King Amanullah Khan, Maulana Abdul Majid Afghani And Modern Education. دغازي امان الله خان فحاشي او مولانا عبد المجيد افغاني. مولانا عبد المجيد افغاني چې په خټه د باجوړ اتمانخېل وو ېو ستر ليکوال او په اېډورډ کالج کښې ښوونکی پاتي شوې وو ، افغاني صېب په هغه وخت کښې چې د پيرنګېانو په دسيسه او مرسته ېو تاجک ډاکو او د پيرنګېانو تنخادارو پيرانو حضرتانو ډنډورې جوړې کړې وې د هغه وخت په پښتون رساله کښې د غازي په مرسته کښی ليکنې کولې او د غازي په ضد جوړه لوبه ئې د پيرنګېانو ډرامه منله ځکه چې غازي خپل هېواد د پيرنګېانو آزاد کړې وو خپل ملت ئې د نړۍ سره سيال کول ګوښتل د پښتنو په خاوره او د مسلمانې نړۍ د آزادي خوښو مبارزينو سره ئې کلکه مرسته کوله د مولانا افغاني دهغه وخت دغه ليکنې د غازي د روڼ کردار په اړه بيخي سند او تر نن وخت پورې د ډنډورو ښکار خلکو لپاره مدلل جواب دې ډاکټر وقار علي شاه د غني خان په اړه پخپل کتاب کښې د مولانا افغاني دغه ليکونه د تاريخ برخه کړي . ډاکټر صېب ليکي : د ،پښتون د جنوری ۱۹۲۹ وړومبنۍ ګڼه کښې د پېښور د مشن کالج ېو طالب علم د عبدالمجيد افغاني مضم...
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.