Mala Chal Na Razi. Pashto Ghazal Lyrics Of Meena Da Khkulo Sanga Kege. Ghazal By Shafiullah Babarzai. Singer, Mirman Naghma Khaperai. محترم شفيع الله بابرزئې افغانستان ۔۔۔۔۔ ۔۔۔۔۔ ديدن د ښکلو څنګه کيږی ماته چل نه راځی۔ څوک په چا څرنګه ګرانيږی ماته چل نه راځی۔۔ د غره سړې يم ما د کلی باهر مه راپريږدئ۔ ښار کښےد غره خلق ورکيږی ماته چل نه راځی۔۔ د نازولو په مړوند خوبونه څنګه کيږی۔ سړې بيا څنګه راويښيږی ماته چل نه راځی۔۔ د ښکلو مخ کښې د يوې خبرې وس نه لرم۔ خولګۍ په څه ډول ښکليږی ماته چل نه راځی۔۔ دې سر خوړلی ښار کےڅوک د چا په کار نه راځی۔ دلته پرادی څنګه خپليږی ماته چل نه راځی۔۔ زه مې د خپلې غريبۍ ته اوس خفه خفه يم۔ جانان زما په نوم شرميږی ماته چل نه راځی۔۔ بابرزې نور مې د خوږو خوږو نه زړه تور شوې۔ په ترخو څنګه څوک مړيږی ماته چل نه راځی۔۔ Mala Chal Na Razi. Pasht...
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.