه د ژوند لپاره  دخوب نه مخکې مې تعبير جوړوه جوړ مې نکړو دانشه! ښه دى چې دنيا شوله خبره په ما ستا له سندرو نه مې وير جوړوه جوړ مې نه کړو

Matiullah Turab New Pashto Poetry Nazam Lyrics.

 Pashto New Nazam By Afghan Popular Pashto Poet Matiullah Turab. Lyrics of Turab Pashto Poems in Pashto 2022. Poem War ( Jang or جنګ)    #نظم  جنګ رټل دي جنګ وژل دي جنګ د وينو تويول دي جنګ پردي ته لاس نیول دي جنګ جنګ د ورور د سر وهل دي زوی بې پلاره, پلار وژل دي خوږه مور کونډه کول دي مدرسه کنډر کول دي مکتبونو ړنګول دي جوماتونو سوځول دي جنګ قرآن ته سپک کتل دي د سنتو تېرېدل دي جنګ جنګ په وینو وطن رنګ کړ د غرور ټاپو يې ړنګ کړ بې شرمۍ ولولو شرنګ کړ بې ننګۍ دبدبې دنګ کړ اوس یې یاد دی چې بابا تورې به شرنګ کړ جنګ جنګ د پېغلو بې ستري ده لویه لویه بې ننګي ده وینه تویه افغاني ده مورکۍ ژاړي خیر غواړي بچیان جیګ شي مورکۍ داړي د مستورې ټیکری هلته په پنجاب کې را ځړيږي د وطن دبدبه هلته  د تور څټي پښو ته لویږي مونږه وایو افغانان يو مګر هر ساز ته ګډیږو جنګ  جنګ غیرت راڅخه واخیست اسلاميت راڅخه واخیست افغانیت راڅخه واخیست د پښتون هغه شمله اوس د بې ننګه په سر ایښې د غیرت کیسې تاريخ شو کتابو کې یې تش لولو چې بابا په مشهد خور و په ډهلي يې پاچاهي وه اصفهان یې تر سینې و بخارا په تراره وه پنجابی یې مسلمان و نن چ