Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Pashto Writings

Dr. Shukria Alkozai Killed In Kabul. Who Was Shukria Alkozai?

Dr. Shukria Alkozai Killed In Kabul. Who Was Shukria Alkozai?  د خیرخانې د ۱۰۲ بستریز روغتون د نسایي ناروغیو متخصصه ډاکټر شکریه الکوزی د پنجشنبې په شپه هغه مهال له خپل کور څخه وتښتول شوه چې درې ښځې چې یوه یې د ناروغتیا ښکارنده وه، د الکوزي کور دروازې ته ورغله او ورته یې وویل چې موږ ناروغه لرو، مونږ سره  لاړه شه تر روغتون پورې  او له موږ سره همکاري وکړئ  د ډاکټر شکریه الکوزۍ له ورکې درې ورځې وروسته د کابل په قصابه سیمه کې مړی وموندل شو د هغې يوازينۍ ګناه همدا وه چه پر وطن مئينه وه،او د ناروغانو خدمت يې کولو. روح يې ښاد  شهادت يې قبول شه By Wajid Noori. ډاکټر شکریه الکوزی سره مې دوه ځله مخامخ لیدلي ؤ. د نسایي ولادي نامکښه، قابله متخصص وه، ښایسته نرمه دري ژبې لهجه یې درلوده، نن خبر شوم چې د ستم نړۍ نه یې راحلت کړئ. په ظالمانه ډول شهیده شوی مسلکي ډیر درنښت یې راکړی وه، په مقابل یې ورته باقي پاتۍ شوم. په ذهن کې مې وسواسې خپرې دي، همدا انګیرم لکه چې سکه خور مې شهید شوي وي. رب دې ټولۍ کړې ستړیاوې، خدمتونه قبول کړه، شهادت دې مبارک شه. دوکتور صیب اوو جنتونو پیرزوینو درته غواړم By Azat Ullah Zal

Repeated Pashto MCQs. Pashto Books And Authors Names. MCQs

Repeated Pashto MCQs. Pashto Books And Authors Names. MCQs ١)  د راحت افسانې،،،،،، راحت زاخيلى چاپ کال ١٩٨٨ ٢)  ژوندى غمونه افسانې،،،،،،،، زيتون بانو ٣)  ګجرې،،،، قلندر مومند ٤)  واورې او ګلونه،،،،،، ډاکټرصاحب شاه صابر ٥)  پيغله ناول،،،، صاحبزاده محمد ادريس ٦) بې بې مبارکه (ناول)،،،،  رحيم شاه رحيم  ٧)  د وينو جام (ډرامه) ،،،،،، اسلم خټک ٨)  غزونې،،،، امير حمزه شينوارى ٩)  د پنجرے چغار،،،، غنى خان ١٠)  د بيديا ګلونه،،،، سيد رسول رسا ١١)  تړانکى،،،،، پروفيسر پريشان خټک ١٢)  دا زما او ستا قيصه ده،،،،، آمين الله داودزې ١٣)  حالات چى اور وروى،،،،رحمت شاه ساحل ١٤)  خوبونه،،،،، ډاکټر صاحب شاه صابر ١٤) غورځنګونه،،،، اباسين يوسفزے ١٥)  سوات نامه،،،،،  مرتبه هميش خليل ١٦)  سوات نامه جواب نامه ،،،، رحيم شاه رحيم  ١٧)  ادبى تنقيد،،،،ډاکټر عارف نسيم  ١٨)  ادب تنقيد او فکر،،،، رب نواز ماٸل ١٩)  ارسطو سے ايليټ تک،،،، جميل جالبى ٢٠)  مقدمه شعر و شاعرى پښتو ترجمه،،، پروفيسر محمد نواز طاٸر ٢١)  فضليات،،، ډاکټر فضل دين خټک ٢٢)  روح ادب،،، تسنيم الحق کاکاخيل ٢٣)  د رنګ او بو قافله،،، پروفيسر اقبال نسيم خ

Naseer Ahmad Ahmadi. Pashto Novelist And Writer Of Bughdadi Peer.

Naseer Ahmad Ahmadi. Pashto Novelist And Writer Of Bughdadi Peer. Pashto Novel Bughdadi Peer. By Muhammad Zaman Zalland نن يکشنبه د پښتو ژبې د مشهور ليکوال نصير احمد احمدي لومړى تلين دى٠ د پښتو د داستاني ادب سر لاری او لیکول نصیر احمد احمدي تير کال د جولای لسمه (چنګاښ ۱۹) د کرونا ناروغۍ له امله وفات شو. نصیر احمد احمدي په اوسني عصر کې د پښتو ژبې مشهور او کامیاب ناول لیکونکی بلل کیده. د هغه یو مشهور ناول «بغدادي پیر» یې شپږ ځلې چاپ شوی او د دې ترڅنګ یې شاوخوا ۲۵ کتابونه لیکلي وو بغدادي پیر، د غڼې ځاله، ټال، پټان، نیکه، زرو، جوجو، ازغزن سیم، یوه خبره درته وکم؟ راځئ کیسه ولیکو، رڼا، خونکار، اخ وطنه، بودا او د لېوانو پلونه او رنګه خوږونه د ارواښاد نصیر احمد احمدي لخوا په پښتو ژبه د لیکل شويو اثارو له ډلې څځه دي د ادب مينوالو او ليکوالانو د نوموړي مړینه د افغانستان د معاصرو داستاني ادبیاتو په برخه کې یوه لویه ضایعه بللې ده Tags And Keywords. Naseer Ahmad Ahmadi. Pashto Novelist And Writer Of Bughdadi Peer. Pashto Novel Bughdadi Peer, Da Ghani Zhala, Taal, Pathan, Patan, Neka, Zoro Jo Jo, Az

Naqibullah Zalland. A Young Writer Humiliated By Taliban For Posting Afghan Flag

 Naqibullah Zalland. A Young Writer Humiliated By Taliban For Posting Afghan Flag. Naqibullah Zalland Blogs. د ملتونو په تاریخ ڪې لوړې ژورې راځي؛ خو هوښیار ملتونه هغه دي، چې له ټولو بدلونونو وروسته هم خپل ملي ارزښتونه وساتي او ڪه څوڪ یې په وړاندې ودریږي، دوی یې مخه ونیسي زما مبارزه د هېواد او خلڪو لپاره ده هېڅ سیاسي رنګ نه لري او نه د نظام ننګونې/ تخریب فڪر لرم. ما د پسرلي په پار یوازې د یو څو مشرانو په نوم نیالګي ڪېنول او د ملي بیرغ په تړاو مې پر فسبوڪ څو ڪرښې ولیڪلې، چې زما د تحقیر او شڪنجې لامل شول.  د خپل فڪر پاللو ڪې دا ډول ستونزې هر څوڪ ویني؛ خو خپه پدې شوم، چې یو چا د ټول هېواد مدیریت ته لاس اچولی وي، ولې دومره وړه حوصله ولري؟  ولې یو نیالګی ونشي زغملی؟ ولې له بیرغ او نومونو ویریږي؟ تاسې په جبر د خلڪو خولې تړلی شئ خو فڪر یې نشئ بدلولی.  په هر صورت، زه اوس روغ یم. له ټولو ملګرو چې چا ما سره په خواخوږۍ او همغږۍ زما تصویر پروفایل ڪړی و، غرونه مننه ڪوم. په ځانګړي ډول له مشر منظور پشتین نه یوه نړۍ مننه ڪوم چې زما یو وړوڪی ڪار یې هم نادیده ونه نیوه او یادونه یې وڪړه.  خدای مو ښاد او ا

Wali? Walay? Nazam By Ghani Khan Baba

 Lyrics of Wali ( Why) Pashto Nazam Poetry Poem. Abdul Ghani Khan Baba. Singer Sardar Ali Takkar. خـــدایا عقل چی وو زړه دی ولي راکــــړو. 🧡 په یو ملـــک کښي دوه خودسره بادشـــاهان  بادشاهی او فقیری دي ولي یو کړه 💙 ده ژوندون په هره ساه کښي مرګ پنهان  ولي غم لکه آسمان په جهان خور دے .. خدایا ولي خوشحالی دي کړه نایابه .. ولي جوړ دي کړو ننګی ده ګُل ده پاڼو ..  خدایا ولي نشه بیاﺉ له شرابه  ولي ښاٸست او رنګ دي دواړه خور او رور کړو .. ولي ولي دي جهان کړو ډک په رنګ .. ولي کوڼ دي زه پیدا په جهان نه کړم .. خدایا ولي دی آواز پوست کړو ده چنګ .. ولي ماته دي عطا کړو فکر و خیال .. ولي ولي په رڼا ورځي خوبونه .. خدایا ولي دي ځوانی هر چا له ورکړه .. خدایا ولي دي پیدا کړل اُمیدونه.. ولي جوړ دي ده یار سترګو کښي جنت کړو.. ولي تریخ دي کړو بیلتون او خوږ وِصال .. خدایا ولي دي سپوږمۍ له رڼا ورکړه .. چی زنګۍ مي ده مستۍ په مهین ټال .. ولي جوړ دي کړو ازغی ده ګُل په خوا کښي .. ولي زړه مي پاک خو جسم مي ناولے .. ولي ماله دي ده ”ولی“ طاقت راکړو .. خدایا ولي ، خدایا ولي ، خدایا ولي .. غني خان بابا Pashto Times, Gha